- دیجیټال ژورنال
ډیجیټال ژورنال خپرونې د بادغیس ولایت وروستیو امنیتي پېښو ته کتنه کړې او لیکي، په داسې حال کې چې ټول امریکایي ځواکونه له افغانستانه د وتلو په حال کې دي، وسلهوالو طالبانو د لومړي ځل لپاره د چهارشنبې په ورځ د افغانستان د یوه ولایت پر مرکز پراخې حملې پیل کړې.
د خپرونې په لیکنه له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو د بهیر له پیل راهیسې دا پر افغان امنیتي ځواکونو یوه لویه حمله بلل کېږي.
دیجیټال ژورنال لیکي، وسلهوالو طالبانو چې د چهارشنبې سهار وختي یې پر قلعهنو حملې پیل کړې وې، په دې ښار کې د امنیه قوماندانۍ او د ملي امنیت ودانۍ نیولې وې، خو د بادغیس والي حسامالدین شمس د ورځې په پای کې ازادي راډیو ته وویل چې وسلهوالو طالبانو ته د درنې مرګژوبلې په اوښتو هغوی بېرته د ښار له څنډو وایستل شول.
د افغانستان دفاع وزارت هم ویلي چې قلعهنو له وسلهوالو طالبانو تصفیه شوی دی.
دیجیټال ژورنال وړاندې لیکي، له افغانستانه د امریکایي او ناټو ځواکونو له وتلو سره د طالبانو لهخوا د یو زیات شمېر ولسوالیو نیولو د افغانستان د روان امنیتي وضعیت په اړه اندېښنې لازیاتې کړي، خو د بادغیس پر مرکز قلعهنو د طالبانو لهخوا حمله د دې ډلې لهخوا د یوه ولایت د نیولو لومړنۍ هڅه ده.
بادغیس د هرات چې له ایران سره ګډه پوله لري، ترڅنګ پروت دی.
خپرونې دغهراز د ایران د بهرنیو چارو وزارت له قوله ویلي چې تهران د چهارشنبې په ورځ د افغانستان د دولت او طالبانو د پلاوو ترمنځ د یوې کتنې کوربه و.
د هغې خبرپاڼې له مخې چې دې وزارت پرون چهارشنبه خپره کړې، د افغانستان د دولت د پلاوي مشري د افغانستان د ولسي جرګې پخوانی رئیس محمد یونس قانوني او د طالبانو د پلاوي مشري د دې ډلې د قطر د دفتر مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي کوله.
- ټایم
ټایم مجلې هم په افغانستان کې د وسلهوالو طالبانو فعالیتونو ته پام اړولی او لیکي، متحده ایالات داسې مهال له افغانستانه وځي چې طالبان پرمختګ کوي او په دې سره د افغان ښځو او نجونو زدهکړې له خطر سره مخامخ شوې دي.
ټایم د نادیه په نوم د یوې ښوونکې خبرې را اخیستي چې ویلي یې دي، له افغانستانه د سپټمبر تر ۱۱مې پورې د ټولو امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه د امریکا د ولسمشر جو بایډن له اعلان وروسته یوه سیمهییز طالب ورته ټیلیفون کړی او خبرداری یې ورکړی چې زیات احتیاط وکړي.
نادیه ویلي، دې او کورنۍ تهیې د ګواښونو له امله پرېکړه وکړه چې نور کار ونهکړي.
ټایم مجله وړاندې لیکي، په داسې حال کې چې امریکا او د هغې د ناټو نور متحدان له افغانستانه خپل پوځیان او نور قراردادیان باسي او په دې هېواد کې تر ټولو اوږده جګړه پای ته رسوي، دا چې له هغې وروسته به په دې هېواد کې څه پېښېږي، اندېښنې په زیاتېدو دي.
د ټایم مجلې په لیکنه اکثره افغانان وایي، ښایي طالبان په قدرت کې د شریک کېدو یا هم ښایي د زور له لارې بیا واک ته ورسېږي او د دې وېره شته چې د جنسیتي توپیر هغه چلند چې دې ډلې د ۹۰مې لسیزې په وروستیو کې د خپلې واکمنۍ په موده کې خپل کړی و، بیا پر ښځو او نجونو وتپي.
هغه مهال افغان ښځې او نجونې له کار کولو او زدهکړو بېبرخې شوې وې.