د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۶ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۹:۲۴

فارین پالېسي: ډېری افغانان د کرونا ویروس ناروغي نه راپور کوي

یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
  • اېس‌بي‌‌اېس

اېس‌بي‌‌اېس خپرونې له افغانستانه د استرالیايي ځواکونو له وتلو سره د هغو افغانانو د ویزو د بهیر په اړه مقاله خپره کړې چې له دغو ځواکونو سره‌یې کار کړی دی.

په مقاله کې راغلي چې د جون په لومړیو کې د استرالیا د بهرنیو چارو وزیرې ماریس پېن د سنا کمېټې ته وویل چې هغو افغانانو ته د ویزو بهیر به له هغې پروسې سره سم پر مخ ځي چې له ۲۰۱۳م کال راهیسې روانه ده. دا هغه افغانان دي چې په افغانستان کې يې د استرالیا له مأموریتونو سره کار کړی دی.

د مقالې په وینا دا خبرې داسې مهال دي چې له افغانستانه د دغو افغانانو د ایستلو غوښتنې زیاتې شوي، په ځانګړې توګه له کله راهیسې چې د افغان ترجمانانو او د هغوی د کورنیو پر وړاندې د طالبانو تهدیدونه زیات شوي.

د اېس‌بي‌اېس په مقاله کې راغلي چې تر اوسه ۴۰ افغانانو ویزې ترلاسه کړي چې په افغانستان کې يې له استرالیايي ځواکونو سره کار کړی وو او ګڼ نور به د جون په ۲۰مه او ۳۰مه نېټه له افغانستانه استرالیا ته انتقال کړای شي.

د مقالې په پای کې لولو چې د استرالیا د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې له ۲۰۱۳م کال راهیسې له افغانستانه ۱،۲۰۰ هغه افغانان استرالیا ته انتقال شوي چې له استراليايي مأموریتونو سره‌یې کار کړی.

دا په داسې حال کې ده چې د بشر حقونو نړیوال سازمان د جون میاشتې په اتمه نېټه ویلي، هغه هېوادونه چې ځواکونه‌یې له افغانستانه وځي، باید د افغان ترجمانانو او نورو کارکوونکو د ویزو پروسه چټکه کړي چې له بهرنیو مأموریتونو سره‌یې په افغانستان کې کار کړی.

د دې ادارې په وینا، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره دا بېره زیاته شوې چې طالبان به دا کسان هدف وګرځوي.

  • فارین پالېسي

فارین پالېسي خپرونې په افغانستان کې د 'کووېډ-۱۹' د خپرېدو په اړه یوه مقاله خپره کړې ده.

په دې مقاله کې راغلي چې د دوشنبې په ورځ د عامې روغتیا وزارت ارقام ښيي چې په افغانستان کې ۵۶ کسان له 'کووېډ-۱۹' مړه شول او له فبرورۍ میاشتې راهیسې چې په افغانستان کې د 'کووېډ-۱۹' لومړۍ مثبته پېښه ثبت شوې وه، د مړو شویو شمېر ۳،۱۹۵ ثبت شوی دی.

مقالې د روغتیايي کارکوونکو له قوله لیکلي چې ډېری افغانان د کرونا ویروس ناروغي نه راپور کوي او ګڼ خلک په خپلو کورونو کې ناروغه شوي او مړه شوي دي.

د فارین پالېسي مقالې په وینا حکومت ویلي چې د کابل هدیرې نه‌دي ډکې شوي چې ګواکې له 'کووېډ-۱۹' څخه ډېر کسان نه‌دي مړه شوي، خو د مقالې د لیکوال په باور ډېری خلک د خپلوانو مړي خپلو ولایتونو او کلیو ته وړي او په کابل کې يې خاورو ته نه‌سپاري.

وروسته په مقاله کې لولو چې په افغانستان کې د 'کووېډ-۱۹' د خپرېدو په لومړیو درې میاشتو کې افغان روغتیايي چارواکو ډېرې تېروتنې وکړې. د مقالې په وینا په افغانستان کې د اداري فساد له کبله د مصنوعي ساه اخیستلو ماشینونه روغتونونو ته ونه‌رسېدل او د عادي روغتیايي توکو بیې ډېرې لوړې شوې.

د 'کووېډ-۱۹' پر ضد د واکیسن په اړه د عامه پوهاوي نشتوالی یوه بله ستونزه یاده شوې چې د مقالې د لیکوال په باور افغانان‌یې له دې ناروغۍ سره لا زیات لاس او ګرېوان کړي دي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG