د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۰

افغان ښځې ولې د ښځینه‌توب لپاره تلقین کېږي او له کبله‌یې باید هر څه وزغمي؟


ارشیف، یو شمېر افغان مېرمنې چې کار کوي او غالۍ اوبدي
ارشیف، یو شمېر افغان مېرمنې چې کار کوي او غالۍ اوبدي

نیمه نړۍ، د افغان ښځو د پرمختګونو او ستونزو هېنداره.

د ازادي راډیو د نیمې نړۍ د دې اوونۍ د خپرونې موضوع د نارینه‌وو په پرتله د ښځینو کم ګڼلو ته ځانګړې شوې ده.

نږدې ټول افغانان، ښځې د نارینه‌وو په پرتله کم ارزښته ګڼي او له وړوکوالي دا ورته ښیي چې د نارینه‌وو سره برابرې نه‌دي.

په افغان ټولنه کې نارینه د ښځو په پرتله له زیاتو امتیازاتو څخه برخه‌من دي، یو له دغو امتیازاتو دا دی چې د نارینه‌وو ډېر ناسم کارونه له پامه غورځول کېږي او د وخت په تېرېدو سره‌یې خلک هېروي، خو ښځو ته بیا ورښودل کېږي چې د ښځینه‌توب له امله باید تل خپل کړه وړه د افغاني دود سره برابر وساتي.

دلته اکثره ښځې د خپلو لومړنیو حقونو د غوښتلو جرأت هم نه‌کوي ځکه چې دوی ته تل ویل شوي، سیاله ښځه هغه ده چې هر څه وزغمي او خپل غږ پورته نه‌کړي، خو افغانې ښځې ولې د ښځینه‌توب لپاره تلقین کېږي او له کبله‌یې باید هر څه وزغمي؟

  • د ښځو پر وړاندې تحقیروونکي او ځپونکي باورونه په ټولنه کې د څه ډول ناخوالو او بې‌عدالتیو لامل کېږي؟
  • د ناوړه دودونو او باورونو پر وړاندې باید څه ډول مبارزه وشي ترڅو په افغاني ټولنه کې راکم او له‌منځه لاړ شي؟

هڅه شوې ده چې په دې خپرونه کې دغو پوښتنو ته ځوابونه پیدا شي، تاسو کولای شئ چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره دغه خپرونه واورئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:13:10 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG