د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳ چنګاښ ۱۴۰۰ کابل ۰۱:۴۲

افغانستان

هرات کې د زرنج موټرسایکل د تولید فابریکې خپله پانګونه لوړه کړې

ارشیف، عکس تزیني بڼه لري

د هرات ولایت په صنعتي ښارګوټي کې د زرنج موټرسایکل د تولید او بسته بندۍ فابریکې خپله پانګونه ۱۴ میلیونه افغانیو ته لوړه کړې ده .

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند فواد احمدي ازادي راډيو ته وویل، دا فابریکه د زرنج موټر سایکلونو فرېم، باډې جوړولو او بسته بندۍ برخه کې کار کوي.

د ښاغلي احمدي په خبره دا فابریکه د معیاري ماشینونو په درلودو سره په میاشت کې د ۹۰۰ فریمونو او باډېو د تولیدولو وړتیا لري چې خپل د اړتیا وړ اومه مواد په کور دننه پوره کوي.

په هرات ولایت کې د زرنج موټر سایکل فابریکه له خپلو محصولاتو د پلورلو سربېره، نورو ولایتونو ته هم استوي.

د یادونې وړ ده چې د هرات په صنعتي ښارګوټي کې د موټر سایکل جوړولو او بسته بندۍ په برخه کې پنځه نورې فابریکې هم فعالې دي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د پاکستان کرکټ پخوانی ستوری او مبصر: افغان لوبډله پاکستان ته ماتې ورکولای شي

د پاکستان د کرکټ پخوانی ستوری او مبصر رامیز راجا

د پاکستان د کرکټ پخوانی ستوری او مبصر رامیز راجا اټکل کوي چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله پاکستان ته ماتې ورکولای شي.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان او پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې په سپټمبر کې درې یو ورځنۍ او ۳ شل اوره سیالۍ وکړي.

رامیز راجا نن په یوه وېډیو کې چې د یوټیوب له لارې یې خپره کړې ده ویلي، دا به حیرانوونکې نه‌وي چې افغانستان چې د کرکټ سابقه‌یې ډېره کمه ده، د پاکستان په شان لوبډلې ته چې اوږده سابقه او تجربه لري، ماتې ورکړي.

په وروستیو کې د پاکستان په غوره لیګ سیالیو کې یو شمېر افغان لوبغاړي ډېر ځلېدلي دي.

رامیز راجا وايي چې پاکستانیانو د حضرت‌الله ځاځي په شان د افغانستان ځیني نور تکړه لوبغاړي لا لیدلي نه‌دي.

لغمان او ننګرهار کې پشه‌يي ځوانانو د امنیتي ځواکونو په ملاتړ وسله پورته کړه

ارشیف

په لغمان او ننګرهار کې لسګونه پشه‌يي ځوانانو نن د امنیتي ځواکونو په ملاتړ وسله پورته کړه.

دوی د ولسي جرګې د پخواني غړي حاجي حضرت علي په مشرۍ په لغمان کې سره راټول او اعلان‌یې وکړ چې د اسلامي جمهوري نظام ملاتړ کوي.

حضرت علي پر ولسي پاڅونوالو غږ وکړ چې که د نظام وسله‌والو مخالفانو ورسره د خبرو په ژبه قناعت نه‌کاوه، نو د ټوپک په ژبه‌یې پوه کړئ.

د ننګرهار او لغمان پشه‌یي ځوانان دا اقدام په داسې حال کې کوي چې تر دې وړاندې له یو شمېر نورو ولایتونو څخه هم د افغان ځواکونو د ځایي خلکو د ملاتړ او پاڅونونو خبرونه ورکړل شوي دي.

افغان کرکټر نوین‌الحق د انګلستان سوداګریز لیګ کې تر ټولو ډېر لوبغاړي سوځولي

افغان کرکټر نوین‌الحق

افغان کرکټر نوین‌الحق چې د انګلستان په سوداګریز لیګ ویټالیټي بلاست کې لوبېږي، تر اوسه پورې په دې لیګ کې تر ټولو ډېر لوبغاړي سوځولي دي.

نوین‌الحق پرون (سې شنبه) د خپل ټیم لیسترشایر لپاره دوه لوبغاړي وسوځول.

پرونۍ سیالي لیسترشایر له ډربي شایر څخه د ۴۲ منډو په توپیر وګټله.

نوین‌الحق تر اوسه پورې د ویټالیسټي بلاست لیګ په ۷ سیالیو کې ۱۳ لوبغاړي سوځولي دي.

د خوړو ادارې د کرنې وزارت سره یو تړون لاسلیک کړ

د خوارځواکۍ د پېښو ټیټوالی او د خوړو خوندیتوب په موخه د خوړو نړیوالې ادارې او دکرنې وزارت ترمنځ هوکړه لاسلیک شوه

د خوارځواکۍ د کچې راټیټولو او د خوړو د خوندیتوب په موخه د خوړو نړیوالې ادارې او د کرنې وزارت ترمنځ نن چهارشنبه (د چنګاښ ۲مه) هوکړه لاسلیک شوه.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن چهارشنبه (د چنګاښ په ۲مه) ازادي راډیو ته وویل چې دا هوکړه د خوړو نړیوالې ادارې او د افغانستان د خوړو خوندیتوب ګډه ملي سټراټیژۍ ده چې د خوارځواکۍله کمولو سره مرسته کوي.

نوموړي وویل چې د اقلیم بدلون یوه نړیواله ننګونه ده چې د خوارځواکو کسانو د شمېر په زیاتولو کې اغیزې لري.

دغې پروژې لپاره د خوړو نړیوالې ادارې ۱۲۷ زره او ۹۹۰ ډالره په پام کې نیولي دي.

د دوې په وینا د دي هوکړې په بنسټ به سروې کېږي او اړو کسانو سره به مرستې وشي او همدارنګه بزګرو سره د غنمو او سویابینو د کښت د زیاتوالي په برخه کې به هم اړینې مرستې کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د شمېرو له مخې دا مهال ۳۳ سلنه افغانان د خوړو له نشتونه کړېږي.

چارواکي وایي، له پنځو کلونو ښکته ۴۰ سلنه ماشومان د خوارځواکۍ په ستونزه اخته دي او ۵۵ سلنه هم د بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي چې دا ډول پروګرامونه به خوارځواکۍ د کچې راټیټولو سره مرسته وکړي.

کندهار چارواکي: میوند ولسوالۍ کې ماین چاودنې ۵ ملکیان وژلي

د افغانستان په نقشه کې د کندهار ولایت

د کندهار ولایت په میوند ولسوالۍ کې تېره شپه د مسافرو پر ۴۰۴ډوله موټر د سړک غاړي ماین چاودنه کې ۵ ملکیان وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان شوي دي.

د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي ازادي راډیو ته وویل چې دغه چاودنه د میوند ولسوالۍ د ګچ کارېز په سیمه کې رامنځ شوې.

د بارکزي په وینا په مړو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

بارکزي د پېښې مسوول وسله وال طالبان بولي، خو دغه ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ملي امنیت جلال اباد کې یو کس د چاودېدونکو توکو د لېږد په تور نیولی

جلال اباد کې نیول شوی کس

ملي امنیت ځواکونو په جلال اباد ښار کې یو کس د ځانمرګي واسکټ او بمونو د انتقال په تور نیولی دی.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی وایي، د امجد په نوم دغه کس چې په عبید مشهور دی، د جلال اباد ښار څلورمې ناحیې اړوند بیز اکمالاتي سیمه کې نیول شوی دی.

د خوګیاڼي په خبره، نوموړی د داعش ډلې غړی دی چې په ریکشا کې یې د ځانمرګي برید په موخه چمتو شوی واسکټ، دوه لاسي بمونه او یو شمېر شب نامې یې د بهسودو له سخي موړ سیمې څخه جلال اباد ښار ته را لېږدولې، د ملي امنیت ځواکونو له لوري ونیول شو.

د دوی د معلوماتو له مخې، نیول شوي کس په خپل جرم اعتراف کړی او لا هم تر څېړنو لاندې دی.

