- نیویارک ټایمز
نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي، د امریکا متحده ایالات دا مسئله ارزوي، که افغان ځواکونه له ستونزو سره مخامخ شي د طالبانو پر ضد هوایي بریدونه وکړي که ونهکړي.
ورځپاڼه څرګندوي چې د امریکا دفاع وزارت پر دې غور کوي که چېرته کابل یا د افغانستان یو بل مهم ښار د طالبانو د سقوط له خطر سره مخامخ شي له جنګي الوتکو او بېپیلوټه الوتکو د هغوی پر ضد کار واخلي که وانهخلي.
خو نیویارک ټایمز لیکي چې تر اوسه په دې اړه پرېکړه نهده شوې.
- بلومبرګ
بلومبرګ خپرونه لیکي، ترکیه وایي چې په کابل کې د حامد کرزي د هوایي ډګر د امنیت ساتنې لپاره مالي او نظامي ملاتړ ته ضرورت لري.
بلومبرګ لیکي، ترکیې د ناټو له نورو متحدانو غوښتي چې په دې برخه کې مرسته ورسره وکړي.
په دې مطلب کې وړاندې راغلې دي چې تمه ده د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره د ناټو د سرمشریزې ترڅنګ د دوشنبې په ورځ په بروکسل کې په دې اړه خبرې وکړي.
د امریکا متحده ایالاتو او د ناټو د نورو غړو هېوادونو سرتېري له افغانستانه په وتو دي. د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي دي چې ټول نړیوال ځواکونه به د سپټمبر تر ۱۱مې له افغانستانه ووځي.
خو نیویارک ټایمز په وروستیو کې د پوځي چارواکو په وینا خبر ورکړی چې ښایي د جولای تر نیمایي پورې دا پوځیان له افغانستانه ووځي.
خو امریکا به خپل ډیپلوماتیک مأموریت په افغانستان کې خوندي کړي چې د دې لپاره په کابل کې د حامد کرزي د هوایي ډګر امنیت مهم ګڼل کېږي.
تر دې مخکې د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ ویلي و چې په کابل کې د حامد کرزي د هوایي ډګر امنیت ورته مهم دی.
- ډېلي سبا
د ترکیې ډېلي سبا ورځپاڼې هم په دې اړه مقاله خپره کړې ده.
دا انګلېسي ژبې ورځپاڼه د ترکیې د بهرنیو چارو د وزیر مولود چاووش اوغلو په وینا لیکي چې د حامد کرزي د نړیوال هوایي ډګر د امنیت په اړه به د متحده ایالاتو په ګډون له خپلو متحدانو سره خبرې وکړي. چاووش اوغلو زیاتوي چې هېڅ هېواد په یوازې توګه دې مسؤلیت ته غاړه نهږدي.
ډېلي سبا لیکي، انقرې وړاندیز کړی دی چې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو تر بشپړ وتلو وروسته به د حامد کرزي د هوایي ډګر د امنیت په برخه کې مرسته وکړي.