د المپیک نړیوالې کمېټې افغان تکواندو کار فرزاد منصوري ته د توکیو په دوبني المپيک کې د لوبېدو بلنه ورکړې.
د افغانستان د تکواندو د ملي تيم روزونکي بشیر تره کي ازادي راډیو ته وویل منصوري ډېرې لاسته راوړنې لرلي او د وړتیا له مخې دا بلنه ورکړل شوې.
المپيک نړیوالې کمېټې وروسته له هغه دغه افغان تکواندوکار ته د المپيکي لوبو جواز ورکړی چې د تکواندو ټيم د کرونا د ټېسټونو د مثبتېدو په خاطر له غوراوي پړاو پاتې شو.
د ازادي راډیو خبریال صفي الله ستانکزي له بشیر تره کي سره په دې اړه مرکه کړې ده چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اوریدلی شئ:
-
صفيالله ستانکزی
صفي الله ستانکزی پراګ کې د ازادي راډیو خبریال دی چې د افغانستان، سیمې او نړۍ پر روانو چارو راپورونه جوړوي. ده کلونه په افغانستان کې هم د ازادي راډیو لپاره خبریالي کړې ده
پر ایکس او فیسبوک یې تعقیبولی شئ