خبرونه
۲۰۹م شاهین قول اردو: د فاریاب په شیرین تګاب کې ۱۶ طالبان وژل شوي
افغان پوځیان د فاریاب ولایت په شیرین تګاب ولسوالۍ کې د شپاړس طالبانو د وژلو خبر ورکوي.
دوه سوه نهم شاهین قول اردو په خبرپاڼه کې ویلي دي چې طالبانو نن شپه د دوهم ځل لپاره په شیرین تګاب کې پر افغان ځواکونو بریدونه وکړو، خو د افغان ځواکونو په ځوابي برید او د هوایي قواوو په ملاتړ د دې بریدونو مخه ونیول شوه.
د قول اردو ویاند حنیف رضایي ادعا کوي چې د طالبانو یو مهم قوماندان رحمت اله مشهور په بیدار تېره شپه د جګړې پر مهال ټپي شو چې بیا یې له اخېستو ټپونو ساه ورکړه.
طالبانو تر اوسه د دې جګړې په اړه څه نه دي ویلي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د سیدني په یوه مشهور ساحل کې ډزې، لږ تر لږه ۱۳ تنه روغتونونو ته انتقال شوي دي
د سیدني په بوندي ساحل کې د ډزو پیښې څو تنه ټپيان کړي دي.
د استرالیا د یهودانو ټولنې اعلان کړی چې په ځایي وخت نن ماښام دا ډزې د دوی په دودیزو مراسمو کې شوې دي.
پولیسو ویلي، لږ تر لږه دوه تنه یې توقیف کړي او له خلکو یې غوښتي چې له دغه مشهور ساحل څخه ځانونه لرې وساتي.
د سوټ ویلز سیمې پولیسو ویلي چې د ډزو له ځایه ۱۳ تنه روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
د جرمني خبري اژانس د هغې ویډیو په حواله چې لا تایید شوې نه ده لیکلي چې ډزې د دوو کسانو له خوا شوي دي.
په تهران کې سیمه ییزه غونډه پیل شوه، عراقچي د افغانستان امنیت د ګاونډیو له ګټو سره تړلی وباله
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وایي د افغانستان امنیت " په مستقیم ډول د ټولو ګاونډیو له ګټو سره تړل شوی دی".
عراقچي دا څرګندونې نن یکشنبه ( د لیندۍ ۲۳مه) د افغانستان-روسیې د ګاونډیو هېوادونو د ځانګړو استازو غونډې ته په تهران کې وکړې.
هغه د افغانستان د ګاونډیو ترمنځ د منظمو اړیکو او خبرو اترو په رامنځته کولو ټینګار وکړ.
په غونډه کې د افغانستان لپاره د روسیې، چین، پاکستان، ازبکستان، تاجکستان او ترکمنستان ځانګړو استازو برخه اخیستې ده.
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت ویلي، دوی ته غونډه کې د ګډون بلنه ورکړل شوې وه، خو ګډون یې نه دی کړی.
سوریه کې پر امریکایي پوځیانو ډزې، ټرمپ د غچ اخیستنې ګواښ کړی
د سوریې د بهرنیو چارو وزیر اسعد شیباني هغه برید غندلی چې پرون شنبه یې دوه امریکایي سرتیري ووژل.
د راپورونو له مخې د داعش په غړیتوب مشکوک کس پرون شنبه د سوریې په مرکزي سیمه پالمیرا کې د امریکایي او سوریایي سرتیرو پر ګډه ګزمه ډزې وکړې.
ډزو کې دوه امریکایي پوځیان او یو ملکي ژباړن وژل شوی دی.
شیباني پر خپله ایکس پاڼه د قربانیانو کورنیو ته تسلیت ویلی دی.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ " د جدي غچ اخیستنې" ژمنه کړې ده.
د افغانستان د کرکټ له ۱۹ کلنو کم عمره لوبډله له سیالې سریلانکایې لوبډلې سره مخامخ کېږي
په پام کې ده د افغانستان د کرکټ له ۱۹ کلنو کم عمره لوبډله سبا دوشنبې د ډسمبر په ۱۵مه له سریلانکا سره لوبه وکړي.
دا لوبه چې د ۱۹ کلنو د کرکټ د آسیايي جام د لوبو په لړۍ کې ترسره کېږي، د کابل په وخت د سهار په نهه نیمو بجو د دوبی د کرکټ په لوبغالي کې پیلېږي.
د آسیايي جام په لوبو کې چې په متحد عربي اماراتو کې روانې دي افغانستان په بې ګروپ کې له بنګلدېش، نیپال او سریلانکا سره او په الف ګروپ کې هند، پاکستان، متحده عربي امارات او مالیزیا یوځای دي.
افغانستان په دې لړۍ کې خپله لومړۍ لوبه پرون بنګلدېش ته په دریو ویکټو وبایلله.
د امریکا په روډ آیلنډ ایالت کې د ډزو په پېښه کې دوه کسان وژل شوي
د امریکا د روډ آیلنډ د پراوېډینس ښار په براون پوهنتون کې یوه وسله وال کس پرون مازیګر دوه تنه په ډزو ووژل او نهه تنه نور یې سخت ټپیان کړل.
د پراوېډینس ښاروال برت سمایلي خبریالانو ته دا خبر تایید کړ. د فرانسپرس خبري آژانس د خبر له مخې سیمه ایزو چارواکو له خلکو غوښتي چې په خپلو کورونو کې پاتې شي ځکه چې بریدګر نه دی نیول شوی.
چارواکو ویلي دي چې ټاکل شوې وه د برید پرمهال د پوهنتون په ودانۍ کې د څو مضمونونو ازموینه واخیستل شي. دا پوهنتون شاوخوا ۱۱ زره محصلان لري.
امنیتي چارواکو ویلی دي چې مشکوک بریدګر تورې جامې اغوستې وې.
پرونۍ پېښه د امریکا په ښوونځیو او پوهنتونونو کې د ډزو تازه نمونه ده. په دې هېواد کې د وسلو د کنټرول لپاره غوښتنې له خنډ سره مخامخ دي.
د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د واورو او بارانونو اټکل
د طالبانو د حکومت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هواپېژندنې ادارې د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د واورې او باران د ورېدلو اټکل کړی.
دې وزارت په یو بیان کې خبر ورکړی چې نن به په بدخشان، بلخ، بامیان، غزني، میدان وردګو، دایکنډي، روزګان، زابل، کندهار، سرپل، جوزجان، فاریاب، فراه، غور او بادغیس ولایتونو کې واوره او باران واوري.
پرون له دې مخکې د طالبانو د حکومت او د اوبو او انرژۍ وزارت په یوه بیان کې ویلي و، چې د لیندۍ په ۲۳ او ۲۴مه د هریرود، مرغاب، هلمند او شمال د سیندیزو حوزو په سېلبرونو کې د اوبو د کچې د لوړېدو او د سېلابونو د راوتلو احتمال شته.
افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو په آسیايي جام کې د بنګلدېش پر وړاندې خپله لوبه وبایلله
د بنګلدیش د کرکټ له نولس کلنو کم عمره لوبډلې نن په اسیایي جام کې افغان سیالې لوبډلې ته په دریو ویکټو ماتې ورکړه.
په نننۍ لوبه کې چې په ابوظبي کې ترسره شوه افغانستان لومړی بېټنګ وکړ او په ټاکلو ۵۰ اوورونو کې یې د فیصل شینوزاده د ۱۰۳ منډو په مټ د ۷ لوبغاړو په زیان سره ۲۸۳ منډې جوړې کړې.
د آسیايي جام په لوبو کې چې په متحد عربي اماراتو کې روانې دي افغانستان په بې ګروپ کې له بنګلدېش، نیپال او سریلانکا سره او په الف ګروپ کې هند، پاکستان، متحده عربي امارات او مالیزیا یوځای دي.
طالبان وايي چې د تهران په غونډه کې ګډون نه کوي
د طالبانو حکومت وايي چې د افغانستان په اړه د تهران په راروانه غونډه کې ګډون نه کوي.
د طالبانو د حکومت د بهرنیوچارو وزارت ویاند ضیااحمدتکل کورنیو رسنیو ته تایید کړې ده چې د طالبانو استازي دې غونډې ته بلل شوي خو وايي نه غواړي ګډون پکې وکړي.
د ایران د بهرنیوچارو وزارت ویلي دي چې د افغانستان لپاره د چین، روسیې، پاکستان، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان ځانګړي استازي راروانه اونۍ په تهران کې په یوه غونډه کې د افغانستان د روانو مسایلو په اړه بحث کوي.
هند ته د فوټبال د نړیوال ستوري لیونل مسي د سفر پرمهال د کلکتې په یوه سټوډیوم کې ګډوډي پېښه شوه
هند ته د فوټبال د نړیوال ستوري لیونل مسي د ننني سفر پرمهال ګډوډي پېښه شوه.
د مسي ګڼو مینه والو د کلکتې ښار د سالټ لېک د لوبغالي څوکۍ ماتې کړې او میدان ته یې وغورځولې. هغوی په غوسه وو، چې ولې یې مسي له نژدې ونه شو لیدلای.
د ۲۰۲۲ کال د فوټبال د نړیوال جام دا ګټونکي لوبغاړی په لوبغالي کې د تنظیموونکو د یوې لویې کړۍ له خوا بدرګه کېده او یوازې شل دقیقې وروسته ووت.
مسي به په کلکتې، حیدراباد، مومبی او نوې ډیلي کې په کنسرټونو، د ځوانانو د فوټبال اکاډمیو او خیریه غونډو ته ورشي.
افغان ۱۹کلنو د بنګلدېش د کرکټ سیالې لوبډلې ته د ۲۸۴ منډو هدف وټاکه
د افغانستان د کرکټ له ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلې د بنګلدېش سیالې لوبډلې ته د ۲۸۴ منډو هدف وټاکه.
دا لوبه په ابوظبي کې د ۱۹ کلنو د کرکټ د آسیايي جام په لوبلړۍ کې روانه ده.
لوبه افغانستان پیل کړه. افغان لوبډلې د فیصل شینوزاده د ۱۰۳ منډو په مټ په ټاکلو ۵۰ اوورونو کې د ۷ لوبغاړو په زیان سره ۲۸۳ منډې جوړې کړې.
افغانستان د آسیايي جام د لوبو په لړۍ کې په بې ګروپ کې له بنګلدېش، نیپال او سریلانکا سره او په الف ګروپ کې پاکستان، هند، متحده عربي امارات او مالیزیا یوځای دي.