د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۱

مسیر: دوحه کې بیا پیل شوېو خبرو ته څومره تمه کېدای شي؟


ارشیف، قطر کې د طالبانو سیاسي استازي
ارشیف، قطر کې د طالبانو سیاسي استازي
  • مسیر

مسیر ورځپاڼې پوښتلي چې په دوحه کې بیا پیل شوېو خبرو ته څومره تمه کېدای شي؟

وړاندې راغلي چې د افغان حکومت او طالبانو د سولې د مرکچي پلاوو د تماس ګروپونو له تېرو دوو ورځو راهیسې په دوحه کې خبرې پیل کړي دي.

د لېکوال په وینا پر دواړو اړخونو فشار وو چې باید د سولې خبرې ژر پیل کړي او روانه جګړه ودروي.

ورځپاڼې لیکلي، دا فشار یوازې د افغاني اړخونو له خوا نه وو، بلکې په نړیواله کچه هم دواړه خواووې تر فشار لاندې وې چې ژر خبرو ته وګرځي او خبرې پیل کړي او له بله اړخه د جګړې له روان وضعیته ځینو بهرنیانو هم وېره لرله او خپلو ګټو ته یې ګواښ ګڼله، نو ځکه یې په پرله‌پسې ډول د خبرو د پیل غوښتنه کوله او پر دواړو اړخونو یې فشار راوړ.

لېکوال ټینګار کوي چې دا ځل خبرې په داسې وخت کې پیلېږي چې نږدې ټول بهرني ځواکونه وتلي او پاتې هم په لنډو ورځو کې وځي چې دا چاره له یوه اړخه له طالبانو د جګړې پلمه اخلي او له بله اړخه حکومت اړ باسي چې انعطاف وښيي.

  • هېواد

هېواد ورځپاڼې لیکلي، که څه هم امريکا په افغانستان کې خپل پوځي حضور ته د پای ټکی کېښود، خو بيا هم په افغانستان کې د امريکا ښکېلتيا دوام مومي.

د لېکوال په وینا دا ښکېلتيا هم د امريکا لپاره مهمه ده، ځکه په اويايمه لسيزه کې افغانستان ته د امريکا د نه پاملرنې له امله پخواي شوروي ځواکونو پر افغانستان يرغل وکړ او له امله يې سيمه او نړۍ وننګول شوه.

په ورته وخت کې ورځپاڼې لیکلي چې د افغان سولې لړۍ چې خپله امريکا له طالبانو سره د جوړجاړي په ترڅ کې رامنځته کړې، بايد د بريا تر بريده ورسول شي.

لیکوال ټینګار کوي چې امريکا بايد په ډېردقت او د افغانانو د ملي ګټو په پام کې نيولو سره ګام پورته کړي او له افغانستان سره ژمنې بايد ترسره کړي، هغه ژمنې چې په تړونونو کې شوي دي.

ورځپاڼې دا هم لیکلي چې د افغانستان د حکومت هڅې هم دا دي چې د بهرنيو عسکرو له وتلو وروسته، له امريکا او نورې نړۍ سره د نوېو اړيکو د نوي څپرکي په پرانېستلو سره له ټولو هېوادونو سره خپلې اړيکې او همکارۍ د معمول په څېر پاتې او غوره فرصتونه رامنځته کړي.

  • اطلاعات روز

او اطلاعات روز ورځپاڼې لیکلي چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په درشل کې د هېواد بېلابېلو ولایتونو کې جګړې زور اخیستی او یوازې دوو وروستیو میاشتو کې نږدې اتیا ولسوالۍ چې ډېرې یې د هېواد شمال کې دي، طالبانو سقوط کړي چې ځینې یې د ولسي پاڅونوالو په مرسته امنیتي ځواکونو بېرته نیولي دي.

د افغانستان دفاع وزارت بیا دا سقوط نه تکتيکي شاتګ بللی دی.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي چې د طالبانو له خوا جګړه بې مخینې زیاته شوې چې د خلکو اندېښنې یې راپارولې دي.

لېکوال ټینګار کوي چې جګړې ته ورګرځېدل د افغانستان دولت او طالبانو په ګټه هم نه ده او باید د سولې لار وټاکي.

د ليکوال په وینا د شخړې حل لار د سولې خبرې دي که نه دغه هېواد به کورنۍ جګړې ته ورټېل وهل شي چې دا د هېڅ لوري په ګټه نه ده.

XS
SM
MD
LG