د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۶

د افغانستان په اړه د جورج بوش پر وروستیو څرګندونو د ګڼو امریکايي رسنیو لیکنې


یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې

د امریکا متحده ایالاتو ګڼو رسنیو د دې هېواد د پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش پر هغو وروستیو څرګندونو لیکنې خپرې کړي چې له دویچه‌وېلې سره‌یې په یوه مرکه کې د افغانستان په اړه ویلي، له دې هېواد څخه د ټولو امریکايي سرتېرو د وتلو پرېکړه به بد عواقب ولري.

په ۲۰۰۱ م کال کې پر امریکا د سپټمبر د ۱۱مې نېټې له بریدونو وروسته جورج ډبیلو بوش افغانستان ته د امریکايي سرتېرو د استولو پرېکړه وکړه چې دغلته‌یې د طالبانو رژیم راوپرځاوه او امریکا او ناټو متحدان‌یې په دې هېواد کې په یوه اوږده جګړه کې ښکېل شول.

  • واشنګټن پوسټ

پر دې موضوع د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د یو راپور سرلیک دی: 'جورج بوش وايي، په افغانستان کې د امریکا پوځي مأموریت پای ته رسېدل به یوه تېروتنه وي.'

په دې لیکنه په ځانګړې توګه د ښځو او هغو افغانانو په اړه چې له امریکايي او ناټو ځواکونو سره‌یې همکاري کړې د جورج ډبلیو بوش اندېښنې راخیستل شوې دي.

د امریکا دې پخواني ولسمشر دویچې‌وېلې سره په مرکه کې ویلي، وېره لري چې د امریکايي سرتېرو د وتلو په صورت کې به افغان ښځې او نجونې سخت زیان وویني.

واشنګټن پوسټ وايي، ګڼو افغان ښځو په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو حضور ته د دوی د زده‌کړو او کار د حقونو لپاره د یو خوندیتوب په سترګه کتل.

د واشنګټن پوسټ په وینا طالبانو په خپله واکمنۍ کې ښځې کار، ښوونځیو او له شرعي محرم پرته له کوره وتلو ته نه‌پرېښودې.

  • نیوز ویک

نیوز ویک هم په دې اړه لیکنه کړې چې سرلیک‌یې دی" جورج بوش فکر کوي چې د امریکا له‌خوا د افغانستان پرېښودل به نه‌باورېدونکي ناوړه عواقب ولري."

د امریکا دې پخواني جمهوري غوښتونکي ولسمشر د افغانستان څخه په بشپړه توګه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه په داسې حال کې اندېښنه ښودلې چې د امریکا د اوسني ډیموکرات ولسمشر جو بایډن په شمول امریکايي چارواکو ټینګار کړی چې له افغانستان څخه د سرتېرو تر ایستلو وروسته به هم د افغانستان او د دې هېواد د امنیتي ځواکونو ملاتړ او تمویل ته دوام ورکړي.

  • بلومبرګ

بلومبرګ خپرونې بیا له افغانستان څخه د افغان ژباړونکو د ایستلو په اړه یو راپور خپور کړی او وايي، د بایډن اداره د جولای میاشتې په پای کې د افغان ژباړونکو او نورو هغو افغان کارکوونکو د خوندیتوب لپاره الوتنې تنظیموي چې د امریکايي ځواکونو سره‌یې کار کړی او د طالبانو له‌خوا له ګواښ سره مخ کېدای شي.

بلومبرګ دا خبره د امریکا د حکومت د یو لوړپوړي چارواکي له خولې لیکلې ده.

د امریکا جمهور رئیس جو بایډن په یوه وروستۍ وینا کې ویلي و چې د افغانستان څخه د هغو افغانانو د ایستلو چارې به چټکې کړي چې د امریکايي ځواکونو سره‌یې همکارې کړې او له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته‌یې ژوند ته ګواښ پېښېدلی شي.

  • 16x9 Image

    اجمل اند

    اجمل اند (په انګرېزۍ کې: Ajmal Aand) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د افغانستان د څانګې خبریال او د پښتو برخې اډیټور دی. نوموړي کلونه- کلونه په افغانستان کې هم د ازادۍ راډیو لپاره کار کړی دی. 

XS
SM
MD
LG