افغانستان
امرالله صالح: د زابل له شینکۍ ولسوالۍ د ملي اردو ایستل یو اطلاعاتي راز دی
د افغان ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وایي، د زابل له شینکۍ ولسوالۍ څخه د ملي اردو د ځواکونو ایستل یو اطلاعاتي راز دی.
ښاغلي صالح پرون مازدیګر پر خپله فېسبوک پاڼه ولیکل، په داسې شېبو کې اړتیا نهشته چې د بیان ازادي په نوم دې عملیاتي محرمیتونه خپاره شي.
ده ویلي، څه چې تر اوسه د زابل په اړه ویل او لیکل شوي، غلط دي.
له دې وړاندې د زابل د ولایتي شورا مشر عطا جان حقبیان ازادي راډیو ته ویلي چې په شینکۍ ولسوالۍ کې د ملي اردو یوازنی کنډک طالبانو ته سپارل شوی او ولسوالۍ په بشپړ ډول د طالبانو لاس ته ورغلې.
حقبیان دا کار د ولسوالۍ سیاسي سقوط بللی، نهپوځي.
د ۲۰۵ اتل قل اردو د ارکان رئیس عبدالمتین حسینخېل بیا ویلي، ځواکونو یې له شینکۍ ولسوالۍ تاکتیکي شاتګ کړی دی.
طالبان بیا وایي، شینکۍ کې د یوې لویې قرارګاه له نیولو وروسته ولسوالۍ په بشپړ ډول د دوی لاس ته ورغلې ده.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
فایق: افغان ملکي وګړي باید د پاکستان او طالبانو د شخړې بیه پرې نهکړي
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق، وايي افغان ملکي وګړي باید د پاکستان او طالبانو ترمنځ د تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي) پر سر د شخړې بیه پرې نهکړي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر تأیید کړه چې پر کونړ او هلمند د پاکستان د پنجشنبې په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۱۰ ملکي وګړي چې ډېری یې ماشومان وو، وژل شوي دي.
ښاغلي فایق د پنجشنبې په ورځ د پاکستان دغه هوايي بریدونه وغندل او له کرښې پورې غاړه د بریدونو د سمدستي درولو، د ملکي وګړو د خوندیتوب او د نړیوالو قوانینو د بشپړ رعایت غوښتنهیې وکړه.
فایق هغه څه هم وغندل چې د طالبانو لهخوا یې د تحریک طالبان پاکستان په ګډون د «ترهګرو ډلو» ملاتړ وباله او خبرداری یې ورکړ چې دا ډول تګلارې افغانستان او سیمه له خطر سره مخامخوي، خو طالبانو تل دا ډول تورونه رد کړي دي.
تر دې مخکې د طالبانو حکومت ویلي و چې د پاکستان په هوايي بریدونو کې په هلمند او کونړ کې نهه کسان وژل شوي دي، خو اسلاماباد ویلي چې په دغو بریدونو کې چې د پاکستاني چارواکو په وینا د «ترهګرو» پټنځایونه په نښه شوي، ۲۲ تنه وژل شوي دي.
دا پېښه په داسې حال کې شوې چې له درېیو میاشتو نسبي ارامۍ وروسته د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ نښتې یو ځل بیا زیاتې شوې دي.
یوناما: له ایران او پاکستانه راستنېدونکو افغانانو ته د مرستو بهیر څارو
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) سرپرستې جورجیت ګانیون، په هرات کې د اسلام کلا له پولې لیدنه کړې او له افغان راستنېدونکو سره د ملګرو ملتونو پر مرستو یې ټینګار کړی دی.
یوناما د پنجشنبې په ورځ «د تلې په نهمه» په خپله فېسبوک پاڼه د دې لیدنې وېډیو خپره کړې ده.
دغه سازمان وايي، د دې سفر هدف له ایران او پاکستانه راستنېدونکو افغانانو ته د مرستو د رسولو د بهیر ارزول و.
په اعلامیه کې ویل شوي چې ملګرو ملتونو سږ کال له ایران او پاکستانه د شاوخوا ۲.۷ میلیونه راستنېدونکو افغانانو د ملاتړ لپاره د ۵۲۹ میلیونه ډالرو په ارزښت یو پروګرام پیل کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې تر دې مخکې ویلي و چې په تېرو درېیو کلونو کې شاوخوا شپږ میلیونه افغانان له ایران او پاکستانه خپل هېواد ته ستانه شوي او دغه بهیر یې بېساری بللی و.
راشد خان او ابراهیم ځدراڼ لا هم ټېسټ لوبو کې ګډون نهشي کولای
د افغانستان کرکټ بورډ وايي، د ملي لوبډلې ستوری راشد خان به د روغتیايي توصیو له کبله په ټېسټ لوبو کې ونهلوبېږي.
د افغانستان کرکټ بورډ د پنجشنبې په ورځ «د تلې په نهمه» اعلان وکړ چې "راشد خان او ابراهیم ځدراڼ به د روغتیايي ارزونو پر بنسټ له ټېسټ لوبو څخه په استراحت کې وي".
ټاکل شوې افغانستان د اکټوبر له ۹مې تر ۱۳مې په ابوظبي کې له بنګلهدېش سره یوه ټېسټ لوبه ترسره کړي.
افغانستان به له دې وروسته د بنګلهدېش او زېمبابوې په ګډون په درېاړخیزو یو ورځنیو سیالیو کې ولوبېږي او بیا به له زېمبابوې سره درې شلاوریزې او دوه ټېسټ لوبې ترسره کړي.
رحمت شاه به د افغانستان د ټېسټ او یو ورځنیو لوبو لوبډلمشري پر غاړه ولري.
د افغانستان او زېمبابوې ټولې پنځه لوبې به د شارجه په لوبغالي کې ترسره شي.
ګانیون: له ایران او پاکستانه ستنېدونکي دوامداره ملاتړ ته اړتیا لري
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) وایي له ایران او پاکستانه ستنېدونکي کسان دوامداره ملاتړ ته اړتیا لري.
د یوناما سرپرستې جورجېت ګانیون اسلام کلا ته د سفر پر مهال دغه څرګندونې کړي.
له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو ایستل او ستنېدل ګړندي شوي او د کډوالو اړوندو ادارو ویلي چې د همدې کال ترپایه به افغانستان ته د ستنو شویو شمېر ۸ میلیونو ته ورسیږي.
تر دې وړاندې خپله یوشمېر ستنو شویو کورنیو هم ازادي راډیو ته ویلي و چې د دوامداره لاسنیوي لپاره یې کوم سیستم نشته او دوی په بیا میشتیدو کې له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي.
یوناما د پنجشنبې ورځ په هوايي برید کې د لږ تر لږه لسو ملکیانو وژنه تایید کړې
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یوناما د پنجشنبې په ورځ په خپله ایکس پاڼه په یوه اعلامیه کې تایید کړه چې په کونړ او هلمند ولایتونو باندې په هوايي بریدونو سره لږ تر لږه ۱۰ ملکیان چې اکثر یې ماشومان وو وژل شوي او نهه تنه نور ټپیان دي.
یوناما په دې اعلامیه کې ویلي چې ملکیان لا هم د سرحدي نښتو په نتیجه کې اغېزمنیږي.
ملګرو ملتونو د کړکېچ په کمېدو، د ملکیانو د لا زیاتې مرګژوبلې د مخنیوي، خبرو او نړیوالو حقوقو ته په درناوي ټینګار کړی دی.
تر دې مخکې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد ادعا کړې چې پاکستاني الوتکو د کونړ شلتن ولسوالۍ چوګام او د هلمند ګرمسیر ولسوالۍ په صفار سیمو کې بمبار کړی چې لږ تر لږه ۹ ملکیان یې وژلي او ۱۱ نور یې ټپیان کړي دي.
د پاکستان د اطلاعاتو وزارت بیا دغه بریدونه تأیید کړي او ادعا یې کړې چې "د دغه هېواد ځواکونو د «غضب للحق» عملیاتو په دوام، په افغانستان کې د وسلهوالو ډلو پر پټنځایونو هوايي بریدونه کړي او په دغو بریدونو کې ۲۲ وسلهوال وژل شوي دي".
شبانه بسیج راسخ د ټایم مجلې په ۱۰۰ نویو اغېزناکو څېرو کې شامله شوه
د افغان نجونو د تعلیم د حقونو فعاله شبانه بسیج راسخ د ټایم مجلې د ۱۰۰ نویو اغېزناکو څېرو په ډله کې راغلې ده.
ټایم مجلې پرون په خپله ویب پاڼه کې لیکلي چې شبانې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو په بیا واکمنېدو د «افغانستان د رهبرۍ ښوونځي» ټول شاګردان روانډا ته انتقال کړل.
د مجلې په لیکنه د شبانې بسیج راسخ په نوښت دا یواځینی ښوونځی دی چې افغان نجونو ته د خپلې انلاین اکاډمۍ تر څنګ څه باندې ۴۳زرو زده کوونکو ته د تعلیم زمینه برابره کړې او د افغانستان د راتلونکې لپاره ښوونکې، ډاکترانې او مشرانې روزي.
هغې ته د درې لکو ډالرو په ارزښت د ایلیوېټ معتبره جایزه هم د بودیجې په شکل ورکړل شوې ده.
ولسمشر ټرمپ وايي له عراق څخه وتل داسې نه و لکه افغانستان چې د امریکا مهمات شاته پرېښودل شول او عسکر هم ووژل شول
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې له افغانستانه د راوتلو برخلاف امریکایي ځواکونه په منظمه توګه له عراق څخه ووتل.
سپینې ماڼۍ تېره شپه د ولسمشر ټرمپ بیان خپور کړی دی.
ولسمشر ټرمپ یاده کړې چې له عراق څخه راوتل داسې نه و لکه افغانستان چې ګڼ پوځي تجهیزات او وسایل شاته پرېښودل شول او ۱۳ امریکایي سرتیري هم ووژل شول.
امریکا په افغانستان کې خپل شل کلن پوځي حضور د ۲۰۲۱ کال په اګست کې پای ته ورساوه خو ولسمشر ټرمپ له هغه ځایه د راوتلو په بڼې او رامنځته شویو ګډوډیو باندې له اول سره نیوکې کړي دي.
هغه بیا په خپل تازه بیان کې له عراقه د امریکایي ځواکونو وتل بریالي او منظم بللي چې ورسره د ده په خبره په سیمه کې د امریکایي ځواکونو د څه باندې دوو لسیزو حضور پای ته ورسېد.
امریکا په ۲۰۰۳ کال کې د پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش په دوره کې په عراق باندې پوځي عملیات پیل کړل.
دا عملیات د دوو نورو پخوانیو ولسمشرانو بارک اوباما او جوبایډن په دوره کې هم تمدید او باالاخره په ۲۰۲۶ کال کې د ولسمشر ټرمپ له خوا په رسمي توګه پای ته ورسېدل.
د سند محکمې جناح پوهنتون ته د افغان محصلینو د بېرته منلو امر وکړ
د پاکستان د سند ایالت عالي محکمې د جناح د طبي علومو پوهنتون ته امر کړی چې د پوهنتون ټولګیو او لیلیې ته د افغان محصلینو بېرته ستنېدلو لپاره زمینه برابره کړي.
پاکستاني رسنیو د چهارشنبې په ورځ «د میزان په ۸مه» د افغان محصلینو د مدافع وکیل په حواله راپور ورکړ چې دا حکم د ۳۲ افغان محصلینو په اړه شوی دی.
دغو محصلینو د پاکستان د طبي شورا د پرېکړې پر وړاندې محکمې ته مراجعه کړې وه.
د پاکستان طبي شورا د «وږې په ۱۶مه» اعلان کړی و چې په دولتي او خصوصي طبي پوهنتونونو کې د افغان محصلینو نوملیکنه لغوه کوي او پرېکړهیې کړې چې هغوی سمدستي له پاکستانه وایستل شي.
شورا ویلي و چې دا پرېکړه د پاکستان د ملي پالېسۍ له مخې شوې چې پر حساسو مسلکي برخو، په ځانګړي ډول طبابت کې د افغانانو زدهکړې منع کوي.
تر دې مخکې په پاکستان کې شاوخوا ۸۰۰ افغان محصلین په طبي علومو کې په زدهکړو بوخت و.
تاجکستان افغانستان ته د صادرېدونکې برېښنا اندازه زیاتوي
د افغانستان «برښنا» شرکت وایي، تاجکستان موافقه کړې چې افغانستان ته د صادرېدونکې برېښنا اندازه زیاته کړي، خو د دې زیاتوالي دقیقه اندازه نهده اعلان شوې.
برښنا شرکت د چهارشنبې په ورځ «د میزان په ۸مه» پر اېکس ټولنیزې شبکې ویلي چې د دې شرکت پلاوي د تاجکستان د برېښنا شرکت له رئیس سره په لیدنه کې پر دې موضوع خبرې کړې دي.
د برښنا په وینا، د تاجکستان پلاوي په دې لیدنه کې د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا د لېږد لین د جوړولو پلان هم مطرح کړی دی.
افغانستان د خپلې اړتیا وړ برېښنا یوه لویه برخه له ګاونډیو هېوادونو واردوي او وخت ناوخت د صادروونکو هېوادونو د برېښنا په شبکو کې تخنیکي ستونزې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د برېښنا د پرې کېدو لامل کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د سنبلې په لومړیو کې د ترکمنستان وارداتي برېښنا په دغه هېواد کې له یوې تخنیکي ستونزې سره مخ شوه چې له املهیې د افغانستان په څو ولایتونو کې برېښنا پرې شوه او د دغو ولایتونو اوسېدونکي د برېښنا له اوږد پرېکون سره مخ شول.
په اسلام کلا کې اورلګېدنه؛ د تېلو یو شمېر ټانکرونه سوځېدلي
د هرات ولایت د اسلامقلعه په سرحدي سیمه کې نن ماښام شاوخوا اووه بجې اورلګېدنه شوې ده.
په اسلام کلا کې د طالبانو حکومت د کمیسارۍ یو مسئول، عبدالغني ازادي راډیو ته وویل چې دغه اورلګېدنه د شپې تر ۱۰:۳۰ بجو پورې روانه وه او اوس مهار شوې ده.
د هغه په وینا، په دې پېښه کې د تېلو یو شمېر ټانکرونه سوځېدلي او ډېر مالي زیانونه اوښتي دي، خو تر اوسه د ځاني تلفاتو په اړه کوم راپور نهدی ورکړل شوی.
دغه طالب چارواکي زیاته کړه چې د اور د مهارولو لپاره ایران هم د اور وژنې موټرې او امبولانسونه د پېښې ځای ته استولي وو.
د اور لګېدنې لامل تر اوسه نهدی معلوم.