د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۹

هېواد: که جګړه همداسې دوام وکړي افغانستان به سخت وځپل شي


یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې
یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې
  • ملي ارمان

ملي ارمان ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه کې پوښتنه کړې چې افغان جمهور رئیس محمد اشرف غني ولې په وروستيو کې د ډيورند کرښې سره دلچسپي پيدا کړې او په خپلو ويناوو کې په یو ډول نه يو ډول‌يې نوم اخلي؟

ليکوال په خوست کې د هوایي ډګر پرانیست غونډې ته اشاره کړې او لیکلي دي چې ښاغلي غني په طالبانو غږ وکړ چې د ډيورند کرښې سره دې مخالفت وکړي.

په سرمقاله کې وړاندې راغلي، په داسې حال کې چې له تېرو پنځو کلونو راهيسې په ډيورند کرښې د اغزن تار د تېرېدو چاره پيل شوې او ان تر دې چې نږدې ده بشپړه شي، خو افغان جمهور رئيس يو ځل هم په دې اړه څه ونه‌ويل، ولې يې اوس دې موضوع ته پام شوی دی؟

سرمقاله لیکونکي ادعا کړې چې ښایي ولسمشر ځکه غواړي چې د ډیورند په اړه څرګندونې کوي چې د جمهوریت څوکۍ یې په خطر کې ده.

خو لیکوال وړاندیز کړی چې د ټولو ستونزو د حل لپاره او د روانې جګړې د مدیریت لپاره په‌کار ده چې بايد ټول افغان سیاسیون د یووالي لپاره کار وکړي نه د ځانځانۍ لپاره.

  • هېواد

هېواد ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه کې ليکلي چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو د لړۍ له پیله د طالبانو بریدونو زور اخیستی، ان تر دې چې افغانانو ته په‌کې پراخ زیانونه اوښتي دي.

په سرمقاله کې وړاندې راغلي که جګړه همداسې دوام وکړي افغانستان به سخت وځپل شي او د دې جګړې د درېدو لپاره څه موده مخکې ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې هم دا اندېښنه وښوده او پر طالبانو یې د سم‌لاسي سولې غږ وکړ، خو طالبانو نه د افغانانو غوښتنې منلي او نه هم د نړیوالې ټولنې.

ليکوال ليکي، طالبانو د اسلام کلا او تورغونډۍ بندرونه چې له اقتصادي نظره مهم دي، نیولي چې د بازار نرخونه ورسره سم لوړ شوي دي.

د لیکوال په باور، د شمېرو له مخې افغانستان د کال ۲ میلیارده ډالره عاید لري چې لویه برخه‌یې د اسلام کلا بندر له ګمرکي تعرفو ترلاسه کوي، خو اوس به دا عواید د افغانستان خزانې ته رانه‌شي.

د سرمقالې ليکوال په پای کې وړانديز کړی چې د جګړې ښکېلې خواوې دې د خلکو اقتصادي خراب حالت ته په کتو سره د روانې کشالې لپاره يوه د حل لاره راوباسي.

  • اصلاح

اصلاح ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه کې ليکلي چې طالبانو په تېره يوه مياشت کې د ډېرو ولسواليو ترڅنګ د هېواد يو شمېر مهم اقتصادي بندرونه هم نيولي دي.

د سرمقالې ليکوال ليکلي، طالبانو تر اوسه اسلام کلا، شېر خان او تورغونډۍ بندرونه نيولي دي چې د لیکوال په باور، که دا بندرونه بېرته ترلاسه نه‌شي په نږدې راتلونکي کې په دننه افغانستان کې روانه جګړه اقتصادي اړخ خپل کړي.

په سرمقاله کې وړاندې راغلي چې که طالبان په دې بندرونو خپله ولکه کلکه کړي، پرته له شکه چې دوی کولای شي ځينې نورې مهمې سيمې هم ونيسي.

لیکوال په پای کې اندېښنه څرګنده کړې که دغه بندرونه ژر تر ژره د طالبانو له لاسه ونه‌وځي، د وخت په تېرېدو سره به دوی له اقتصادي پلوه هم پياوړي شي.

XS
SM
MD
LG