د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۸ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۵۱

اسلام‌اباد کې د افغان سفیر د لور پر تښتونې او ربړونې د نړیوالو ورځپاڼو مقالې

یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې

په اسلام‌اباد کې د افغانستان د سفیر نجیب‌الله علي‌خېل د لور د تښتونې او ربړونې په قضیې باندې ګڼو ورځپاڼو مقالې خپرې کړي.

  • واشنګټن پوسټ

له دې ډلې د واشنګټن پوسټ له‌خوا په خپور شوي مطلب کې راغلي چې افغانستان له پاکستانه ډیپلوماتان وروغوښتل څو یې د پاکستان د برید په تړاو خپل اعتراض کړی وي.

په مطلب کې راغلي ۲۶ کلنه سلسله علي‌خېل د جولای په ۱۶مه د پاکستان له پلازمېنې ماسپښین مهال تښتول شوې وه او سخت ګوزارونه پرې شوي و.

واشنګټن پوسټ په دې مطلب کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د اقداماتو په اړه هم لیکلي چې پاکستان دا قضیه څېړي او د کابل پرېکړه‌یې د تأسف وړ بللې.

په مطلب کې دا هم راغلي چې د پاکستان له‌خوا په ښځو باندې د بریدونو په تړاو پخوانۍ څېړنې هم له انتقادونو سره مخ شوي ځکه پولیس او ان صدراعظم عمران خان بېرته دا ښځې ملامتې کړي. یا د جامو لپاره یا هم د دې لپاره چې ولې یوازې تللې.

د واشنګټن پوسټ له‌خوا په دې خپاره شوي مطلب کې داسې یوې قضیې ته اشاره شوې چې سږکال په پاکستان کې په یوې ښځې باندې د هغې د دوو ماشومانو په مخ کې تېری وشو، خو د پولیسو یوه چارواکي ملامتوله چې ولې یې د شپې یوازې سفر کاوه.

د پاکستان ځینو ورځپاڼو هم د افغانستان د سفیر د لور د تښتونې د قضیې په تړاو مقالې خپرې کړي.

  • جنګ

له هغې ډلې جنګ ورځپاڼې د پاکستان د اپوزېسیون ګوند مسلم لیګ نواز د مرستیالې مریم نواز خبرو ته اشاره کړې ده.

مریم نواز په رڼا ورځ له اسلام‌اباده د افغان سفیر د لور تښتونه او بیا ورپسې د پاکستاني چارواکو څرګندونې په بهرني سیاست کې د پاکستان د حکومت یوه ناکامي یاده کړې.

د مریم نواز په حواله د جنګ په مطلب کې راغلي چې که د افغان سفیر لور یوازې وه یا په ټکسي کې وه د خوندیتوب مسؤلیت‌یې د حکومت و.

هغې انتقاد کړی چې حکومت په دې مسئله کې د پاتې راتلو په خاطر له افغانستانه د بخښنې غوښتلو پر ځای دلیل راوړی چې ګواکې د سفیر لور ځکه تښتول شوې وه چې یوازې یې سفر کاوه.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG