د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۶

اطلاعات روز: طالبان له ورانولو هاخوا بله برنامه نه لري


ارشیف، کابل چاپ یو شمېر ورځپاڼې
ارشیف، کابل چاپ یو شمېر ورځپاڼې
  • اطلاعات روز

اطلاعات روز ورځپاڼې لیکلي، طالبان له ورانولو هاخوا بله برنامه نه لري. دې ورځپاڼې هغه ویډيوګانو ته اشاره کړې چې طالبانو ته منسوبې دي او له څو ورځو راهیسې پر ټولنیزو رسنیو خپریږي او په کې لیدل کېږي چې ځینې ودانۍ په بمونو له منځه وړل کېږي.

ورځپاڼې ادعا کړې چې د ولسوالیو له نیولو وروسته د وسله والو طالبانو لومړی کار د بنسټیزو پروژو له منځه وړل دي.

د لیکنې په یوه برخه کې راغلي چې طالبانو یوه اوونۍ وړاندې د فراه د اناردرې ولسوالۍ ودانۍ له نیولو وروسته په بمونو له منځه یوړه، دا شان يې په ځینو نورو سیمو کې هم ورته عملونه ترسره کړي دي.

ورځپاڼې د یو شمېر راپورونو پر بنسټ دا دعوه هم کړې چې طالبان په هرات کې د سلما بند د له منځه وړولو په هڅه کې دي.

وړاندې راغلي دي چې د طالبانو له لوري د ورانولو دا کیسه ښايي په وروستیو څو ورځو کې خلاصه نه شي بلکې یادې ډلې له دې وړاندې هم پلونه، پلچکونه، ښوونځي، د برښنا او مخابراتو ستنې او عامه تاسیسات په نښه کړي او افغانستان ته يې یو میلیارد ډالره مالي زیان اړولی دی.

د لیکوال په وینا یاده وسله واله ډله نه یوازې عامه تاسیسات په نښه کوي بلکې په تېرو شلو کلونو کې يې تر خپل واک لاندې سیمو کې د ملي پروژو عملي کېدو ته هم اجازه نه ده ورکړې.

لیکوال لیکلي، په وروستیو کې خلکو فکر کاوه چې ښايي یاده ډله بدله شوې وي، خو د عامه تاسیساتو د ورانولو وروستیو کیسو ته په کتو د خلکو دا فکر هم غلت ثابت شو.

خو په دې لیکنه کې د طالبانو هغه دریځ ته هېڅ اشاره نه ده شوې چې ویلي یې دي چې دوی د عامه تاسیساتو په له منځه وړولو او ورانولو کې هېڅ ډول لاس نه لري.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې هم همدې مسالې ته اشاره کړې او ټینګار يې کړی چې د افغانستان وضعيت بايد په جدي توګه کنټرول کړل شي.

وړاندې راغلي چې د طالبانو په جګړه کې نه یوازې ملي تاسيسات له منځه وړل کېږي، بلکې د ولس عامه شتمني هم لوټل کېږي.

د ورځپاڼې په وینا چې د ملګرو ملتونو لوړپوړو چارواکو هم په افغانستان کې دا تاوتريخوالی د جدي اندېښنې وړ بللی او خبرداری يې ورکړی چې که د سولې خبرې يوې پايلې ته و نه رسېږي، نو احتمال شته چې دغه هېواد کې بشري ناورين رامنځ ته شي.

لیکوال د ملګرو ملتونو د راپور پر بنسټ لیکلي چې همدا اوس شااوخوا دوه اعشاريه پينځه ميليونه افغانان په نورو هېوادونو کې کډوال دي او تر څنګ يې شااوخوا ۴،۵ ميليونه افغانانو بیا د جنګ جګړو له امله له خپلو سیمو بې ځایه شوي دي.

لېکوال ټینګار کړی چې ترهګري اوس ټولو ته معلومه ده چې د چا له خوا يې ملاتړ کېږي او د څه لپاره؟ او په وینا یې که دا ترهګري په خپلو ځالو کې وځپل شي او په افغانستان کې د جګړې د دوام لپاره د دغو دښمنو لوريو لاسونه لنډ کړل شي، سوله خپله راځي او بحران له منځه ځي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان ورځپاڼې د طالبانو له لوري د جګړې تېزېدو ته په اشارې ادعا کړې چې یاده ډله په دې کار سره نه غواړي چې بهرني ځواکونه له افغانستانه بهر شي.

لیکوال لیکلي، که طالبان اوس وخت کې د جګړې پرځای د سولې خبرو ته لومړیتوب ورکړي او جګړه پای ته ورسوي، نو بهرنیو ځواکونو ته به په دې هېواد کې د پاتېدو هېڅ پلمه پاتې نه شي.

ورځپاڼې د امریکا د دفاع د وزیر هغه څرګندونې هم راخیستي چې ویلي یې دي، ښايي په راتلونکو دوه کلونو کې یو وار بیا القاعده ډله په دې هېواد حمله وکړي، لیکوال همدې ګواښ ته په کتو لیکلي چې طالبان غواړي یو وار بیا د افغانستان وضعیت خراب کړي او دې هېواد ته د القاعده ډلې د راتګ زمینه برابره او د نړۍ امنیت وګواښي.

لیکوال لیکلي، دا امکان هم نه شي ردېدای چې امریکا د طالبانو وروستۍ تاوتریخوالي ته په کتو له افغانستانه د وتلو پرېکړه بېرته واخلي چې په دې صورت کې هم باید یاده ډله ګرمه وبلل شي.

XS
SM
MD
LG