د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۶

هشت صبح: افغانان د ځواکونو ترڅنګ ځکه دریدلي چې وښیې ارزښتونو ته ژمن دي


کابل چاپ ورځپاڼې
کابل چاپ ورځپاڼې
  • هېواد

هېواد ورځپاڼې د جمهوري رياست د دوهم مرستيال سرور دانش هغو څرګندونو ته اشاره کړې چې ویلي یې دي چې د طالبانو پرضد او له جمهوريته د دفاع لپاره 'پراخ ملي مقاومت' د رامنځته کېدو په حال کې دی.

وړاندې راغلي،په اصل کې د هېواد ساتنه او دفاع د افغان ځواکونو دنده ده، خو که اړتيا وي، ولس هم پر دې مکلف دی او په وینا یې دا ولسي خوځښتونه هغه مهال رامنځته کېدای شي چې ملي ګټې په خطر کې وي او يا هم هېواد له سخت حالت سره مخ وي.

د ورځپاڼې د لېکوال له انده دا چې طالبانو د ولس پر ضد ګام پورته کړی او له ترهګرۍ او په ځانګړي توګه يې د پاکستان له امر سره سم د پاکستاني ملېشو تر قوماندې لاندې ملت، عامه تاسيسات او هېواد له خطر سره مخ کړي، يا يې د سولې لاره بدله کړې، نو ولس يې هم پر ضد را پورته شوی دی.

خو لېکوال ټینګار کوي چې افغان حکومت بايد دا ولسي ملاتړ سم مديريت کړي او پرې نه ږدي چې دا ولسي ملاتړ نه د سمتي، نه د ژبني او نه هم د ډله ييزو غوښتنو ښکار شي، بلکې داسې مديريت کړای شي چې د ملي يووالي سټه نوره هم پخه او د ملي اجماع د ټينګښت لپاره غوره پيلامه وګرځول شي.

ورځپاڼې پر ملي دفاع وزارت ټینګار کړی چې لومړی خپل ځواکونه اکمال کړي، ځکه هغوی ته اکمالات او خواړه نه رسېږي او سمه رهبري يې نه کېږي، نو ولسوالۍ او پوستې يوه په بلې پسې سقوط کوي.

  • مسیر

مسیر ورځپاڼې پوښتلې چې د ۳۵۰ زره ځواکونو پرځای ولې پر ملېشو تمرکز کېږي؟

ورځپاڼې لیکلي چې د افغانستان له ګڼو شمالي ولایتونو څخه رپوټونه دا دي چې حکومت پر پخوانیو قوماندانانو وسلې وېشلي او هغوی له طالبانو سره د جګړو لپاره وسله وال برابر کړي چې په دې کې د ولسي جرګې ځینې غړي، سیمه‌ییز سیاستوال، د جمعیت، وحدت او جنبش ګوندونو غړي شامل دي.

د لېکوال په اند پر ملېشو تمرکز له خلکو سره نوې اندېښنې پیدا کړي او دا چاره به پر رسمي او ملي امنیتي ځواکونو د خلکو باور کم کړي، ځکه په وینا یې د ملېشو جوړول دا معنی لري چې ملي ځواکونه د طالبانو پر وړاندې د درېدو توان نه لري.

له بله اړخه د لیوال اندېښنه دا ده چې دا ملېشې تر ډېره د پخوانیو جنګي تنظیمونو څخه دي چې له وړاندې په جنګي جرمونو او ناقانونه کړنې تورنې دي چې په وینا یې د ملېشو جوړول، یوه ناکاره او ناوړه تجربه ده چې بدې پایلې یې لرلې دي.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې هم د طالبانو پر وړاندې د خلکو خوځښت ته اشاره کړې لیکلي یې چې دغه خوځښتونه د حکومت له تبلیغاتو وړاندې دا معنی ورکوي چې خلک په خپلو سیمو کې د طالبانو شتون نه غواړي.

د لېکوال په وینا د افغانستان خلک د امنیتي ځواکونو ترڅنګ ځکه دریدلي چې وښیې سیسټم او ارزښتونو ته ژمن دي.

خو لیکوال ټینګار کوي په داسې وخت کې چې افغانستان د یوې بشپړې جګړې په درشل کې دی، د حکومت تبلیغاتي دستګا باید د خلکو د باور ترلاسه کولو لپاره ټولې هڅې وکړي.

د لیکوال له انده د طالبانو پر وړاندې روانې جګړې اوپاڅونونه دا په ګوته کوي چې د دې ډلې لپاره ناممکنه ده چې نظام وګټي.

XS
SM
MD
LG