د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۲۶

افغانستان

د پکتیا والي: ګردېز کې چاودنې د یوې کورنۍ ۴ تنه وژلي

ارشیف، د مرکز ګردېز یوه څنډه
ارشیف، د مرکز ګردېز یوه څنډه

د پکتیا والي وايي، نن یکشنبه (د غبرګولي ۱۶مه) پر یوه سراچه ­ډوله موټر په چاودنه کې څلور ملکیان وژل شوي دي.

محمد حلیم فدايي، رسنیو ته وویل چې د مرکز ګردېز په ابراهیم ­خېلو سیمه کې وژل شوي کسان د یوې کورنۍ غړي دي: "موټر کلي کې واده ته روان و چې په ابراهیم خېلو سیمه کې د بې رحمه ځناورو تروریستانو پر ماین وربرابر شوی چې په نتیجه کې دوې ښځې، یو ۱۲ کلن ماشوم او یو ډرېور شهیدان شوي دي."

والي ویلي چې د پېښې عاملین به مجازاتوي.

د دې پېښې مسوولیت تر اوسه چا نه دی منلی.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د روغتیا نړیوال سازمان، نری رنځ د افغانانو لپاره یو جدي روغتیايي ګواښ بولي

د روغتیا نړیوال سازمان (دبلیو‌اېچ‌او) وایي چې د نري رنځ ناروغي لا هم په افغانستان کې یو جدي روغتیايي ګواښ دی.

دې سازمان نن د نري رنځ د نړیوالې ورځې په مناسبت د افغانستان لپاره د خپل استازي اېډوېن سېنېزا سلوادور له قوله په اېکسپاڼه کې لیکلي چې هر کال زرګونه کسان په افغانستان کې پر توبرکلوز اخته کېږي.

هغه زیاته کړې چې په افغانستان کې د نري رنځ ډېرې پېښې نه تشخیص کېږي.

په خبر کې دا هم ویل شوي چې پر وخت د نري رنځ د تشخیص لپاره او دا چې ډاډ ترلاسه شي چې هیڅوک له پامه نه غورځول کېږي، ګډو او همغږو هڅو ته اړتیا ده.

د روغتیا د نړیوال سازمان پر اساس، د دې ساري ناروغۍ له کبله په ۲۰۲۴ کال کې د یو میلیون او ۲۳ زره کسانو مړینې ثبت شوې وې.

جرمني وايي، په برلین کې د افغانستان سفارت ته د طالبانو له لوري معرفي شوی استازی د سفیر په توګه نه پېژني

د جرمني د باندنیو چارو وزارت اعلان کړی چې په برلین کې د افغانستان په سفارت کې د طالبانو له لوري نوی ګومارل شوی استازی د سفیر یا شارژدافیر په توګه نه پېژني.

جرمني دا اعلان وروسته له هغه وکړ چې د دغه هیواد ARD تلویزیون د شنبې په ورځ راپور ورکړ چې د طالبانو حکومت د جرمني له تایید پرته خپل یو دیپلومات د برلین د سفارت د مشرۍ لپاره معرفي کړی دی.

د دویچې ویلې د راپور له مخې، د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویاند د دوشنبې په ورځ په برلین کې وویل: «د افغانستان په سفارت کې د کارکوونکو د بدلون په اړه موږ ته هېڅ رسمي خبر نه دی راکړل شوی.»

هغه زیاته کړه چې د جرمني حکومت به د افغانستان د طالبانو له حکومت سره اړیکه ونیسي او په دې به ټینګار وکړي چې د سفارت حقوقي وضعیت په اوسني حالت پاتې شي.

د ARD په راپور کې راغلي وو، هغه کس چې طالبانو د سفارت د مشرۍ لپاره معرفي کړی، له هغو دوو قونسلي مامورینو څخه یو دی چې جرمني د تېر کال په جولای کې منلي وو، څو افغانستان ته د رد شویو پناه غوښتونکو د بېرته ستنولو په بهیر کې مرسته وکړي.