د یادونې وړ ده چې تېره ورځ ناوخته هم د ملي امنیت صفر۲ ځواکونو د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ په مستي خېلو سیمه کې د یو عملیاتو په ترڅ کې د مومن په نوم یو کس چې دوی یې د داعش ډلې اړوند بولي، د وژلو خبر ورکړی و.

داعش وسله والو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

کونړ چارواکي: پر مرکزي روغتون د هاوان مرمۍ وېشتل شوې

د برید سیمه

د کونړ چارواکي وايي چې پر مرکزي روغتون د هاوان د یوې مرمۍ د لګېدو له کبله د روغتون د تیلو ذخېره، د واکسین د ساتنې خونه او د درملو ګدام سوځیدلي دي.

د امنیه قوماندانۍ ویاند فریدالله دهقان ازادي راډیو ته وویل چې نن چهارشنبه (د چنګاښ ۲مه) سهار پر مرکز اسعداباد د مرورې ولسوالۍ له لوري د هاوان دوه مرمۍ راغللې چې یوه په یوه تش ځای او بله د اسعداباد پر مرکزي روغتون راپرېوتې ده.

ښاغلي دهقان زیاته کړه: "یوه مرمۍ د اسعداباد د مرکزي روغتون د واکسین پر یوه ډیپو لګېدلې چې هلته اور لګېدلی او زیان اوښتی دی. ځاني تلفات نه لري خو مالي یان یې اړولی دی."

ښاغلی دهقان زیاتوي چې له تېر مازیګر راهیسې پر اسعداباد ښار د هاوان شپږ مرمۍویشتل شوي چې یوازې مالي زیانونه یې اړولي دي.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

غني: د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې هم وچکالۍ ځپلو ته مرستې رسوو

ارشیف

د افغانستان ولسمشر وايي، حکومت به د وسله والو طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې هم وچکالۍ ځپلو خلکو ته بشري مرستې ورسوي.

محمد اشرف غني دا خبره په خپله پرونۍ (سې شنبه -د چنګاښ ۱مه) وینا کې وکړه چې د وچکالۍ د مهارولو لپاره د حکومت پر تدابیرو راڅرخېده: "زموږ هڅه دا ده ټولو ولسوالیو ته، حتی هغو سیمو ته چې د طالبانو تر ولکې لاندې دي، رسېدګي وشي. دلته بیا پر طالبانو غږ کوم چې بې معنی جګړه ودروئ، د هېواد د اقتصاد تخریب بند کړئ او د وچکالۍ د خطرونو په کمولو کې همکاري وکړئ."

ولسمشر غني وویل، د هېواد ۳۰ فیصده سیمه د شدیدې وچکالۍ، ۵۰ فیصده سیمه د جدي وچکالۍ او پاتې سیمې د معتدلې وچکالۍ له خطر سره مخامخې دي.

ښاغلي غني وویل چې د وچکالۍ له کبله درې میلیونه څاروي د تلف کېدو له خطر سره مخامخ دي.

د کرنې وزارت او د بېړنیو پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت ته دنده سپارل شوې چې زیان ګالې سیمې مشخصې او د مرستې رسونې چارې چټکې کړي.

یوناما: ۳ میاشتو کې امنیتي پېښو افغان مېرمنې زیاتې قرباني کړي

یو شمېر افغان مېرمنې

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر (یوناما) مشره وايي، د روان کال د لومړیو درېیو میاشتو په امنیتي پېښو کې افغان ښځې زیاتې قرباني شوي دي.

دیبرا لاینز پرون سې شنبه (د چنګاښ ۱مه) د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یوې انلاین غونډې ته په خبرو کې په افغانستان کې د ملکیانو مرګ ژوبله د اندېښنې وړ وبلله.

نوموړې وویل: "د ۲۰۲۱میلادي کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د ملکیانو مرګ ژوبله د تېر کال د همدې مودې پر تله ۲۹ فیصده زیاته شوې ده. له بده مرغه د ښځو مرګ ژوبله ۳۷ فیصده او د ماشومانو مرګ ژوبله ۲۳ فیصده زیاته وه."

د یوناما مشرې د افغانستان د جګړې له ټولو اړخونو غوښتنه وکړه چې د شخړو پرمهال د نړیوالو بشري قوانینو له مخې د ملکیانو خوندیتوب ته پام وکړي.

تردې مخکې ملګرو ملتونو په یوه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې تېر میلادي کال تر ۲،۰۰۰ زیاتو ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

بشري حقونو کمېسیون د جګړو له ښکېلو غاړو د ملکیانو خوندیتوب وغوښت

ارشیف، د هلمند له جګړو یوه بې ځایه شوې کورنۍ، وروستیو جګړو یو شمېر افغان کډو کولو ته اړ ایستي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون له وسله والو طالبانو، دولتي ځواکونو او پاڅونوالو د ملکیانو د خوندیتوب غوښتنه وکړه.

کمېسیون دا غوښتنه وروسته له هغې کوي چې په ځینو ولایتونو کې په سلګونو کسانو د وسله والو طالبانو په وړاندې د جګړې لپاره وسلې واخیستې.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون ویاند او کمېشنر شکر الله مشکور ازادي راډیو ته د دغه کمېسیون غوښتنه مطرح کړه: " افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د تل په څېر د جنګ پر ښکېلو خواوو غږ کوي چې د جنګ قواعدو او د بشرپالنې نړیوالو قوانینو ته جدي پام وکړي. موږ له افغان امنیتي ځواکونو، پاڅونوالو او طالبانو په کلکه غواړو چې د ملکي وګړو د خوندیتوب او د عامه ځایونو د ساتنې په برخه کې مسوولانه چلند وکړي."

په وروستیو ورځو کې په کندهار، پروان، بغلان او نورو ولایتونو کې د سلګونو کسانو د وسله وال کېدو راپورونه ورکړل شوي دي.

دا وروسته له هغې چې د دفاع سرپرست جنرال بسم الله محمدي، روانه اوونۍ له خلکو وغوښتل چې په خپلو سیمو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو تر څنګ ودرېږي.

سپین غر کې قومي پرېکړه: هغه کورنۍ به کډه کوي چې غړي یې طالبانو کې وي

ارشیف، یو شمېر قومي مشران

د ننګرهار په سپین­ غر ولسوالۍ کې قومي مشرانو پرېکړه وکړه، هغه کورنۍ به کډې کولو ته مجبوروي چې کوم غړی یې د وسله والو طالبانو په لیکو کې وي.

د قومي مشرانو د پرونۍ پرېکړې په اړه د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوګیاڼي ازادي راډیو ته وویل: "که تردې وروسته د دې سیمې د کورنۍ هر غړی د طالبانو په لیکو کې وي، یا به هغوی د طالبانو له لیکو باسي، یا به هم له سیمې کډه کوي."

د والي ویاند وايي، قومي مشرانو دا پرېکړه وروسته له هغې وکړه چې وسله والو طالبانو د سپین­غر ولسوالۍ بازار په وروستیو کې وسوځاوه، د خلکو کورونه او نور تاسیسات یې ویجاړ کړل.

د دې تازه پرېکړې په اړه لا وسله والو طالبانو تبصره نه ده کړې.

چارواکي: لوګر کې ۴۶ وسله‌وال طالبان ووژل شول

ارشیف، د افغان ځواکونو هوايي حمله

افغان پوځي چارواکي په لوګر کې د لسګونه وسله‌والو طالبانو د وژلو خبر ورکوي.

د لوګر د امنیه قوماندانۍ ویاند ګل حیدر احمدي ازادي راډیو ته وویل چې تېره شپه هوایي ځواکونو په ازره ولسوالۍ کې پر طالبانو بمباري کړې ده.

ښاغلی احمدي زیاتوي: "د دې برید په ترڅ کې ۴۶ ترهګر طالبان وژل شوي او د دښمن ډېر شمېر وسلې او مهمات په مکمل ډول له‌منځه وړل شوي دي."

طالبانو د دې پېښې په اړه تر دې دمه څه نه‌دي ویلي.

د میدان وردګو امنیه قوماندان: جغتو ولسوالۍ سقوط شوه

د افغانستان په نقشه کې د میدان وردګ نقشه

د میدان وردګو امنیتي چارواکي وايي، د دې ولایت جغتو ولسوالۍ د وسله والو طالبانو لاس ته لویدلې.

د دغه ولایت امنیه قوماندان سمنوال مصطفي مایار نن سې شنبه (د چنګاښ ۱مه) ازادي راډيو ته تائید کړه چې د جغتو ولسوالۍ تېره شپه د طالبانو لاس ته لویدلې.

دی وايي: "په جغتو ولسوالۍ کې زموږ د ټولو امنیتي ارګانو سرتیري موجود وو، خو په خواشینۍ سره چې هلته د دښمن نفوذي کسان وو او په دې بریالي شول چې دا خلګ تسلیمۍ ته مجبور کړي، په خواشینۍ سره باید ووایم چې تېره شپه دا ولسوالۍ سقوط شوه."

نوموړی وايي، په یاده ولسوالۍ کې ۲۳ ملي پولیس، ۴ د ملي امنیت سرتیري او ۱۳ د ملي اردو سرتیري موجود وو چې طالبانو ته تسلیم شوي دي.

مایار وايي، په ولسوالۍ کې ټول نظامي تجهیزات هم د وسله والو طالبانو لاسونو ته لویدلي دي.

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم د یادې ولسوالۍ د سقوط پخلی کړی او ویلي یې دي چې ټول سرتیري ورته تسلیم شوي او مهمات هم د دوی لاسونو ته ورغلي دي.

ننګرهار کې د سوداګریزو اسنادو یو واحد مرکز پرانیستل شو

ارشیف، د جلال اباد ښار

په ننګرهار کې د سوداګریزو اسنادو یو واحد مرکز پرانیستل شو چې په دې سره به سوداګرو ته ګڼې اسانتیاوې رامنځ ته شي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند فواد احمدي نن سې شنبه (د چنګاښ ۱مه) ازادي راډیو ته وویل چې دغه مرکز د ننګرهار ولایت په ګمرک کې د هېواد د صادراتي توکو د اسنادو په پروسو کې د اسانتیاوو برابرولو په موخه د حکومت د پراختیایي بودجې څخه د درې میلیونه افغانیو په لګښت رامنځته شوی دی.

نوموړي وویل چې د دې مرکز پرانیسته به د سوداګرو ډېری ستونزې هوارې کړي او د اسنادو د مراحلو د بهیر وخت به هم یوې دقیقې ته را کم کړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزات چارواکي وایي چې په ننګرهار ولایت کې د صادراتي محصولاتو د پروسې د بهیر، د یو واحد مرکز د جوړولو موخه د هېواد د صادراتو د زیاتوالي لپاره د لازمو اسانتیاوو برابرول دي.

د چارواکو په وینا چې ورته واحد مرکزونه په کابل او کندهار ولایت کې هم جوړ شوي دي.

د بدخشان د شورابک د برښنا بند کارونه بشپړ شوي

د شورابک بند

د بدخشان د شورابک د برښنا بند کارونه بشپړ شوي او ډېر ژر به ګټې اخېستنې ته وسپارل شي.

د اوبو ملي ادارې ویاند نظام الدین خپلواک نن سې شنبه (د چنګاښ ۱مه) ازادي راډیو ته وویل چې دا بند د جرمني د ۴۵ میلیونه یورو په لګښت جوړ شوی چې په درېیو توربینونو سره ۷.۵ مېګا واټه برښنا تولیدوي او د فیض اباد ښار ۲۵ زره کورنیو ته برښنا رسوي.

نوموړي وویل چې د دې بند چارې د ٥ کلونو په موده کې بشپړې شوي دي.

افغان حکومت تر دې وړاندې د کمال خان په ګډون یو شمېر نور بندونه هم ګټې اخېستنې ته سپارلي دي.

افغانستان د برښنا تولیدولو او اوبو زېرمه کولو لپاره د بندونو جوړولو مناسب طبیعي شرایط لري، خو د اوبو د نه مدیریت له امله د دغه هېواد نږدې اویا سلنه اوبه ګاونډیو هېوادونو ته بهېږي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG