د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۴

هشت صبح: د طالبانو تر ولکې لاندې ژوند، د دولت او طالبانو له نظره


وسله وال طالبان
وسله وال طالبان

له کابله چاپېدونکو یو شمېر ورځپاڼو د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې د خلکو د ژوند، د جګړو له امله د بې ځایه شوېو خلکو او د حکومت په وروستیو اقدام لیکنې او تبصرې کړي دي.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې لیکلي، که څه هم د طالبانو له واک لاندې سیمو د خلکو د ژوند په اړه کره اطلاعات په لاس کې نشته، خو هغه څه چې په دې اړه طالبان او دولت یې راپور ورکوي، متناقض دي.

د ورځپاڼې له قوله، تر اوسه کوم خپلواک بنسټ په دې نه دی بریالی شوی چې د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو نه د خلکو د ژوند په اړه راپور ورکړي چې په خلکو څه ډول ژوند تېريږي؟

په سرمقاله کې راغلي، دولت او طالبان له جګړې سره په خوا کې تبلیغات هم چټک کړي، دواړه اړخونه هڅه کوي چې عامه افکار په خپل ګټه مدیریت کړي، نو روښانه ده چې په داسې یو وضعیت کې به په اطلاعاتو کې لاس وهل کېږي، سانسور او تحریف کېږي به هم.

د لیکوال د معلوماتو له مخې د دولت د اطلاع رسولو دستګاه هڅه کوي داسې ویډیو خپرې کړي چې په کې طالبان تسلیم شوي سرتیري وژني، د خلکو کورونه سوځي او چور کوي یې.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي برعکس طالبان بیا داسې ویډیوګانې خپروي چې له خلکو او اسیر شوېو افغان سرتیرو سره د طالبانو نرم چلند، شفقت او مهرباني په کې خلکو ته ښکاره کوي.

د سرمقالې په پای کې راغلي، یوه بې طرفه بنسټ باید د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې د خلکو د ژوند په اړه څېړنه وکړي.

لیکوال ټينګار کوي، د ظلم، ستم او ویراني له لارې کومه ډله نه شي کولای چې پر خلکو حکومت وکړي او طالبان باید هڅه ونه کړي چې افغانستان یو ځل بیا کورنۍ جګړې ته ستون کړي.

  • اطلاعات روز

اطلاعات روز لیکلي چې په نړۍ کې افغانستان ډېری کډوال لري چې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د رسمي وروستیو شمېرو له مخې شااوخوا ۳ میلیونه افغانان په بهر کې یا کډوال دي او یا یې هم د کډوالۍ غوښتنلیکونه سپارلي دي.

په سرمقال کې راغلي د جګړو، ناامنیو او بې وزلۍ له امله په کوردننه درې میلیونه افغانان د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي چې دا دواړه ارقام د افغانستان د ټول نفوس ۱۶ فیصده تشکیلوي.

د لیکوال د معلوماتو له مخې په دې وروستیو دوو میاشتو کې چې په افغانستان کې جګړې تېزې شوي چې له امله یې شااوخوا دوه لکه افغانانو له خپلو مېنو بې ځایه شوي دي.

په سرمقاله کې یادونه شوې دغه افغانان له جګړو سخت متاثر شوي چې جدي روغتیايي، غذايي مرستو ته اړتیا لري چې باید ورسره وشي.

د سرمقالې په پای کې ټینګار شوی چې حکومت باید د جګړو له امله بې ځایه شوېو کسانو سره بېړنۍ مرستې وکړي او دغې چارې ته د خپلو کارونو په لومړیتوبونو کې ځای ورکړي.

  • مسیر

مسیر ورځپاڼې د حلکومت په وروستیو هڅه او ګامونو نیوکه کړې او هغه د جمهوریت له ارزښتونو او ان له نافذه قوانینو سره په ټکر کې بولي.

د لیکوال په باور په رسنیو او ژورنالیستانو پرله پسې فشارونه، د ځینو خلکو ګواښل، نیول او ځینو نورو ته ستونزې جوړول هغه څه دي چې حکومت یې په دې وروستیو کې کوي.

د سرمقالې په پای کې ټینګار شوی چې جمهوریت باید جمهوریت پاتې شي، قانون او جمهوري ارزښتونو ته درناوی ولري او د استبداد او دیکتاتورۍ لارې پرېږدي.

XS
SM
MD
LG