د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۱

لاس انجلس ټایمز: د افغان هوایي ځواکونو ستونزې څه دي؟


ارشیف، افغان هوايي ځواک
ارشیف، افغان هوايي ځواک
  • لاس انجلس ټایمز

لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې له افغانستانه د امریکايي او ناټو ځواکونو له وتلو وروسته د افغان هوايي ځواک د ستونزو په اړه لیکنه خپره کړې ده.

دې ورځپاڼې د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د افغان هوايي ځواک خوځښتونو ته اشاره کړې او لیکلي یې دي چې د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته به په کندهار کې چې د طالبانو تاریخي مرکز دی، ګواښونه زیات شي.

ورځپاڼې په دې ولسوالۍ کې د امریکا د یوې قراردادي څرخکې د یوې ورځې فعالیت انځور کړی او لیکلي یې دي چې دا هليکوپټر د اکمالاتو مسوولیت لري.

لاس انجلس ټایمز د طالبانو له لوري د جګړې د تشدد یادونه کړې او لیکي چې د جګړې له پراخېدو سره د الوتکو الوتنې هم ډېرېږي او اوس یوازې له کندهاره د ورځې له ۵۰ تر ۷۰ هوايي ماموریتونه ترسره کېږي.

  • سبا ورځپاڼه

د ترکیې سبا ورځپاڼې په وروستۍ ګڼه کې د افغانستان پرسر د ترکیې او پاکستان د همکاریو په اړه لیکنه خپره کړې ده.

د دې لیکنې تردې سرلیک لاندې چې 'ترکیه، پاکستان د افغانستان پرسر د همکاریو پر تفصیل خبرې وکړې' د پاکستان له بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره د سبا ورځپاڼې د خبریالې عکس خپور شوی دی.

د دې ورځپاڼې پر اساس، قریشي د جمعې په ورځ ورته وویل چې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته به په افغانستان کې د ترکیې او پاکستان د همکاریو پر اغېزمنتوب خبرې وشي.

قریشي سبا ورځپاڼې ته دا هم ویلي چې نن یکشنبه به د ترکیې له بهرنیو چارو وزیر چاووش اوغلو سره وویني.

ترکیه نن سبا د افغانستان په تړاو نسبت هر و خت ته زیاته فعاله ده. دې هېواد په اپریل کې د افغانستان د سولې د کنفرانس د کوربه توب لپاره د امریکا د ولسمشر وړاندیز ومانه، خو طالبان حاضر نه شول چې په غونډه کې ګډون وکړې.

په وروستیو کې ترکیې وړاندیز وکړ چې که مالي مرسته ورسره وشي، نو چمتو ده چې د کابل د نړیوال هوايي ډګر امنیت وساتي.

د دې هېواد مطبوعات هم په وروستیو ورځو کې د افغانستان په اړه ډېرې لیکنې خپروي.

XS
SM
MD
LG