افغانستان
د افغانستان ولسي جرګې د ترانسپورټ وزیر قدرتالله ذکي استیضاح کړ
د افغانستان ولسي جرګې د ترانسپورټ وزیر قدرتالله ذکي دغې جرګې ته استیضاح کړ.
د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې اور لګېدنې چې له املهيې په سوداګریزو توکو بار سلګونه موټر د اور خوراک شول او دغهشان په دې وزارت کې غیر قانوني ټاکنې جرګې ته ښاغلي ذکي د استیضاح لاملونه بلل شوي دي.
د ولسي جرګې یو شمېر غړو ښاغلی ذکي جرګې ته په بېاحترامۍ هم تورن کړی ځکه د دوی په وینا د جرګې غونډو ته د ځواب ورکولو لپاره نهدی حاضر شوی.
یو شمېر نورو وکیلانو بیا په یاد وزارت کې د کارکوونکو غیر قانوني ټاکنو ته اشاره وکړه او ویېویل چې باید دا شان کړنې بندې شي.
خو یو شمېر نور وکیلان بیا د جرګې ناستې ته د ترانسپورټ د وزیر قدرتالله ذکي له استیضاح سره مخالف ول.
د ترانسپورټ وزیر قدرتالله ذکي هم د انتقاد کوونکو وکیلانو په ځواب کې وویل چې اور لګېدنې ته رسېدنه د ترانسپورټ د وزارت کار نهدی او د وزارت د کارکوونکو د ټاکلو په پروسه کې هم ښکېل نهدی.
د ولسي جرګې د نن ورځې په غونډه کې د استازو نصاب نهو پوره، پرېکړه وشوه چې په دې اړه به سبا تصمیم ونیول شي.
د ترانسپورټ وزیر قدرتالله ذکي د ماليې او سوداګرې له وزیرانو وروسته درېیم وزیر دی چې د اور لګېدنو په اړه استیضاح کېږي.
په هرات، بغلان، فراه او د کابل د خیرخانې په کوتل کې وروستیو اور لګېدنو چې له املهيې نږدې ۲،۰۰۰ په سوداګریزو توکو بار موټر او د تېلو ټانکرونه وسوځېدل د راپورونو پر بنسټ خصوصي سکټور تهيې لږترلږه ۲۰۰ ملیونه ډالره مالي زیان واړوه.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې د اورښتونو او سېلابونو اټکل شوی
د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هواپېژندنې ادارې نن یکشنبه هم د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې د اورښتونو او سېلابونو اټکل کړی دی.
دغې ادارې پرون په یوه اطلاعیه کې ویلي په بدخشان، بغلان، تخار، پنجشېر، نورستان، کونړ، کاپیسا، پروان، بامیان، فاریاب، جوزجان، سمنګان، غور، بادغیس، هرات او فراه کې نن د اورښتونو، تالندې برښنا او سېلابونو بهېدلو اټکل شوی دی.
په بېلابېلو ساحو کې د اورښتونو اندازه له ۱۵ تر ۳۰ ملي مترو پورې اټکل شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې له تېرې جمعې د سختو سېلابونو له کبله په غور کې ۵۰ او په فاریاب کې ۱۸ کسان مړه شوي دي.
د غويي یا ثور پر ۲۱مه په بغلان کې د سېلابونو له کبله تر ۳۰۰ زیات کسان مړه او د خلکو ملکیتونه سخت زیانمن شوي وو.
د ایران په یوه زندان کې څلور افغانان د اعدام لپاره یوې انفرادي خونې ته لېږدول شوي
د ایران د بشري حقونو سازمان وايي، د یوه افغان وګړي په ګډون څلور بندیان د ایران د شېراز په مرکزي زندان کې د اعدام لپاره یوې انفرادي خونې ته لېږدول شوي دي.
دغه بنسټ پرون شنبه خبر ورکړی چې دغه څلور کسان د مخدره موادو د کاروبار یا هم د عمدي قتل په تور اعدام ته چمتو کړای شوي دي.
افغان وګړی د مخدره موادو په تور نیول شوی چې ممکن ډېر ژر له درېیو نورو بندیانو سره یوځای د اعدام حکم ورباندې تطبیق شي.
د ایران د بشري حقونو سازمان وايي، په ۲۰۲۳م کال کې د ۲۰۲۲م کال پر تله د مخدره موادو په تور د اعدامونو شمېر ۸۴ فیصده زیات شوی دی.
په ۲۰۲۳م کال کې په دې تور د افغان وګړو په ګډون لږ تر لږه ۴۷۱ کسان په ایران کې اعدام شوي، خو په ۲۰۲۲م کال کې یې شمېر ۲۵۶ و.
په ایران کې د محاکمو پر جریان د بشري حقونو ملاتړو ډلو انتقاد کړی، چې په وینا یې شفافیت په کې کم دی.
د بغلان پر ۳۰۰۰ سېلاب ځپلو خواړه ویشل شوي
افغاني سرې میاشتې ټولنې د بغلان ولایت په بُرکې ولسوالۍ کې پر ۳۰۰۰ سېلاب ځپلو کسانو د خوړو د مرستو د وېش خبر ورکړ.
دغې ادارې پرون په یوه اعلامیه کې لیکلي چې د غرمې دغه پاخه کړي خواړه د کرکټ د مشهور لوبغاړي راشد خان او د افغان مسلم هندز خیریه بنسټ په مالي ملاتړ برابر شوي وو.
په بغلان کې د غويي یا ثور میاشتې د ۲۱مې نېټې ویجاړوونکو سېلابونو تر ۳۰۰ زیات کسان مړه او په زرګونو کورونه یا بشپړ یا څه ناڅه تخریب کړل.
په بغلان کې سېلابو ځپلیو پرون ازادۍ راډیو سره په خبرو کې شکایت وکړ چې تر یوې اوونۍ د زیاتې مودې له تېرېدو وروسته هم لازمه مرسته نه ده ورسره شوې.
بدخشان کې سېلابونو د ۱۰ ولسواليو لارې تړلي
د بدخشان له مرکز فیض اباد ښار سره د دغه ولایت د لسو ولسوالیو د تګ راتګ لارې نن تړل شوې دي.
د طالبانو د حکومت تر کنټرول لاندې باختر آژانس خبر ورکړ چې د فيض آباد – بهارک لويه لاره، چې له فيض آباد سره لس ولسوالۍ نښلوي د ترافيکو پرمخ بنده شوې ده.
باختر اژانس د بدخشان ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس ذبيح الله اميري پر اساس وویل، چې سېلونه د دې لارې د بنديدو سبب شوي دي.
په افغانستان کې وروستیو سېلونو په ځانګړي ډول په بغلان او غور ولایتونو کې سلګونه کسان مړه او ټپیان کړي دي.
سرچینې: تخار کې پر طالبانو چاودنه شوې ده
د تخار ولایت سیمه ییزو سرچینو ویلي چې نن ماسپښین په تالقان کې چاودنه شوې ده.
ځینې سرچینې وايي چې په یوه موټرسایکل کې نصب شوی ماین چاودلی دی.
خو ځينو نورو سرچينو ويلي چې چاودنه د طالبانو په موټر کې د مقناطسي بم په نتیجه کې شوې ده.
د تخار ولایت سیمه ییزو چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي او ویل کېږي چې له چاودنې وروسته طالبانو د تخار امنیه قوماندانۍ ته غځېدلې لارې تړلې دي.
تر اوسه د دې چاودنې مسوولیت چا منلی نه دی او نه هم د احتمالي مرګ ژوبلې په اړه څه ویل شوي دي.
د اسپانیا چارواکو په بامیان کې د خپلو اتباعو وژنه تایید کړه
د اسپانیې د بهرنیو چارو وزیر تایید کړې چې په بامیان کې د دې هېواد اتباع وژل شوي دي.
پیدرو سانچیز تېره شپه په خپله ایکسپاڼه لیکلي، د اسپانوي وګړو د وژل کېدو په اړه خواشینی شوی٬ خو نوموړي دا نهدي لیکلي چې په دې پېښه وژل شوي بهرني سیلانیان ټول اسپانویان دي او که نه.
بلخوا رویټرز خبري اژانس د اسپانیا د بهرنیو چارو وزارت په حواله راپور ورکړی چې تېره ورځ جمعه د دې هېواد درې وګړي په بامیان کې وژل شوي او یو بل ټپي دی.
د طالبانو حکومت وايي، د دې پېښې سره په تړاو یې ۴ تنه نیولي دي.
لا تر اوسه چا د دې حملې مسوولیت نهدی منلی.
د افغانستان ازادۍ جبهې په کابل کې د درېیو طالبانو د وژلو ادعا کړې
د افغانستان د ازادۍ جبهه ادعا کوي چې په کابل کې یې د طالبانو د مشر په ساتونکو برید کې د هغوی درې تنه وژلي او یو بل یې ټپي کړی دی.
دې جبهې تېره شپه ناوخته په خپله ایکسپاڼه لیکلي، چریکیانو یې دا برید پرون ماښام د کابل د شاه دو شمشېره جومات تر څېرمه د ارګ په موقتي کمربند کې د ملاهبتالله د ځانګړي ځواک په وسلهوالو وکړ.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومتي چارواکو منلې چې د دوی مشر له څو ورځو راهیسې په کابل کې دی او د والیانو په یوه غونډه کې یې هم ګډون کړی دی.
طالبان: په لوګر کې چادونه شوې
د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت د لوګر په محمداغې ولسوالۍ کې د تېرې شپې چاودنه په سیمه د پخوانیو چاودېدونکو توکو د چاودنې پایله ګڼي.
د دې وزارت ویاند عبدالمتین قانع په خپله ایکسپاڼه لیکلي، تېره شپه ۱۲نیمې بجې د د دوی ځانګړو ځواکونو د تعلیمي مرکز "شکار قلعه" ته نږدې یوه اندازه پخواني چاودېدونکي توکي چې په یو ځای کې ایښودل شوي و، د دوی د یوه عسکر د بې احتیاطۍ له امله چاودېدلي دي.
قانع زیاته کړې چې په دې چاودنه کې چا زیان نهدی رسېدلی.
خو په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې وېډیوګانې او معلومات ښيي چې چاودنه زوروه او ان تر لېرې سیمو کې د ځینو کورونو ښېښې ماتې کړي دي.
ملګري متلونه: هره ورځ چاودنې لږ تر لږه دوه افغانان وژني یا هم ټپي کوي
د ملګرو متلونو یو چارواکی وايي، په افغانستان کې هره ورځ چاودنې لږ تر لږه دوه کسان یا وژني یا هم ټپيان کوي.
د سولې د عملیاتو لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ژان پیر لاکروا پرون پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې په هرو لسو تلفاتو کې ۸ یې د ماشومانو وي.
لاکروا لیکلي، خوشحاله دی چې افغانستان ته یې د خپل وروستي سفر پر مهال له هغو کسانو سره کتلي چې د دغه تهدید د کمولو او په وړاندې یې د اقدام هڅه کوي.
د ملګرو ملتونو دغه چارواکي لیکلي چې یوناما او شریکان یې د خپلو ژغورونکو بشري چارو د پرمخ بېولو لپاره ملاتړ ته اړتیا لري.
په افغانستان کې وخت ناوخت د پخواني شوروي اتحاد د مهال یا هم په تېرو شلو کلونو کې د طالبانو لهخوا د ځای پر ځای شویو بمونو یا هم ناچاوده وسیلو په چاودنو کې خلکو ته مرګژوبله اوړي.
قُمي: لا هم د هېوادونو اقدامات د افغانستان د لانجې په حل کې ګټور نه دي تمام شوي
د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړی استازی او سفیر حسن کاظمي قُمي وايي، لا هم د سیمې د لیرې هېوادونو اقدامات د افغانستان د لانجې په حل کې ګټور نه دي تمام شوي.
قُمي دا خبره د افغانستان لپاره د ایټالیا له ځانګړي استازي جانفرانکو پیټروزیلا سره په کتنه کړې ده.
قُمي پرون په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې په افغانستان کې د ناوړه وضعیت دوام، ښايي د اروپا لپاره د ګواښونو سرچینه شي.
د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي لیکلي چې په دې کتنه کې یې د دوحې د درېیمې غونډې پر موضوعاتو هم خبرې وکړې.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایووا په مارچ میاشت کې ویلي وو چې د دوحې د درېیمې غونډې لپاره چمتووالی روان دی.
پر افغانستان د دوحې دویمه غونډه د فبروري پر ۱۸مه او ۱۹مه شوې وه چې د ۲۵ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازو په کې برخه اخیستې وه.