د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۴ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۳۹

نړۍ

د سایبري بریدونو په اړه بایډن او هاریس یوه غونډه رهبري کوي

د امریکا ولسمشر جو بایډن او د هغه مرستیاله کامالا هاریس
د امریکا ولسمشر جو بایډن او د هغه مرستیاله کامالا هاریس

د امریکا ولسمشر جو بایډن او د هغه مرستیاله کامالا هاریس به نن چهاشنبه(د چنګاښ په ۱۶مه نېټه) هغه غونډه رهبري کوي چې امریکایي امنیتي چارواکي به په کې د سایبري حملو پر وړاندې د مبارزې پر لارو چارو خبرې کوي.

د سایبري حملو امریکایي متخصصین وایي چې په فلوریډا ایالت کې مېشت پر کاسیا شرکت د باج اخېستو په هدف ترسره شوې حمله د یوې روسي ډلې کار و.

د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي پرون اعلان وکړ چې نننۍ غونډه د باج اخیستو په هدف دغې درېیمې لویې حملې ته د متحدو ایالاتونو د غبرګون یوه برخه ده چې ګومان کېږي په روسیه کې به د یو شمېر جنایت کارانو له خوا پیل شوې وي. تر اوسه د دغې حملې پراخوالی روښانه نه دی.

د جون په دوهمه د دغې ترسره شوې حملې طراحانو د ۷۰ میلیونه ډالرو غوښتنه کړې وه.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

 پنځه اروپايي هېوادونه غواړي بې اسناده کډوال له اروپايي ټولنې بهر د کډوالو مرکزونو ته وباسي

پنځه اروپايي هېوادونه غواړي بې اسناده کډوال له اروپايي ټولنې بهر د کډوالو مرکزونو ته وباسي.

جرمني، اتریش، یونان، ډنمارک او هالنډ هڅه کوي د روان ۲۰۲۶کال تر پایه له اروپايي ټولنې د باندې د بې اسنادو او غیرقانوني کډوالو د اخراج لپاره په یو شمیر هېوادونو کې د کډوالو د مرکزونو د جوړولو لپاره هوکړه وکړي.

دغو پنځو هېوادونو پرون جمعه په کوپنهاګ کې په یوه ناسته کې د کډوالو په اخراج هوکړه کړې خو د هغو هېوادونو نومونه يې نه دي یاد کړي چې د کډوالو د ساتنې مرکزونه به په کې وي.

د اروپا ټولنې شورا او د بشري حقونو یو شمیر نورو سازمانونو خبرداری ورکړی چې دغو مرکزونو ته د کډوالو اخراج د کډوالۍ قوانیو خلاف کار دی.

ترمپ خبرداری ورکړی چې د ایران پر کلنګ ګزلا غر برید کوي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون جعمه د (سپټمبر۴مه) خبرداری ورکړی ښايي ډير ژر په ایران کې د کلنګ ګزلا پر غره برید وکړي.

دغه غر د نطنز سیمې ته څیر واقع دی، چیرته چې د ایران د اټومي پروګرام د بټو تاسیسات جوړ شوي دي.

لویدیزې استخباراتي ادارې وايي، د دې احتمال شته چې ایران په دې غره کې د یورانیم د غني کولو پروسه مخته یوسي.

خو کارپوهان بیا وايي، دا کمپلیکس د امریکا د خورا قوي سنګر ماتونکو بمونو له لاسرسي وتلې سیمه ده.

ولسمشر ډونالډ ټرمپ تیره میاشت ویلي و،" لا مو له ایران سره کار نه دی خلاص شوی".

هغه خبرداری ورکړی و چې د امریکا بله موخه په "کلنګ ګزلا" غره د تاسیساتو په نښه کول دي.

فرانسه کې د ګرمې هوا له کبله شاوخوا ۷ زره کسان مړه شوي

ارشیف، په فرانسه کې خلک د ګرمې هوا د تېښتې لپاره په یخو اوبو لامبي.
ارشیف، په فرانسه کې خلک د ګرمې هوا د تېښتې لپاره په یخو اوبو لامبي.

په فرانسه کې روغتیايي چارواکي وايي "سږ کال د ګرمې هوا له کبله شاوخوا ۷ زره کسان مړه شوي دي".

د دې هېواد د روغتیا وزیر سټیفن رېسټ د جمعې په ورځ د (سپټمبر ۴مه) وویل: "دا شمېرې وروستۍ نه‌دي او د راتلونکې اوونۍ په پای کې به وروستۍ شمېرې اعلان کړي."

له دې مخکې د روغتیا وزارت ویلي و چې د روان کال په جون او جولای میاشتو کې د نږدې ۶ زره کسانو مړینه ثبت شوې وه.

د فرانسې په ګډون په ډېر شمېر اروپايي هېوادونو کې سږکال د تودوخې کچه له ۴۰ درجې سانټي ګراډ لوړه شوې وه.

امریکا په ترکیه کې د ایران پر درې بنسټونو بندیزونه ولګول

آرشیف
آرشیف

د امریکا د خزانې وزارت په ترکیه کې پر درېیو ایراني بنسټونو بندیزونه ولګول.

دغه وزارت د جمعې په ورځ د (سپټمبر ۴مه) په ترکیه د ګولډن ګلوبل بانک درې څانګې د ایران قدس ځواکونو ته د میلیونونو ډالرو د معاملو په برابرولو تورنې کړې دي.

د دې وزارت په خبره، ګولډن ګلوبل د ایران حکومت ته اسانتیاوې برابرې کړي څو یو شمېر نړیوالو بانکونو ته لاسرسی ولري.

د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بسنټ ویلي: "لا هم یو شمېر مالي ادارو ته د دې منل ستونزمن دي چې موږ پر ایران د اقتصادي بندیزونو د وضع کولو په برخه کې جدي یو."

بسنټ د تېرې یکشنبې په ورځ روېټرز خبري اژانس کې په یوه مرکه کې ویلي چې تمه ده امریکا هره اوونۍ پر ایران تازه بندیزونه ولګوي چې تر ډېره به پر بانکونو متمرکز وي.

ګولډن ګلوبل په ترکیه کې یو ایراني بانک دی چې څو څانګې لري.

روسي بې‌پیلوټه الوتکو د اوکراین یوه امنیتي اداره په نښه کړې

کیف کې پر یوې امنیتي ادارې د روسي بې‌پیلوټه الوتکو برید
کیف کې پر یوې امنیتي ادارې د روسي بې‌پیلوټه الوتکو برید

روسي بې‌پیلوټه الوتکو په کیف کې پر یوې امنیتي ادارې برید کړی.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي د جمعې په ورځ د (سپټمبر ۴مه) پر خپل ټلګرام د دې برید خبر ورکړی او ویلي دي "بې‌پیلوټه الوتکو د امنیتي خدمتونو پر ادارې برید کړی چې غچ به اخلو".

د کیف ښارول ویلي چې په برید کې اووه کسان ټپیان شوي.

تر اوسه معلومه نه‌ده چې امنیتي چارواکي په ټپیانو کې شامل دي او که نه.

دا ۱۰مه پرله‌پسې ورځ ده چې روسي بې‌پیلوټه الوتکې د پلازمېنې کیف په ګډون د اوکراین بېلابېل ښارونه په نښه کوي.

د روسیې د تېرې اوونۍ په بریدونو کې کیف ته څېرمه د میلا په کلي کې ۳۷ کسان ووژل شول.

امریکا دایران د سپاه پاسداران ځواکونو د یو مشر پر سر لس ملیونه ډالر جایزه اعلان کړه

د جایزې په اړه د  امریکا دبهرنیو چارو وزارت اعلامیه
د جایزې په اړه د امریکا دبهرنیو چارو وزارت اعلامیه

د امریکا حکومت دهغو معلوماتو په بدل کې چې د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو دسایبري عملیاتو مشر امیریاریاب ورباندې وپیژندل شی یا یې ځای معلوم شي لس ملیونه ډالر جایزه اعلان کړه.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت وايی نوموړی د سایبري عملیاتو د قوماندانۍ ترڅنګ د "شهید همت" او "شهید شوشتري"، ډلو په شمول د څو نورو ډلو څارنه هم کوي.

بهرنیو چارو وزارت د "عدالت لپاره د جایزې" د پروګرام په ترځ کې دغه جایزه اعلان کړې او زیاتوي چې دغه ډلې په امریکا ، اروپا او منځني ختیځ کې د زیربنايی مهمو تاسیساتو په وړاندې سایبري عملیاتو کې لاس لري.

د نیپال او چین د سېلابونو ویجاړۍ؛ د لادرکه شویو شمېر نږدې ۵،۱۰۰ ته ورسېد

د چین او نیپال ترمنځ د پولې د سېلابونو ویجاړۍ
د چین او نیپال ترمنځ د پولې د سېلابونو ویجاړۍ

نیپال کې چارواکو د پنجشنبې په ورځ وویل چې د دغه هېواد او چین په پوله د سېلابونو په نتیجه کې د لادرکه کسانو شمېر ۵ زرو او ۸۳ تنو ته ورسېده.

چارواکو وویل چې په دغو سېلابونو کې لږ تر لږه ۱،۲۵۹ تنه مړه شوي دي.

بل‌خوا د فرانسې خبري اژانس راپور ورکړی چې د چین دولتي رسنیو هم ویلي چې په تبت کې ۲۱ کسه مړه او ۵۴۱ تنه نور لادرکه شوي دي.

په دې سره په دواړو هېوادونو کې د دغو ویجاړوونکو سېلابونو د مړو شویو کسانو شمېر ۱،۲۸۰ تنو او د لادرکو کسانو شمېر ۵ زرو او ۶۲۴ تنو ته رسېږي.

ناروې په شمالي قطب کې د روسیې یوه بېړۍ توقیف کړې

د ناروې له لوري د روسیې توقیف شوې بېړۍ
د ناروې له لوري د روسیې توقیف شوې بېړۍ

د ناروې حکومت د اوکراین د «نفت‌وګاز» دولتي شرکت لپاره د ۴ میلیارده ډالرو د تاوان د ورکړې د حکم د عملي کولو په اساس، یوه روسۍ بېړۍ د شمالي قطب د سوالبار مجمع‌الجزایر ته نږدې توقیف کړې ده.

دا توقیف د هغه حکم پر بنسټ شوی چې په ۲۰۲۳ کال کې د هاګ یوې محکمې صادر کړی و.

د حکم له مخې، روسیه باید د کریمیا د هغو شتمنیو د مصادرې په بدل کې «نفت‌وګاز» ته ۴.۲۲ میلیارده ډالر، له ګټې او حقوقي لګښتونو سره ورکړي چې د ۲۰۱۴ کال په ترڅ کې د کریمیا له الحاق وروسته روسیې ضبط کړي دي.

مسکو تر اوسه دغه پیسې نه‌دي ورکړي.

د «نفت‌وګاز» وکیلانو مخکې له دې چې د «پروفیسور مولچانوف» په نوم دغه بېړۍ سوالبارد ته ننوځي د ناروې له یوې محکمې څخه غوښتنه کړې وه چې د دې بېړۍ د توقیف او جبري پلور امر صادر کړي.

محکمې دغه غوښتنه منلې ده.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د ناروې دغه اقدام «سمندري غلا» بللې ده.

د یوه بریټانوي غرختونکي جسد په پاکستان کې وموندل شو

د یوه بریټانوي غرختونکي جسد په پاکستان کې وموندل شو.

بي بي سي انګلیسي پرون چهارشنبې د پاکستاني چارواکو په حواله راپور ورکړی چې د الکساندر هریس جسد په خیبرپښتونخوا کې موندل شوی دی.

هریس چې د انګلستان د برمنګهم ښار اصلی اوسیدنکی دی، د تیرې شنبې په ورځ هغه مهال ورک شو چې غوښتل يې د خیبرپښتونخوا "موسي کا مصلی" غره ته پورته شي.

په سیمه کې یو چارواکي خالد اقبال ویلي، " د لټون په عملیاتو کې تر ۳۰ ډیر کسان ښکیل وو او د هریس جسد په ځنګل کې موندل شوی".

د اقبال په ټکو،" احتمال لري چې غره ته د ختو پرمهال د هریس پښه ښوییدلي وي او لویدلی وی".

هریس په اسلام اباد کې د ادم سمیټ په نوم یو نړیوال مشورتي شرکت سره کار کاوه.

هریس د ایرلنډ تابعیت هم درلود.

د اوکراین ولسمشر په کیف کې د دوو امنیتي ادارو ترمنځ وسله واله نښته د شرم وړ بللې ده

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي په کیف کې د دوو امنیتي ادارو ترمنځ وسله واله نښته د شرم وړ بللې ده.

پرون چهارشنبې د اوکراین په پلازمینه کیف کې د دې هېواد د امنیتي ځواکونو ادارې (اس‌بي‌یو) او استخباراتي ادارې کارکوونکو ترمنځ وسله واله نښته رامنځته شوه.

عیني شاهدانو ویلي چې په سیمه کې يې څو ټپي کسان لیدلي دي.

تراوسه د نښتې لامل معلوم نه دی.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي دا نښته د "شرم وړ" کار بللی دی.

د هغه په ټکو، اوکرایني سرتیري یوازې پر "روسي یرغلګرو" ډزې کولی شي.

چارواکو ویلي، د نښتې په اړه څیړنې روانې دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG