د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۰

نجیب‌الله اڅکزی: د منځنۍ اسیا هېوادونه د افغانستان ناامنیو ته اندېښمن دي


بدخشان کې د تاجکستان پولې ته نږدې د افغان ځواکونو عملیات، دغه ولایت کې د جګړې د زیاتوالي له امله ګڼ افغان سرتېري او عام خلک تاجکستان ته اوښتي وو.
بدخشان کې د تاجکستان پولې ته نږدې د افغان ځواکونو عملیات، دغه ولایت کې د جګړې د زیاتوالي له امله ګڼ افغان سرتېري او عام خلک تاجکستان ته اوښتي وو.

د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې نن د نړیوال کنفرانس دوهمه ورځ ده چې تر ډېره د افغانستان پر موضوع په‌کې بحث کېږي.

نن ولسمشر محمد اشرف غني دغه کنفرانس ته وینا کوي او د کنفرانس په څنډه کې یې له پرون راهیسې د نړۍ له ځینو رهبرانو سره کتلي دي.

دا کنفرانس داسې مهال جوړېږي چې د افغانستان په شمال کې روانو ناامنیو د منځنۍ اسیا هېوادونه اندېښمن کړي دي.

صالح محمد صالح په ازبکستان کې له مېشت ازاد خبریال نجیب‌الله اڅکزي سره مرکه کړې ده.

په پیل کې یې پوښتلی چې په تاشکند کې روان کنفرانس ولې د افغانستان لپاره مهم بلل شوی دی؟

د دغې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:44 0:00

XS
SM
MD
LG