د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۶ کب ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۱۹

شارلیټ اوبزروفر: افغانستان کې د ناټو مأموریت د پر مخ وړل کېدو وړتیا درلوده؟

یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
  • شارلیټ اوبزروفر

شارلیټ اوبزرفر (Charlette Observer) خپرونې د اسوشیټډ پرس خبري اژانس یوه مقاله خپره کړې ده. په دې مقاله کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو او په وروستیو کې د ملکیانو د مرګ‌ژوبلې د کچې زیاتېدو په اړه راغلي دي.

په دې مقاله کې راغلي چې د امریکا ولسمشر جو بایډن او د ده ناټو متحدان به د دوشنبې په ورځ په خپله وروستۍ غونډه کې مخکې تر دې چې امریکا خپل ځواکونه په بشپړه توګه له افغانستانه وباسي، له دې هېواد سره په سمبولیکه توګه خدای پاماني وکړي.

په مقاله کې راغلي چې دا غونډه به یوه پوښتنه نوې کړي او هغه دا چې ایا په افغانستان کې د ناټو دومره پراخ مأموریت د پر مخ وړل کېدو وړتیا درلوده؟

د مقالې لیکوال لیکي چې په تېرو ۱۸ کلونو کې یوازې امریکا ۲.۲۶ تریلیونه ډالره په افغانستان کې مصرف کړي او ۲،۴۴۲ امریکايي ځواکونه په دې هېواد کې وژل شوي.

د مقالې په وینا دا شمېرې براون پوهنتون راټولې کړي ځکه ناټو د هغو کسانو معلومات نه‌ساتي چې د دې ائتلاف په مأموریتونو کې وژل شوي وي.

وروسته په مقاله کې لولو چې دا تلفات تر هغو ډېر کم دي چې افغانانو ته اوښتي او په افغانستان کې د جګړې پر مهال تر ۴۷،۰۰۰ زیاتو ملکیانو، تر ۶۹،۰۰۰ ډېر د ملي ځواکونو او پولیسو سرتېرو ته او تر ۵۱،۰۰۰ ډېر مخالف جګړه‌مارانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د مقالې په پای کې لولو چې د دوشنبې په ورځ به د ناټو غونډې په پای کې د دې ائتلاف مشران یو ځل بیا د خپل ائتلاف پر پياوړتیا ټینګار وکړي او بېرته له روسیې سره مخالفت ته ستانه شي.

که څه هم ټاکل شوې ده بهرني ځواکونه له افغانستانه د سپټمبر میاشتې تر ۱۱مې نېټې ووځي، د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ ویلي چې تر هغې نېټې وروسته به هم د افغانانو ملاتړ ته دوام ورکړي.

  • ټورنټو سټار

ټورنټو سټار د یوې افغاني‌الاصله کاناډايۍ په اړه لیکلي چې یو په زړه‌پورې کار یې کړی دی.

۳۲ کلنې هنګامه امیري د سږ کال د کډوالۍ د نړيوالې ورځې ایموجي طراحي کړې ده.

په مقاله کې راغلي چې د دې طرحه د یکشنبې په ورځ په رسمي توګه پر ټويټر خپره شوه.

دا طرحه دوه لاسونه ښکاروي چې له ختیځ او لوېديځ څخه‌یې یو اسماني رنګه زړه نیولی دی.

د ټورنټو سټار په مقاله کې راغلي چې دا زړه د ځمکې سمبول دی.

امیري ټورنټو سټار ته ویلي چې دا طرحه د مینې، ملاتړ او یوځای والي خبره کوي. دې ویلي چې زړه د مینې سمبول دی.

ټورنټو سټار لیکلي چې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې له امیري غوښتي وو چې د کډوالۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت دې دا ایموجي طراحي کړي.

امیري ویلي چې کورنۍ يې د ملګرو ملتونو په مرسته په ۲۰۰۵م کال کې کاناډا ته کډه شوه.

په مقاله کې لولو چې امیري تېر کال د ښکلو هنرونو په برخه کې له یېل پوهنتون څخه د ماستري سند ترلاسه کړی.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ یوه چارواکي ویلي چې سلګونه زره کسان کولای شي دا طرحه په ټويټر کې خپره کړي او خپلې کیسې له نورو سره شریکې کړي.

XS
SM
MD
LG