د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د اوربند پایته رسیدو سره سم طالبان وايي بلخ کې یې پاکستاني الوتکو باندې ډزې کړي

بلخ کې د هوايي برید له رپوټونو وروسته د طالبانو حکومت وايي چې د پاکستاني الوتکو لور ته یې ډزې کړي دي.

حماد وصال د الفتح د ۲۰۹ قول اردو ویاند پرته له جزییاتو طلوع نیوز ته ویلي چې دافع هوا ځواکونه د پاکستاني الوتکو لور ته ډزې کوي او له خلکو یې غوښتي چې اندیښمن نه اوسي.

مخکې لدې، بلخ کې د طالبانو د والي ویاند عطاء الله زید ازادي راډیو ته ویلي وو چې نن شپه کومه پیښه نه ده شوې .

د پاکستان حکومت تراوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

ځینو داخلي رسنیو د منابعو په وینا رپوټ ورکړی وو چې بلخ کې هوايي بریدونه شوي دي.

پاکستان مخکې ویلي وو چې اوربند نن دوشنبه د شپې تر دولسو بجو دوام کوي.

د بریتانیا ځانګړی استازی : له زده کړو څخه د نجونو د محرومیت دوام د افغانستان راتلونکې زیانمنوي

افغانستان کې نجونې وايي د زده کړو بندیز ناهیلې کړي دي.
افغانستان کې نجونې وايي د زده کړو بندیز ناهیلې کړي دي.

د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړی استازی وايي چې له زده کړو څخه د نجونو د محرومیت دوام د افغانستان راتلونکې ته تاوان رسوي.

ریچارډ لینډسي د دوشنبې په ورځ (د حمل درېیمه) په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د افغانستان د نوي تعلیمي کال له پیل سره به د زده کړې له حق څخه د میلیونونو نجونو محرومیت دوام ومومي.

هغه د زده کړې ته د ټولو پر لاسرسي ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د ښځو او نجونو له زده کړو محرومول د افغانستان راتلونکې زیانمنوي او د هېواد ټول قشرونه شاته ساتي.

تر دې مخکې، ریچارډ بنېټ، د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکي ویلي وو چې د طالبانو له خوا د نجونو او ښځو پر زده کړو محدودیتونه د منلو وړ نه دي.

په همدې حال کې، په کابل کې د ځینو ښوونځیو مدیرانو ازادي راډیو ته ویلي چې ټاکل شوې د افغانستان په سړو سیمو کې نوی تعلیمي کال د وري په شپږمه نېټه پیل شي.

ملګري ملتونه ایران کې د افغان کډوالو د وضعیت په اړه اندېښنه څرګندوي

اسلام کلا بندر ته راستنېدونکي افغان کډوال ، ارشیف
اسلام کلا بندر ته راستنېدونکي افغان کډوال ، ارشیف

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ ویاند خبرداری ورکړی چې په ایران کې جګړه په جدي توګه پر هغو افغان کورنیو اغېزکړی چې ژوند یې د ورځني کار پورې تړلی دی.

د دې ادارې د افغانستان څانګې د دوشنبې په ورځ، د حوت په درېیمه نېټه، په خپلې اېکس پاڼه لیکلي چې دا حالت کولی شي دغه کډوال مجبور کړي چې بېرته افغانستان ته ستانه شي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې د بیا ادغام ظرفیت ډیر کمزوری دی.

له دې مخکې، په ایران کې ځینو افغان کډوالو ازادي راډیو ته ویلي وو چې جګړې د هغوی ورځنی ژوند ګډوډ کړی دی.

د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) د شمېرو له مخې، د امریکا او اسراییلو له خوا پر ایران د بریدونو له پیل وروسته، د مارچ میاشتې په لومړیو دوو اونیو کې له ۷۰ زرو څخه زیات افغانان له ایران څخه خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

یونیسف: په ۲۰۲۵ کال کې یې په افغانستان کې ۲،۱ ملیون وګړو ته پاکې اوبه برابرې کړي دي

د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق، یونیسف وایي، تیر۲۰۲۵ کال کې یې د شریکانو په مرسته په افغانستان کې ۲،۱ ملیون وګړو ته پاکې اوبه برابرې کړي دي. د دې صندوق چارواکي تاج الدین اویوال د مارچ په ۲۲ د اوبو د نړیوالې ورځې په مناسبت یوه پیغام کې ویلي چې دغو هڅو یې له ماشومانو سره د سالمې روغتیا په برخه کې مرسته کړې او هم یې میندو ته د دې زمینه برابره کړي چې د خپلو کورنیو ښه پالنه وکړي. یونیسف دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې د سره صلیب نړیوالې کمیټې پرون یکشنبې د اوبو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه راپور کې وویل چې" په افغانستان کې اوبو ته لاسرسی په سختېدو " دی. دې کمیټې ویلي چې د اوبو کموالي د افغانانو ورځنی ژوند متاثره کړی دی. د دې کمیټې په وینا د ورښت کموالي، د نفوس زیاتوالي او له ګاونډیو هېوادونو د کډوالو راستنېدنې د افغانستان تر ځمکې لاندې اوبه له ډېر فشار او بې دریغه استفادې سره مخامخې کړي دي.

اسحاق ډار: هیواد یې لا هم د "ترهګرۍ د ګواښ د له منځه وړلو" لپاره ژمن دی

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لنډ مهاله اوربند پای ته رسیدو ته په ورنژدې کیدو سره د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار وایي هیواد یې لا هم د "ترهګرۍ د ګواښ د له منځه وړلو" لپاره ټینګ ژمن دی. کابل او اسلام آباد تېره چهارشنبه اعلان وکړ چې د کوچني اختر په مناسبت به نښتې ودوري او د دوشنبې شپې تر نیمایي پورې به لنډمهاله اوربند رعایت کړي.

اسحاق ډار د پاکستان د ورځې په مناسبت په خپل پیغام کې څرګنده کړه چې د کړکیچ په اړه یې د هېواد دریځ نه دی بدل شوی او پاکستان د افغانستان دننه اقدامات د دې لپاره چې ټاکلی هدف ترلاسه شي.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ویلي چې پاکستانیو ځواکونو د کونړولایت د ناړۍ ولسوالیو پرځینو برخو بریدونو کړي چې په نتیجه کې یې یوکس وژل شوی او بل ټپي شوی دی. پاکستاني چارواکو تراوسه د دغې ادعا په اړه څه ندي ويلي.

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف هم د پاکستان د ورځې په مناسبت په خپل پیغام کې وویل چې د افغانستان دننه پوځي عملیات "د ترهګرۍ پر ضد زموږ د ملي عزم نښه ده." هغه زیاته کړه: "موږ به هېڅکله اجازه ورنه کړو چې زموږ د هېواد سولې او امنیت ته زیان ورسېږي."

که څه هم یوشمیرهیوادونو د دواړو لورو ترمنځ د شخړو د پای ته رسولو لپاره د یوه تلپاتې اوربند د ټینګیدو لپاره د هڅو خبر ورکړی خو دانده څرګنده چې ایا د لنډ مهاله اوربند له پای ته رسیدو سره به دواړه لوري په نښتو لاس ونیسي او که به بیا پراخو شخړو ته مخه کړي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لنډ مهاله اوربند پای ته رسیدو ته په ورنژدې کیدو سره د لویو شخړو د پیلیدو راپورونه ندي ورکړل شوي

په داسې حال کې د دوشنبې په شپه د افغانستان او پاکستان ترمنځ لنډ مهاله اوربند پای ته رسیږي، تراوسه په پراخه کچه د شخړو د بیا پیلیدو راپورونه ندي ورکړل شوي. خو د طالبانوحکومت ویلي چې پاکستان په دې موده کې له اوربند څخه سرغړونه کړې ده.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ویلي چې پاکستانیو ځواکونو د کونړولایت د ناړۍ ولسوالیو پرځینو برخو بریدونو کړي چې په نتیجه کې یې یوکس وژل شوی او بل ټپي شوی دی. پاکستاني چارواکو تراوسه د دغې ادعا په اړه څه ندي ويلي.

په عین حال کې د نړیوال کړکیچ ډلې خبرداری ورکړی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د نښتو زیاتوالی د دواړو هیوادونو ترمنځ د اوږدمهاله او خطرناکه تاوتریخوالي د دورې احمتال زیاتوي.

ریچارډ بینیټ: دا یوازې افغانستان دی چې د نوي ښوونیز کال له پیلیدو سره له ۶ ټولګي پورته نجونې پکې له زده کړو محرومې دي

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو ځانګړي راپورورنکي ریچارډ بینیټ د نوروز په مناسبت یوه پیغام کې ویلي چې دا یوازې افغانستان دی چې د نوي کال له پیلیدو سره له شپږم ټولګي پورته نجونې پکې ښوونځي ته له تلو محرومې دي. بینیټ د یکشنبې په ورځ ناوخته پرخپله ایکسپاڼه په یوه بیان کې لیکلي چې

"نوروز دې ټولو هغو کسانو ته مبارک وي چې لمانځي یي! زه یادونه کوم چې دا یوازې په افغانستان کې د یوه بل ښوونیز کال پیل نښه کوي چې په ترڅ کې یې له شپږم ټولګي پورته نجونو ته اجازه نه ورکول کېږي چې په ښوونځي کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي او ښځې هم نه شي کولای پوهنتون ته ولاړې شي. دا د منلو وړ نه ده او باید بېرته بدل شي!"

د ملګروملتونو د شمیرو له مخې په افغانستان کې د نوي ښوونیز کال له پلیدو سره په ملیونونو نجونې او ښځې نشي کولای چې منځنۍ، ثانوي او پوهنتوني زده کړې وکړي.

د طالبانو حکومت د (جرمني له تاییدۍ) پرته یو ډيپلومات برلین کې د سفارت مشرۍ ته ګمارلی

جرمني کې د افغانستان یوه سیاسي استازولۍ
جرمني کې د افغانستان یوه سیاسي استازولۍ

د جرمني رسنۍ وایي، د طالبانو حکومت د جرمني له تاییدۍ پرته په برلین کې د افغانستان سفارت مشرتابه ته خپل یو ډيپلومات ورمعرفي کړی دی.

دا خبره د شنبې په ورځ د جرمني ( اې. آر.ډی) رسنۍ راپور کړې، خو د طالبانو د معرفي شوي ډیپلومات نوم یې نه دی اخیستی.

په راپور کې راغلي، دا د هغو دوو قونسلي مامورانو له ډلې یو دی چې تېر کال جولای کې جرمني د دې لپاره ومنل چې د رد شویو افغان کډوالو په ستنولو کې مرسته وکړي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند ویلي، دوی د افغانستان په ډيپلوماتیکو استازولیو کې د دې ادلون بدلون په اړه معلومات نه لري.

د طالبانو حکومت هم د یکشنبې تر ماښامه په دې اړه تبصره نه وه کړې.

د ډيپلوماتیکو اړیکو په اړه د جینوا د ۱۹۶۱ کنوانسیون له مخې، مخکې له دې چې سفیر یا د سیاسي استازولۍ مشر یوه دنده واخلي، باید کوربه هېواد یې ټاکل تایید کړي.

جرمني یوازنی اروپایي هېواد دی چې د طالبانو ډيپلوماتیک استازي یې منلي دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG