د پاکستان صدراعظم عمران خان په دې وروستیو کې ویلي چې حکومت یې نور د افغانستان په اړه د ستراتیژیک عمق هغه پالیسي نه تعقیبوي چې مخکینیو حکومتونو تعقیب کړې بلکې په دې هیېواد کې د هر هغه حکومت چې د افغانانو له خوا انتخاب شوی وي، ملاتړ کوي.
سمیع یوسفزی چې د افغانستان او پاکستان حالات له نژدې څاري وایي، د افغانستان او هند پر وړاندې د پاکستان ستراتیژي د پاکستان ملکي حکومتونه نه بلکې نورې ځواکمنې ادارې جوړوي.
د ازادي راډیو خبریال نوریاس نوري له ښاغلي یوسفزي سره مرکه کړې او په پیل کې یې ور څخه پوښتنه کړې چې ایا د عمران خان دغه څرګندونې د افغانستان پر وړاندې د اسلام اباد په ستراتیژي کې د بدلون نښه ده او که هغه یوازې تبلیغاتي بڼه لري؟
دا مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اوریدلی شئ: