افغانستان
چارواکي: په زابل کې د اوبو او برښنا څلور لوی بندونه جوړیږي
د افغانستان د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره خبر ورکوي چې په زابل کې د څلورو بندونو د جوړېدو تړونونه د ملي پراختیا له شرکت سره لاسلیک شوي دي چې پردې بندونو به دوه میلیارډه افغانۍ لګښت راشي.
د دې ادارې ویاند نظام خپلواک ازادي راډیو ته وویل چې هیلمند دی چې د میزانې، مرکوک، اجه کلي او علاالدین بندونو عملي کارونه ژر پیل شي.
ښاغلي خپلواک زیاته کړه: "دغه بندونه به پنځه زره درې سوه دوه شپېته هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبوي، د درې اعشاریه څلور پنځوس مېګا واټه برښنا د تولید ظرفیت به ولري او په زرګونو هېوادوالو ته به د کار زمینه برابره کړي."
د دې څلورو بندونو د سروې چارې روانې دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
اتریش په ازبکستان کې د افغان کډوالو پر مساله څیړي
د اتریش د بهرنیو او کورنیو چارو وزیران روانه اونۍ ازبکستان ته ځي او هلته به د افغان کډوالو په اړه یو نوی تړون لاسلیک کړي.
د راپورونو له مخې ټاکل شوې ده چې د پنجشنبې په ورځ د اتریش د بهرنیو چارو وزیر ماینل رایزینګر او د کورنیو چارو وزیر ګرهارد کارنر ازبیکستان ته ولاړ شي او له ازبیک چارواکو سره د هغو افغانانو په تړاو خبرې وکړي چې په اتریش کې یې د پناه اخیستو درخواست رد شوی دی. اتریش غواړي دغه افغانان د ازبکستان له لارې افغانستان ته واستوي.
د اتریش حکومت دې هڅې ته د « منظم مهاجرت د سیاست» نوم ورکړی دی خو د بشري حقونو یو شمیر بنسټونو د دې اقدام د بشري اغزیو په تړاو اندیښنه ښکاره کړې ده.
په نورستان کې له زرګونو کورنیو سره مرستې وشوې
په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمیټې د نورستان په دوو ولسوالیو کې له هغو زرګونو افغانانو سره مرسته کړې ده چې د پاکستان او افغانستان د جګړو له امله اغیزمن شوې دي.
سره صلیب د جمعې په ورځ خبر ورکړ چې په کامدیش او برګ مټال ولسواليو کې یې له اوولس زره اغیزمنو شویو کورنیو سره د ووړو، غوړیو او یوشمیر نورو خوراکي موادو مرسته وکړه.
سره صلیب دا مرسته د ملګرو ملتو د خوړو له نړیوال پروګرام سره په ګډه کړې ده.
اوکراین یو ځل بیا د تور سمندر په غاړه د روسیې د انرژۍ په تاسیساتو برید وکړ
اوکرایني ځواکونو یو ځل بیا د روسیې د تور سمندر په بندري ښار توآپسه کې د تېلو پر تصفیه خونې د جمعې په ورځ برید وکړ.
یوه ورځ مخکې هم اوکراین له خپلو پولو شاوخوا ۱۵۰۰ کیلومتره لرې د روسیې د تېلو په تاسیساتو د بې پیلوټه الوتکو برید کړی و.
چې دا د کیف له لوري د روسيې د انرژۍ په تاسیساتو د اوږده واټن بریدونو د لړۍ تازه پېښه وه.
د کراسنودار سیمې چارواکو د جمعې په سهار په ټیلیګرام کې وویل: «په توآپسه کې د کیف د رژیم د ډرون برید په پایله کې د بندر د ټرمینل په ساحه کې اور ولګېد.»
چارواکو زیاته کړه چې بیړني ټیمونه د پیښې په ځای کې کار کوي، چې پکې شاوخوا ۱۳۰ اور وژونکي او ۴۱ بیړني وسایط شامل دي.
د پنحشنبې په ورځ د اپرېل په ۳۰مه، د روسیې او اوکراین ټیلیګرام چینلونو د ځایي اوسېدونکو له قوله راپور ورکړ چې د شپې له خوا پرم ښار ته نږدې د تېلو پایپلاین تاسیساتو ته څېرمه چاودنې وشوې.
خپرو شویو ویډیوګانو کې د اور لمبې او د ښار په فضا کې لوګي ولیدل شول.
د سیمې والي دیمیتري ماخونین وویل د ټپیانو رپوټ نه دی ورکړل شوی.
بلخوا د اوکراین امنیتي چارواکو دبرید مسئولیت ومانه او وویل چې پرم ښار کې یې د تیلو اصلي تصفیه خونه په نښه کړې ده.
یوه ورځ مخکې هم اوکرایني ځواکونو په دغه ښار یو ورته برید کې د تیلو په نورو تاسیساتو برید کړی و.
ریچارد بینټ د مطبوعاتو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په درشل کې د طالبانو له حکومت غوښتي چې ټول نیول شوي خبریالان خوشې کړي
د افغانستان دبشري حقوقو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکونکي د مطبوعاتو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په درشل کې، افغانستان کې د طالبانو له حکومت غوښتي چې ټول نیول شوي خبریالان بې له قید او شرطه سمدستي خوشې کړي.
ریچارد بینټ زیاتوي چې په افغانستان واکمن طالبان باید دا یقیني کړي څو د رسنیو کارکوونکي وکولای شي د بیان ازادۍ حق وکاروي او خپل کار پرته له وېرې، غچ اخیستنې، ځورونې او یا نیولو ترسره کړي.
نوموړی وايي واک ته د طالبانو له ستنیدو وروسته ، په افغانستان کې د مطبوعاتو ازادي په اندېښمن ډول کمه شوې ،خپلواکه راپور ورکونه اوس په جدي ډول محدوده شوې، او خبریالان او د رسنیو کارکوونکي د محدودیت او سانسور په فضا کې د واکمنو ترکنټرول لاندې کارکوي.
د افغانستان له رسنیو د ملاتړ سازمان (AMSO) د وري په ۲۲مه وویل د طالبانو په زندان کې دخبریالانو، شکیب احمد نظري، بشیر هاتف او حمید فرهادي روحي او رواني وضعیت ښه نه دی.
بلخوا د بې پولې خبریالانو نړیوال سازمان وایي، افغانستان یو ځل بیا د مطبوعاتو د ازادۍ سږني شاخص کې د ۱۸۰ هېوادونو په کتار کې ۱۷۵ یم ځای کې راغلی.
د مطبوعاتو د ازادۍ نړیواله ورځ هرکال د مې په ۳ لمانځل کیږي.
سږکال یونیسکو په دې مناسبت د مې په ۴مه “د سولې په لور د راتلونکې د جوړولو” تر عنوان لاندې د زامبیا پلازمینه لوساکا کې یو انلاین او حضوري کنفرانس تنظیم کړی دی.
پنجشنبې زرګونه کسان نور افغانستان ته ستانه شوي
افغانستان کې د طالبانو حکومت دمهاجرینو ستونزو ته د رسیدنې عالي کمیسیون رپوټ ورکوي چې پرون څه دپاسه زر کورنۍ چې ۵۳۵۵ غړي لري دهیواد د بیلابیلو بندرونو له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.
رپوټ زیاتوي چې لدې جملې ۷۳۹ کورنۍ خپلو اصلي ولایتونو ته لیږدول شوي او سلګونو کورنیو سره نقدې مرستې شوي او سیمکارټونه هم ورکړل شوي دي.
بلخوا د پناه غوښتوکو لپاره د ملګرو ملتونو ستره کمشنرۍ UNHCR وايي له ۲۰۲۳ کال راهیسې ۵.۴ ملیونه افغانان له ګاونډیو هیوادونو افغانستان ته ستانه شوي دي.
حامد کرزي او خلیلزاد له طالبانو وغوښتل چې ژر تر ژره د نجونو د زده کړو بندیز ختم کړي
پخواني ولسمشر حامد کرزي او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له طالبانو غوښتي چې له شپږم ټولګي ورپورته د نجونو ښوونځي پرانیزي.
دغو دواړو پخوانیو چارواکو دا غوښتنه د یونیسف د وروستي راپور په تړاو کړې ده.
یونیسف ویلي دي چې افغانستان به تر دوه زره دیرشم کال پورې له شل زره زیاتو ښځینه ښوونکو او له پنځو زرو ډيرو روغتیایي کارکوونکو له کمښت سره مخامخ شي.
یونیسف څرګندوي چې که د نجونو ښوونځي له شپږم ټولګي ورپورته راتلونکي څلور کلونه بند پاتې شي له تعلیمه د محرومو شویو نجونو شمیر به له دوه میلیونه څخه ډیر شي.
حامد کرزي په ایکسپاڼه کې د پنجشنبې په ورځ ولیکل چې د افغان نجونو پر زده کړو دوامداره بندیز به د افغانستان د اړتیاو د زیاتیدو سبب شي او پر بهرنیو هیوادو به د افغانانو تکیه زیاته کړي.
زلمي خلیلزاد بیا دا مساله د سوالونو په ډول په ایکسپاڼه کې د پنجشنبې په ورځ مطرح کړې ده او لیکلي یې دي چې د طالبانو حکومت د دې بندیزونو له راتلونکې خبر دي؟ طالبان د ستونزې د حل لپاره کوم تدابیر لري؟ او که هیڅ پلان نه لري نو فکر کوئ چې د افغانستان راتلونکې به څرنګه وي؟.
د افغانستان په یوشمیر ولایتونو کې د جمعې په ورځ د ورښتونو اټکل شوی
د طالبانو د هوا پېژندنې ادارې د افغانستان په ۱۷ ولایتونو کې د درنو بارانونو او سیلابونو خبرداری ورکړی دی.
د دې ادارې په وینا، بغلان، سمنګان، تخار، بدخشان، ننګرهار، میدان وردګ، لوګر، پکتیا، خوست، بلخ، سرپل، فاریاب، بادغیس، غور، دایکندي، بامیان او پروان به د جمعې په ورځ د درنو بارانونو او سیلابونو شاهد وي.
په مختلفو ځایونو کې د ۱۰ او ۲۵ ملي مترو ترمنځ د باران اټکل کیږي.
په کابل کې د اندام جوړونې سیالۍ ترسره شوې
په کابل کې د پنجشنبې په ورځ د اندام جوړونې سیالۍ ترسره شوې. په دې لوبو کې په بیلابیلو وزنونو کې اته نوي لوبغاړو برخه واخیسته.
مسوولینو ویلي دي چې دا سیالۍ د دې لپاره ترسره شوې چې د دوی له ډلې به غوره کسان د کابل منتخب ټیم ته انتخاب شي.
په بدخشان کې پنځو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ
د بدخشان د سرو زرو د استخراج پرمهال پنځه تنه مړه شوې دي.
په بدخشان کې د طالبانو د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس مولوي محمد اکرم اکبري وویل چې د شهر بزرګ ولسوالي په پستاو سیمه کې د پنجشنبې په سهار د یوې غونډۍ د ښوویدو له امله پنځو ګارګرانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د خبر له مخې یوشمیر کسان لاهم تري تم دي.
په سیمه کې خلکو د سرو زرو د استخراج لپاره په ابتدایي وسایلو تونلونه جوړ کړي دی چې تر دې مخکې هم د همدې خاورینو تونلونو د ړنګیدو له امله کارګرانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د بې پولې خبریالانو ټولنې، د رسنیو په ازادۍ کې د افغانستان رتبه ۱۷۵ مه وبلله
د بې پولې خبریالانو ټولنې په خپل تازه راپور کې ویلي چې افغانستان د ۲۰۲۶ کال د رسنیو د ازادۍ په نړیوال شاخص کې د ۱۸۰ هېوادونو په منځ کې ۱۷۵م ځای لري.
یاد بنسټ د رسنیو ازادي د پنځو شاخصونو—سیاسي، اقتصادي، حقوقي، ټولنیز او امنیتي—له مخې ارزوي. په سیاسي شاخص کې، چې پر رسنیو د حکومت د نفوذ او د تحریري خپلواکۍ کچه سنجوي، افغانستان په ۲۰۲۶ کال کې ۱۵۸م ځای خپل کړی، چې دا د تېر کال د ۱۶۳م ځای پرتله یو څه ښه والی ښيي، خو لا هم پر رسنیو د سخت کنټرول څرګندونه کوي.