د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳ چنګاښ ۱۴۰۰ کابل ۰۲:۳۴

نړۍ

جو بایډن اروپا ته خپل سفر روسیې ته په خبرداري پیل کړ

د امریکا ولسمشر جو بایډن

د امریکا متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن اروپا ته خپل سفر روسیې ته د دې هېواد د "زیان اړوونکو" کړنو په اړه په خبرداري پیل کړ.

ښاغلي بایډڼ پرون د بریتانیا په یوه هوايي اډه کې د امریکا هوايي پرسونل ته وویل، د روسیې له جمهور رئیس ولادیمیر پوتین سره به په دوه اړخیزه غونډه کې هغه ته څرګند پیغام ورکړي او هغه دا چې له روسیې سره د کړکیچ په هڅه کې نه‌دی او له دې هېواد سره د باثباته او وړاندوینې وړ اړیکو غوښتونکی دی.

نوموړي زیاته کړه، دا یې روښانه کړې چې که د روسیې حکومت په زیان اړوونکو کړنو کې ښکیل شي، متحده ایالات به کلک او معنی لرونکی ځواب ورکړي.

ټاکل شوې چې بایډن او پوتین به راتلونکې اوونۍ مخامخ خبرې وکړي.

جو بایډن اروپا ته د خپل اته ورځني سفر په پیل کې روښانه کړه چې هدف‌یې له اروپايي متحدانو سره د امریکا د اړیکو پیاوړي کول دي څو له ډیموکراسۍ دفاع وشي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

پاکستان کې د لشکر طیبه بنسټګر حافظ سعید کور ته څېرمه چاودنې ۳ تنه ووژل

پاکستان کې د لشکر طیبه بنسټګر حافظ سعید کور ته څېرمه چاودنه

پاکستاني چارواکي وايي، د پنجاب ایالت په مرکز لاهور ښار کې یوې زورورې چاودنې نن لږترلږه ۳ تنه وژلي او ۱۴ نور ژوبل کړي دي.

د پولیسو په وینا، په چاودنه کې چې د لشکر طیبه د سخت‌دریځې ډلې د بنسټګر حافظ سعید کور ته څېرمه په یوه امنیتي پوسته کې وشوه، د پولیسو ترڅنګ ملکي وګړي هم شامل دي.

تر اوسه پورې هېڅ ډلې د دې چاودنې مسؤلیت په غاړه نه‌دی اخیستی.

بلېنکن نن د لیبیا د سولې په خبرو کې ګډون کوي  

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن نن چهارشنبه(د چنګاښ ۲مه) د لیبیا د سولې په خبرو کې ګډون کوي.

دا خبرې د امریکا د اروپايي شریکانو او د لیبیا د ملي یووالي د حکومت د استازو په ګډون د جرمني په برلین کې کېږي.

ملګرو ملتونو د لیبیا د ملي یووالي حکومت په رسمیت پېژندلی دی.

د لیبیا لپاره د امریکا ځانګړي استازي ریچارد نورلنډ ویلي چې امریکا او اروپايي شریکان به یې د دې حکومت د ملاتړ پخلی وکړي او له دې هېواده به د بهرنیو جګړه مارو پر وتلو ټینګار وکړي.

ټاکل شوې ده چې د دسمبر په ۲۴مه نېټه په لیبیا کې عام انتخابات وشي.

د مجازي پیسو 'بیټ کواین' بیه تر ۳۰ زره ډالرو ټیټه شوه

ارشیف

د بیټ کواین یا مجازي پیسو بیه پرون سې شنبه (د چنګاښ ۱مه) تر ۳۰ زره ډالرو ټیټه شوه؛ دا په داسې حال کې ده چې د سږ کال په اپریل کې د هر بیټ کواین بیه تر ۶۵ زره ډالرو پورې رسېدلې وه.

په تېرو دوو میاشتو کې د بیټ کواین ارزښت نیمايي ته راکښته شوی، خو لا هم د روان میلادي کاله د پیل په پرتله په سلو کې ۱۱ لوړ دی.

راپورونه ښيي چې د نورو مجازي پیسو ارزښت هم مخ په کمېدو دی.

امریکا د ایران د دولت اړوندې لسګونه خبري وېب پاڼې بندې کړي

د ایران او امریکا ګډ بیرغونه

امریکايي چارواکو د امریکا له بندیزونو د سرغړونو په تور د ایران د دولت اړوندې لسګونه خبري وېب پاڼې چې د دوی په وینا اکثرو یې ناسم معلومات خپرول او یا یې له تروریستي ډلو سره اړیکې لرل، بندې کړي دي.

د امریکا د عدلیې وزارت په یوه بیان کې چې تېر ماښام خپور شو ویلي، ۳۳ وېب پاڼې چې د ایران د اسلامي جمهوریت راډیو او ټلوېزیون خپرولې او درې نورې چې د ایران د اړوندې وسله والې ډلې کتایب حزب الله له خوا خپرېدلې بندې شوي دي.

د بهرنیو شتمنیو د کنټرول په نوم د امریکا حکومتي ادارې تېر کال تور ولګاوه چې د اسلامي جمهوریت راډیو او ټلوېزیون د سپاه پاسداران ډلې د قدس ځواک له خوا اداره کېږي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د سوریې پر بشري وضعیت بحث کوي

د سوریې کډوال

په پام کې ده چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن چهارشنبه (د چنګاښ ۲مه) د سوریې پر بشري وضعیت بحث وکړي.

په دې ترڅ کې به سوریې ته د ترکیې له لارې د دې مرستو د رسولو په اړه چې روسیه مخالفت ورسره کوي هم خبرې وشي.

امنیت شورا تېر کال هغه طرح تایید کړه چې له مخې یې یوازې له ترکیې د باب الحوا له سرحدي سیمې څخه د سوریې ادلیب سیمې ته چې د وسله والو مخالفینو په ولکه کې ده، بشري مرستې استول کېږي.

دا طرح چې د روسیې له وړاندیز سره یې هم سمون درلود، د دولسو میاشتو په مخه عملي شوه، خو اوس چې د دې موافقې مهلت د جولای په لسمه پای ته رسېږي، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش او ډېر شمېر نور هېوادونه غواړي دا لاره باید پرانیستې پاتې شي.

د اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ښاغلي ګوترېش ته ویلي، د یاغيانو تر ولکې لاندې د سوریې د شمال لویدیځ سیمو ته د بشري مرستو رسول د دې هېواد د کړکېچنو سیمو له لارې هم ممکن کار دی.

په راپور کې د لاوروف له قوله ویل شوي چې روسیه به د باب الحوا له لارې د بشري مرستو د رسولو د طرحې مخنیوی وکړي.

اټکل کېږي چې د دې لانجې پر سر به د امنیت شورا په نننۍ غونډه کې یو ځل بیا د سوریې د متحدې روسیې او چین پر وړاندې سخت مخالفتونه را اوچت شي.

د نازيانو یرغل؛ پوتین د شوروي اتحاد قربانۍ وستایلې

د روسیې ولسمشر پوتین

د روسیې ولسمشر پر پخواني شوروي اتحاد د نازيانو د یرغل د اتیایم کال د پوره کېدو په مناسبت وینا کې، د شوروي اتحاد قربانۍ وستایلې.

ولادمیر پوتین د اړیکو د ترینګلتیا په اوج کې پرون سې شنبه (د چنګاښ ۱مه) ادعا وکړه چې د اروپا امنیت په ډراماتیک ډول خراب شوی دی.

وروسته له هغې چې روسیې په ۲۰۱۴میلادي کال کې د اوکراین کریمیا ټاپو وزمه له خپلې خاورې سره الحاق کړله، له لوېدیځ سره د روسیې اړیکې د سړې جګړې د پای د مهال په څېر تر ټولو ټیټې سطحې ته رسېدلې دي.

نازي جرمني له مسکو سره د تړون له لاسلیک سره- سره د ۱۹۴۱میلادي کال د جون پر ۲۲مه په ناڅاپي ډول پر پخواني شوروي اتحاد حمله کړې وه.

پخوانی شوروي اتحاد او په لوېدیځ کې یې نور متحدان توانېدل تر څلورو کلونو وروسته په تدریجي ډول جرمني شاتګ ته اړ باسي.

د ارمنستان انتخابات؛ پاشینیان ادعا کوي چې بریا یې ترلاسه کړې

نیکول پاشینیان د ارمنستان سرپرست صدراعظم

نیکول پاشینیان د ارمنستان سرپرست صدراعظم ادعا کوي چې په وروستیو انتخاباتو کې یې د پام وړ بریا ترلاسه کړې ده.

دا وار له مخه انتخابات د یکشنبې په ورځ ترسره شول، څو دغه هېواد کې د ناګورنو قره باغ په سیمه کې د وروستۍ جګړې په دوام رامنځته شوی سیاسي بحران پای ته ورسوي.

په دې جګړه کې چې پروسږکال وشوه او شپږ اوونۍ یې دوام وکړ ځیني سیمې اذري ځواکونو له ارمنیانو لاندې کړې.

د ټاکنو له ابتدایي نتیجو ښکارې چې د پاشینیان ګوند درې پنځوس اعشاریه نهه فیصده رایي خپلې کړې دي.

د ده سیال د پخواني ولسمشر رابرت کوچاریان ګوند په دې انتخاباتو کې یو ویشت فیصده رایي خپلې کړې دي.

کېم یو جونګ واشنګټن سره د خبرو د بیا پیلېدو احتمال رد کړ

د شمالي کوریا د مشر، کېم جونګ یون خور کېم یو جونګ

د شمالي کوریا د مشر، کېم جونګ یون خور له واشنګټن سره د دیپلوماتیکو خبرو د بیا پیلېدو احتمال رد کړ او ویې ویل، د امریکا د متحد ایالاتونو د خبرو تمه دوی ډېر ناهیلي کوي.

کېم یو جونګ چې په ګوند کې جګپوړې غړې ده، دا بیان نن سې شنبه (د چنګاښ ۱مه) وروسته تر دې ورکړ چې د امریکا د ملي امنیت سلاکار جک سولیوان د اوونۍ په پيل کې ویلي و چې د شمالي کوریا د مشر وروستۍ څرګندونې چې ویلي یې دي شمالي کوریا باید خبرو او مقابلې ته چمتو شي، په زړه پورې نښې دي.

ښاغلي سولیوان د دوشنبې په ورځ هیله ښکاره کړې وه چې شمالي کوریا د امریکا د خبرو وړاندیز ته مثبت ځواب ووایي، خو ده دا هم وویل چې پر شمالي کوریا به د امریکا په مشرۍ بندیزونه په خپل حال وي.

د شمالي کوریا د مشر خور نن په داسې حال کې نظر څرګند کړ چې د شمالي کوریا لپاره د واشنګټن ځانګړی استازی له جنوبي کوریا کتنه کوي.

روسیه کې د امریکا سفیر سولیوان روانه اوونۍ مسکو ته ستنیږي

په روسیه کې د امریکا سفیر جان سولیوان

ټاکل شوې چې په روسیه کې د امریکا سفیر جان سولیوان په روانه اوونۍ کې بېرته مسکو ته ستون شي.

سولیوان نژدې دوه میاشتې مخکې وروسته له هغه له مسکو څخه ووت چې د متحدو ایالاتونو او روسیې په اړیکو کې کړکېچ زیات شو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرانیس پرون دوشنبه (د غبرګولي ۳۱مه) وویل، سولیوان ځکه مسکو ته ستنېږي چې امریکا غواړي د روسیې له حکومت سره د تماس چینلونه پرانیستي وساتي، څو هم د امریکا ګټې خوندي شي او هم له روسیې سره په اړیکو کې کړکېچ ګواښ راکم شي.

له دې مخکې په متحدوایالاتونو کې د روسیې سفیر اناتولي انتونوف هم د جون په شلمه نېټه واشنګټن ته ستون شوی و.

سپینه ماڼۍ: بایډن د ایران له نوي مشرتابه سره د لیدنې پروګرام نه لري

د امریکا ولسمشر جوبایډن

د امریکا ولسمشر د ایران له نوي مشرتابه سره د لیدنې کوم پروګرام نه لري.

دا خبره د سپېنې ماڼۍ ویاندې جین ساکي بېګا د ایران د نوي منتخب جمهور رییس ابراهیم رئیسي د خبرو په غبرګون کې وکړه چې ویلي یې و له جو بایډن سره نه ګوري.

مېرمن ساکي زیاته کړې، د امریکا د جمهور رییس او دولت له نظره د اټمي چارو په اړه وروستۍ پرېکړه د ایران د رهبر په لاس کې ده، نو ځکه هم ولسمشر بایډن د ایران له نویو مشرانو سره د لیدنې کوم پروګرام نه لري.

د ایران نوي منتخب جمهور رییس ابراهیم رئیسي پرون دوشنبه (د غبرګولي ۳۱مه) لومړی مطبوعاتي کنفرانس ورکړ او ویې ویل، د اټمي خبرو ملاتړ کوي، خو هغه خبرې چې د ایران ملي ګټې په کې تضمین وي.
هغه وویل، که له ایرانه ټول بندیزونه لېرې هم شي بیا هم دی له بایډن سره نه ګوري.
۶۰ کلن رئیسي د قضایه قوې مشر پاتې شوی او د ایران رهبر ایت الله علي خامنه اي ته چې د دغه هېواد تر ټولو مهمې پرېکړې یې په لاس کې دي له نږدې او باوري کسانو څخه دی.

په ویانا کې د ایران او د اټمي تړون لاسلیکوونکو هېوادونو تر منځ د ۲۰۱۵ میلادي کال د اټمي تړون د احیا په سر شپږم دور خبرې وړمه ورځ پای ته رسېدلي او مرکچیانو ویلي د هوکړې د بشپړولو په لټه کې دي.

د تاجیکستان سترې محکمې ۳ پولیس افسران په اوږده حبس محکوم کړل

د تاجیکستان ستره محکمه

د تاجیکستان سترې محکمې د دغه هېواد درې پولیس افسران د یوه کس د شکنجې په تور په اوږده حبس محکوم کړل.

د تاجیکستان یوه مدني اییتلاف دا خبره پرون دوشنبه (د غبرګوي ۳۱مه) رسنیو ته کړې ده.

د پولیسو دا افسران شیرعلي عزیزوف، سعدي دولت مرادزاده او ایرج نعیموف نومېږي.

دوی تورن شوي چې د حسن یادګاروف په نوم یو تاجکی وګړی یې د تاجیکستان په لویدیځ کې شکنجه کړی دی.

د پولیسو افسران له لسو تر دیارلسو کلونو په بند محکوم شوي دي.

اروپایي ټولنې د بلاروس پر ځینو چارواکو او ادارو نوي بندیزونه تصویب کړل

د اروپايي ټولنې بیرغونه

د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو د الکساندر لوکاشینکا د کورنۍ د غړو په ګډون د بلاروس پر یو شمېر چارواکو او ادارو نوي بندیزونه تصویب کړل.

په دغو بندیزونو چې نن به د اروپایي ټولنې په رسمي ژورنال کې خپاره شي، د پارلمان د غړو، څارنوالانو، قاضیانو او نورو چارواکو په ګډون ۷۱ افراد او ادارې په نښه شوې دي.

اروپایي ټولنې دغه افراد او ادارې پر مدني ټولنې او ډیموکراتیک اپوزېسیون د فشارونو د راوستو په ګډون له بشري حقونو څخه په سرغړونو او د قانون د واکمنۍ پر کمزوري کولو تورن کړي دي.

په دغو افرادو کې د لوکاشینکا زوی او یوه نګور هم شامل دي.

د دغو نویو بندیزونو له مخې به د اروپایي ټولنې د غړو هېوادونو په بانکونو د په نښه شویو افرادو او ادارو شتمنۍ کنګل کېږي او پر سفر به‌یې بندیز لګول کېږي.

د بلاروس پر خلاف دغه اقدامات د مېنسک له‌خوا د راین ایر هوایي شرکت د یوې الوتکې د جبري کېنولو او د اپوزېسیون د یوه فعال رامان پراتاسیویچ د نیولو په عکس‌العمل کې کېږي.

جرمني یو روسی څېړونکی د جاسوسۍ په تور ونیوه

ارشیف، جرمني پولیس

د جرمني چارواکي وایي، یو روسی څېړونکی یې د جاسوسۍ په تور نیولی دی.

د چارواکو په خبره دغه روسی تورن دی چې د جرمني له یوه پوهنتون څخه‌یې حساس معلومات د پیسو په بدل کې مسکو ته لېږدولي دي.

د جرمني د څارنوالۍ دفتر نن په یوه خبرپاڼه کې وویل چې ګومان کوي د ایلنور په نوم دغه تورن کس به د تېر کال د اکټوبر میاشتې له لومړیو د روسیې د جاسوسۍ ادارې لپاره کار پیل کړی وي.

د خبرپاڼې له مخې دغه مشکوک کس درې ورځې مخکې زندان ته لېږدول شوی دی.

قطر کې د نړیوال جام سیالیو ته ورتلونکي د کرونا ضد واکسین کولو ته اړ دي

قطر کې د ۲۰۲۲م کال د نړیوال جام سیالیو سټډیوم

قطر کې د ۲۰۲۲م کال د نړیوال جام سیالیو مینه‌وال اړ دي چې د کرونا ضد واکسین‌یې کړی وي.

د قطر صدراعظم شېخ خالد بن خلیفه بن عبدالعزیز الثاني پرون دولتي رسنیو ته وویل، قطر چې د دغو مسابقو کوربه دی، د دغه تورنمنټ د هغو مینه‌والو د خوندیتوب لپاره چې د لوبو نندارې ته ورځي، د یو ملیون ډوز واکسین د ترلاسه کولو هڅه کوي.

شېخ خالد ویلي: "کله چې په قطر کې د فیفا د ۲۰۲۲م کال نړیوال جام سیالیو وخت رسېږي، د نړۍ په زیاتو هېوادونو کې به خلک واکسین شوي وي او خوندي به وي."

په پام کې ده د نړیوال جام دغه مسابقې د ۲۰۲۲م کال د نومبر پر ۲۱مه پیل شي.

نیکول پاشینیان په پارلماني ټاکنو کې د بري اعلان وکړ

د ارمنستان سرپرست صدراعظم نیکول پاشینیان

د ارمنستان سرپرست صدراعظم نیکول پاشینیان په پرونیو تر وخت مخکې پارلماني ټاکنو کې د بري اعلان وکړ.

لومړنۍ نتیجې ښيي چې د پاشینیان ګوند د پام وړ بریا خپله کړې، خو د اپوزېسیون عمده اتحاد د ټاکنو نتیجه رد کړې او ادعا لري چې درغلي شوې ده.

د پرونیو ټاکنو د درې پر څلورمه برخه شمېرل شویو رایو لومړنۍ نتیجې ښيي چې د پاشینیان د مدني تړون ګوند ۵۵،۶ فیصده رایې خپلې کړي.

د دغو نتیجو له مخې د پخواني ولسمشر روبرټ کوچاریان په مشرۍ د ارمنستان اتحاد یوازې ۲۰ فیصده رایې ګټلې دي.

پاشینیان نن سهار وختي د خپلې بریا د اعلان پر مهال وویل چې د ارمنستان خلکو د مدني تړون ګوند ته د رهبرۍ واګې په لاس کې ورکړې.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG