د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۸ سلواغه ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۱۰

هیل: امریکا باید له افغان ژباړونکو سره خپله ژمنه عملي کړي

یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
  • واشنګټن اګزمېنر

واشنګټن اګزمېنر له افغانستانه د ټولو امریکایي ځواکونو وتلو ته پام اړولی او لیکي دا د امریکا د ولسمشر جو بایډن د ادارې لومړنۍ بهرنۍ پالېسي وه چې د امریکا اروپایي متحدا‌ن‌یې په یوه څلورلاره کې درولي و.

د ورځپاڼې په لیکنه په افغانستان کې د ۲۰ کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره د بایډڼ پرېکړې د امریکا ډېر متحدان حیران کړل.

د امریکا ولسمشر د اپرېل په ۱۵مه اعلان وکړ چې ټول ۲،۵۰۰ امریکایي سرتېري به د روان کال د سپټمبر تر ۱۱مې پورې له افغانستانه ووځي.

د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالد ټرمپ ادارې د طالبانو له استازو سره موافقه کړې وه چې د روان کال د مې تر لومړۍ نېټې به ټول امریکایي ځواکونه له افغانستانه وباسي.

په کووانسي انستتیوت کې تحلیلګر ادام وینسټاین چې په ۲۰۱۲ کال د امریکایي ځواکونو په چوکاټ کې افغانستان ته هم تللی و، واشنګټڼ اګزمېنر ته ویلي چې د ده په باور د افغانستان په اړه له اروپایي متحدانو سره د بایډن ادارې چلند که ډېر ښه نه‌و، دومره بد هم نه‌و.

هغه وایي، اروپایان تشویق شوي و چې د افغانستان مأموریت له ښځو سره د مرستې، د بشري حقونو د ملاتړ، د بنسټیزو تأسیساتو د جوړولو او د افغانستان د وګړو د ژوند د ښه کېدو په هدف دوام مومي، خو هغه زیاتوي چې اوس د بهرنیو ځواکونو د وتلو خبر او د لاسته راوړنو د له لاسه تلو خطر ورته چندان هڅوونکی نه‌دی.

د امریکا د مرکزي قواوو قوماندانۍ ویلي چې له افغانستانه د ځواکونو د وتلو بهیر ګړندی مخ ته ځي او تر اوسه له نیمایي زیات ځواکونه له دې هېواده وتلي دي.

  • هیل

هیل ورځپاڼې لیکلي چې امریکا باید له افغان ژباړونکو سره خپله ژمنه عملي کړي.

د ورځپاڼې په لیکنه شاوخوا ۱۷ زره افغان ژباړونکو له خپلو کورنیو سره د مهاجرت د ځانګړي پروګرام «اېس‌ای‌وي» له لارې د امریکا د ویزې د اخیستو غوښتنې وړاندې کړې دي. د دوی ۱۰ زره‌یې تر اوسه ځواب ته منتظر دي.

هیل وړاندې لیکي، د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالد ټرمپ د ادارې په وروستیو درېیو میاشتو کې د امریکایي ځواکونو د له ۱،۶۰۰ څخه د زیاتو افغان ژباړونکو او نورو همکارانو غوښتنلیکونه رد شول.

د هیل په لیکنه په افغانستان کې وضعیت د ژباړونکو لپاره خطرناک دی، ځکه د امریکایي ځواکونو د وتلو بهیر له نیمایي زیات عملي شوی او طالبان هم قدرت ته د رسېدو لپاره هڅې کوي.

طالبانو په دې وروستیو کې ویلي چې له هغو افغانانو سره چې له نړیوالو ځواکونو سره‌یې همکاري کړې، کار نه‌لري که دوی پښېماني وښيي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې له هغو افغانانو سره به چې له امریکایي ځواکونو یا د دې هېواد له حکومتي ادارو سره‌یې کار کړی، کړې ژمنې عملي کړي.

د هیل په لیکنه د دغې پروسې د چټکېدو لپاره په واشنګټن او هم په کابل کې د امریکا د سفارت د کارکوونکو شمېر زیات شوی، خو د ورځپاڼې په لیکنه دا یو اوږدمهاله پروګرام دی او د امریکا یوې قانوني حل‌لارې ته اړتیا لري.

XS
SM
MD
LG