د افغانستان پر پلازمېنې کابل او یو شمېر نورو ولایتونو له درې ورځو راهیسې د ازبېکستان وارداتي برېښنا پرې ده چې خلک یې له ګڼو ستونزه سره مخ کړي.
که څه هم د افغانستان برښنا شرکت ویلي وو چې په سالنګ کې د وارداتي برښنا د دوو ویجاړو شوېو ستنو اساسي رغول چې مخکې یې په مؤقت ډول مزي تړل شوي وو، ۷۲ ساعتونو وخت ته اړتیا لري، خو د دغه وخت په پوره کېدلو سره هم خلک برښا نه لري.
یا دا ستنې نه دي رغول شوي او که رغول شوي ستونزه څه ده؟
دا پوښتنې د ازادي راډیو خبریال د برښنا شرکت له ویاند سنګر نیازي نه په یوې مرکه کې کړي او په سر کې یې د ویجاړو شوېو ستنو د رغولو په اړه ترې پوښتلي دي.
دا مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اوریدلی شئ:
Embed
شریکول
مرکه
by ازادي راډیو
Embed
شریکول
The code has been copied to your clipboard.
The URL has been copied to your clipboard
No media source currently available
مستقیم لېنک