د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۱
ولسمشرغني له خپل امریکايي سیال سره
ولسمشرغني له خپل امریکايي سیال سره

امریکا ته د غني سفر؛ حکومت یې له لاسته راوړنو ډک خو شنونکي یې د ژمنو تکرار یادوي

افغان حکومت امریکا ته د جمهور رییس غني سفر بریالی او له لاسته راوړنو ډک بولي.

افغان حکومت وايي، امریکا ته د جمهور رییس غني د سفر په پایله کې افغانستان سره د هر اړخیزو همکاریو او تل‌پاتې ملاتړ ډاډ ورکړل شوی دی.

افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د تجهیزاتو ژمنه، د هوايي ځواکونو د ملاتړ او تجهیز ډاډ، په سیاسي، اقتصادي او بشري برخو کې د امریکا مرستې او تل‌پاتې همکاري هغه څه دي چې حکومتي مسوولان یې د دې سفر د لاسته راوړنو په توګه یادوي.

د حکومت د رسنیو او اطلاعاتو د مرکز مشر دواخان مینه‌پال ازادي راډیو ته وویل، امریکا د سولې پروسې کې د افغانستان د ملاتړ سربېره، افغان ځواکونو سره د ۳،۳ میلیارډ ډالر مرسته کوي.

د حکومت د رسنیو او اطلاعاتو د مرکز مشر دواخان مینه‌پال
د حکومت د رسنیو او اطلاعاتو د مرکز مشر دواخان مینه‌پال

دی وايي: "افغانستان د سولې په پروسه کې د افغان حکومت او خلکو تر شاه ولاړه ده. له امنیتي او دفاعي قواوو سره همکارۍ به دوام ولري. امریکا چمتو ده چې له افغانستان سره ۳،۳ میلیارډه ډالر مرسته وکړي او دې برخه کې د سپینې ماڼۍ او کانګرس ژمنه مهمه ده. اقتصادي برخه کې د امریکا همکارۍ اوږدمهاله دي."

جمهور رییس غني هم خپل امریکايي سيال سره تر کتنې وروسته، خبریالانو ته خپل سفر بریالی وباله: "اصلي خبره ساده ده، ایا امریکا افغانستان پرېږدي او یا که د یوه نوي فصل پر بنسټ، افغانستان سره دوست، ملاتړې او هم پیمانه اوسي. د دې پوښتنې ځواب په قطعي ډول مثبت دی. زه باور لرم چې دا سفر یو بریالی سفر و."

جمهور رییس غني خبریالانو ته خپل سفر بریالی وباله
جمهور رییس غني خبریالانو ته خپل سفر بریالی وباله

د امریکا جمهور رییس جوبایډن هم له خپل افغان سیال سره تر کتنې وروسته وویل، امریکايي پوځیان به وځي، خو له افغانستان سره به د دوی مالي، سیاسي او پوځي ملاتړ تل‌پاتې وي.

جمهور رییس بایډن دا هم وویل چې افغانان به خپل برخلیک خپله ټاکي، خو امریکا به یې ترڅنګ ولاړه وي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا هم له افغان ځواکونو سره د امریکا د هر ډول مرستو هرکلی کوي.

د دې شورا ویاند رحمت‌الله اندړ ازادي راډیو ته وویل، د مرستو دوام له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان د ښو اړیکو ښکارندوی دی.

خو شنونکي بیا د دې سفر په اړه یوه خوله نه دي، ځینې یې له لاسته راوړنو ډک او ځینې بیا د تېرو ژمنو تکرار بولي.

شنونکی عبدالباري عارض ولسمشر غني سره د امریکا ژمنې د تېرو هغو تکرار بولي
شنونکی عبدالباري عارض ولسمشر غني سره د امریکا ژمنې د تېرو هغو تکرار بولي

د ولسي جرګې د امنیتي او دفاعي کمېسیون غړې مرسل نبي‌زاده وايي، دې سفر کې د امریکا هغه ډاډ ترلاسه شوی چې وړاندې مبهم و: "دوی نه یوازې د سږکال او بل کال لپاره د ۳،۳ میلیارډ ډالرو ژمنه کړې، بلکې د هوايي ځواکونو د تجهیز لپاره هغه قراردادیان چې دلته پاتېږي، دا ځواکونه به لا پیاوړي کوي. دغه شان جمهور رییس بایډن ویلي، افغانستان سپینه ماڼۍ کې یو ښه ملګری او دوست لري."

خو شنونکی عبدالباري عارض دا ژمنې د تېرو هغو تکرار بولي: "هغه څه چې افغان ولس یې په تمه و چې د اوسني بد وضعیت څخه د وتلو یا د جګړې د درېدو او د سولې د پرمختګ لپاره کوم مطلب واورېدل شي، هغه و نه شو. دا ژمنې چې د افغان ځواکونو ملاتړ کوي، تکراري دي."

جمهور رییس غني د پنج‌شنبې په ورځ د امریکا پلازمېنې واشنګټن ډي‌سي ته ورسېد او هلته یې له خپل ټیم سره یوځای د امریکا جمهور رییس ترڅنګ، د کانګرس له مهمو غړیو، د دفاع وزیر، د استخباراتو د مرکزې ادارې مشر، د ملي امنیت سلاکار او له هغو امریکایانو سره وکتل چې په افغانستان کې یې پوځي خدمت کړی.

د امریکا ولسمشر جوبایډن له خپل افغان سیال اشرف غني سره په کتنه کې له افغانستان سره د دوامدار مشارکت ژمنه وکړه او ویې ویل، امریکا به د خپلو سرتېرو له اېستلو سره-سره له افغانستان سره همکارۍ ته دوام ورکوي.

ښاغلی بایډن پرون د افغان ولسمشر او د ملي مصالحې د عالي شورا د رییس عبدالله عبدالله په ګډون د افغان حکومت د جګپوړو مشرانو کوربه و.

بایډن د خبرو له پیل مخکې له افغانستان سره د مرستو د دوام ډاډ ورکړ:"د افغانستان او د امریکا د متحدو ایالاتونو ترمنځ مشارکت پای ته نه رسېږي. بلکې دوام به وکړي. زموږ سرتېري له افغانستانه وځي خو زموږ ملاتړ پای ته نه رسېږي. موږ له افغان ځواکونو سره او همدا راز په اقتصادي او سیاسي برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکوو."

بایډن د خبرو له پیل مخکې له افغانستان سره د مرستو د دوام ډاډ ورکړ
بایډن د خبرو له پیل مخکې له افغانستان سره د مرستو د دوام ډاډ ورکړ

ښاغلي غني په خپلو خبرو کې یادونه وکړه چې افغان ملي دفاعي ځواکونو پرون جمعه، د هېواد په جنوب او شمال کې شپږ ولسوالۍ بېرته نیولې دي.

د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې د افغانستان او امریکا د ولسمشرانو له لیدنې څو ساعته مخکې د امریکا پوځ د افغانستان په شمال کې د طالبانو پر سنګرونو دوه هوايي حملې وکړې.

د پنټاګون یوه چارواکي فاکس نیوز چینل ته وویل چې دا حملې په بغلان ولایت کې د بې پیلوټه الوتکو په وسیله شوې دي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې جېن ساکي هم پرون په خپله اوونیزه خبري غونډه کې له افغان ځواکونو سره د امریکا د پوځ د ملاتړ یادونه وکړه.

د سپینې ماڼۍ ویانده جېن ساکي
د سپینې ماڼۍ ویانده جېن ساکي

له مېرمن ساکي څخه پوښتنه وشوه چې که طالبان د زور له لارې د واک د نیولو هڅه وکړي، نو د متحدوایالاتونو اقدام به څه وي، دې په ځواب کې وویل، د امریکا پوځ د داسې یوه حالت د مخنیوي لپاره کافي امکانات لري: "زه نه غواړم له وخته مخکې څه ووایم یا وړاندوینه وکړم خو موږ له بهره د امکاناتو په ګډون د ظرفیتونو یوه مجموعه لرو چې په وخت سره به کار ترې واخېستل شي. ولسمشر بایډن دا یادونه د خپل اعلان په پیل کې کړې وه."

له افغان مشرانو سره د بایډن له غونډې وروسته ولسمشر اشرف غني په یوه خبري کنفرانس کې خبرې وکړې او د هغو مرستو یادونه یې وکړه چې ولسمشر بایډن او د دفاع وزیر لویډ اسټن یې ژمنه ورسره کړې ده.

ښاغلي غني وویل چې ولسمشر بایډن له افغانستان سره د ۳،۳ میلیارد ډالرو مرستې وړاندیز کانګرس ته استولی دی او زیاته یې کړه چې د کانګرس غړو هم ده ته د دې مرستو د تصویب ډاډ ورکړی.

ولسمشر غني د افغان ځواکونو د تجهیز او تمویل په برخه کې د پنټاګون د مشر ژمنې هم یادې کړې او واشنګټن ته یې خپل سفر بریالی وباله.

ولسمشر محمد اشرف غني په واشنګټن کې د یوه خبري غونډې پر مهال
ولسمشر محمد اشرف غني په واشنګټن کې د یوه خبري غونډې پر مهال

ښاغلي غني زیاته کړه: "اصلي خبره ساده ده. ایا امریکا افغانستان خوشې کوي او که د یو نوي فصل په برخه کې دوست، ملاتړ او هم پیمانه اوسي؟ د دې پوښتنې ځواب په قطعي ډول مثبت دی او زه باور لرم چې دا سفر یو بریالی سفر و."

له بایډن سره تر کتنې مخکې افغان مشرانو د دفاع له وزیر لوېډ اسټن او له هغه مخکې د استازو جرګې له مشرې نانسي پلوسي او همدا راز د جرګې له جمهوریپالو غړو سره وکتل.

ښاغلي غني د امریکا په سنا کې د اقلیت له مشر مېچ مککونل سره هم وکتل.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او ځینو نورو لوړو پوړېو افغان چارواکو نن جمعه (د چنګاښ په ۴مه ) په پنټاګون کې د امریکا د دفاع له وزیر لوېډ استن سره ولیدل.

ښاغلي اسټن وویل چې هېواد یې له افغانستان سره پایداره مشارکت او په خاص ډول قوي دفاعي اړیکو ته ژمن دی.

نوموړي همدغه راز وویل، امریکا د افغان ځواکونو سره مهمو امنیتي ‌او دفاعي مرستو ته ژمنه ده.

په دغه لیدنه کې ښاغلي غني په خپلو خبرو کې د دواړو هېوادونو اړیکو ته په کتو د انتقال نوی دور مهم وباله.

نوموړي وویل چې دواړو هېوادونو منلې چې اړیکې یې یو نوي فصل ته داخلېږي او هغه وړاندوینې چې ګنې امریکا به افغانستان یوازې پرېږدي، سمې نه دي.

ولسمشر غني وویل چې افغانستان به د اړیکو په نوي فصل کې د بهرنیو په همکارۍ او ملاتړ تکیه وي.

د افغانستان ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله وویل، د انتقال بهیر باید په داسې شکل ترسره شي چې د دواړو هېوادونو ګډې ګټې خوندي وي.

هغه وویل، د سولې او ثبات دښمنان چې د هغه په خبره ترهګرې ډلې دي، د انتقال له دغه بهیر څخه ګټه وانه خلي: "هغوی چې زموږ په مقابل کې جنګېږي، فکر کوي چې یو فرصت ورته برابر شوی چې ګټه ترې واخلي. خو ډاډه یو چې د افغانستان د خلکو په ارادې، په جمهوریت کې په اتحاد او رهبریت، زموږ د اصلي شریک په توګه د امریکا او نورو ملګرو په دوامدارو ژمنو سره دا بهیر به په یو ګډ بري بدل شي."

له ښاغلي غني څخه وپوښتل شول چې د استخباراتي معلوماتو پر اساس ښايي شپږو میاشتو کې د افغانستان حکومت نسکور شي؟ هغه وویل، دا ډول ډېرې وړاندوینې شته چې غلطې ثابتې شوي دي.

ولسمشر محمد اشرف غني امریکا ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د استازو د خونې له مشرې نانسي پلوسي او د ملي امنیت د شورا له مشاور سره ولیدل.

د کانګرس په ودانۍ کې ولسمشر غني او د استازو د خونې مشرې پلوسي د جمعې په ورځ (د چنګاښ څلورمه) تر ملاقات مخکې په لنډ ډول خبرې وکړې.

مېرمن پلوسي امریکا ته د ښاغلي غني سفر د کابل او واشنګټن لپاره مهم وباله او زیاته یې کړه چې د دواړو هېوادونو اړیکې ژورې دي.

نوموړې همدغه راز وویل چې په افغانستان کې د نورو پرمختګونو تر څنګ د ښځو او نجونو پرمختګ د پام وړ دی او په امریکا کې د افغان ښځو او نجونو پر راتلونکي باور موجود دی.

ښاغلي غني هم په لنډ ډول په خپلو خبرو کې د امریکا د دوامداره مرستو غوښتنه وکړه.

نوموړي د طالبانو بریدونه «ظالمانه» وبلل. هغه همدغه را ز د افغان ښځو او نجونو سره د مرستو په برخه کې د نانسي پلوسي څخه مننه وکړه.

ښاغلي غني وویل ، افغانستان کې د انتقال بهیر پیل شوی او هغه به پرې له امریکایي چارواکو سره په جزئیاتو وغږیږي.

د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله وايي ، افغان پلاوي په کانګرس کې د امریکا د دوو سیاسي ګوندونو له استازو سره وکتل.

د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله
د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله

ښاغلی عبدالله وايي، افغان پلاوي د افغانستان د سولې، امنیت، ثبات، بشري حقونو او پراختیا په برخو کې د امریکا هغو د دوامداره مرستو هرکلی وکړ.

نوموړي‌ همدغه راز ویلي چې د امریکا د ملي امنیت د مشاور جېک سولیوان په ملاقات کې د امریکا په دوامداره مرستو، د ثبات لپاره د افغانانو پر یووالي او نورو کلیدي مسایلو خبرې شوې.

ښاغلي عبدالله وویل چې د سولې په خبرو او بشري مرستو په برخه کې ورته ډاډ ورکړل شو.

بلېنکن وايي: د طالبانو اقدامات د سولې د هڅو خلاف دي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتونتي بلېنکن وايي، واشنګټن په افغانستان کې روان وضعیت له نږدې څاري.

هغه نن جمعه په پاریس کې له خپل فرانسوي سیال سره یوه ګډ کنفرانس ته وویل، د ډیپلوماسۍ له لارې د افغانستان د روانې جګړې د ختمېدو لپاره د طالبانو هڅې د سولې د هڅو خلاف دي.

په وروستیو کې په افغانستان کې شخړې زیاتې شوي او ځینې ولسوالۍ لاس په لاس شوي دي:

"د طالبانو اقدامات د سولې د هڅو خلاف دي"
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:38 0:00

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG