د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۶ زمری ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۰۹

سندې مارنېنګ هیرالډ: استرالیا باید خپل افغان متحدان یوازې پرې نه‌ږدي

یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
  • واشنګټن پوسټ

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه لیکي، د افغان حکومت د پوځیانو او طالبانو ترمنځ جګړه وروسته تر دې نوره هم سخته شوې ده چې پر طالبانو هوایي بریدونه کم شوي او امریکایي ځواکونه په وتلو دي. د ورځپاڼې په باور وروستۍ جګړې ګڼ مېشته سیمو ته نږدې روانې دي.

واشنګټن پوسټ بیا د هلمند مرکز لښکرګاه ته څېرمه د تېرې میاشتې جګړې ته اشاره کوي چې افغان ځواکونو د هوا له لارې درنه بمباري وکړه او د طالبانو مخه‌یې ونیوله.

ورځپاڼه لیکي چې له څو اوونیو جګړو وروسته طالبانو په سیمه کې ماینونه ایښي، لارې خرابې شوې دي، ژورې کندې په‌کې جوړې شوې دي، دېوالونه په مرمیو او چرو لګېدلي دي.

ورځپاڼه لیکي، کله چې د مې په لومړۍ نېټه امریکایي ځواکونو په هلمند کې خپله وروستۍ اډه افغان ځواکونو ته سپارله، طالبانو په همدې ورځ پر مرکز لښکرګاه لویه حمله وکړه او د ناوې ولسوالۍ په ګډون‌یې په یو شمېر ولسوالیو کې پرمختګونه وکړل.

ورځپاڼه لیکي چې ناوه ولسوالۍ په تېرو دوو لسیزو کې څو ځله طالبانو په څو ورځو کې نیولې وه، خو دا ځل د دې ولسوالۍ د نیولو لپاره څو اوونۍ سختې جګړې وشوې او دواړو لورو درنې وسلې استعمال کړې.

په تېرې یوې میاشت کې طالبانو په اتو ولایتونو کې یو شمېر سیمې نیولي او په درېیو کې، بغلان، لغمان او هلمند کې بېرته افغان ځواکونو طالبان په شا کړي چې د ورځپاڼې په باور دا جګړې هم د افغان ځواکونو، هم د طالبانو او هم د ملکیانو لپاره خونړۍ وې.

د افغانستان بشر حقونو خپلواک کمېسیون د جګړو شدت ته اندېښنه ښکاره کړې ده او د دې کمېسیون د خپرونو د برخې رئیس ذبیح‌الله فرهنګ ازادي راډیو ته وویل چې یوازې د مې په میاشت کې ۲۸۰ ملکیان وژل شوي او ۶۳۴ تنه نور ټپیان شوي دي.

  • سندې مارنېنګ هیرالډ

د لوېدیځ بلې خپرونې، استرالیایۍ ورځپاڼې سندې مارنېنګ هیرالډ بیا تر دې سرلیک لاندې مقاله خپره کړې ده، 'استرالیا باید خپل افغان متحدان یوازې پرې نه‌ږدي'.

په دې مقاله کې لولو، وروسته تر دې چې د اپرېل په میاشت کې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن اعلان وکړ چې سږکال به د سپټمبر تر ۱۱مې ټول امریکایي پوځیان له افغانستانه ووځي، استرالیا هم پرېکړه وکړه چې خپل ۸۰ عسکر له افغانستانه وباسي.

ورځپاڼه وړاندې لیکي، لوېدیځ باید د افغانانو په وړاندې پر خپل مسؤلیت سترګې پټې نه‌کړي، د هغو په وړاندې چې له نړیوالو ځواکونو سره‌یې څنګ په څنګ په جګړو کې برخه اخیستې ده او اوس مجبوره دي چې له طالبانو سره په یوازې جګړه وکړي.

ورځپاڼه بیا لیکي، د تیوري له مخې د استرالیا حکومت د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ د افغانستان د حکومت ملاتړ کوي، خو د ورځپاڼې په باور په کابل کې چې کله استرالیا خپل سفارت بند کړ د دې ژمنې په اړه سؤال پیدا شو.

سندې مارنېنګ هیرالډ بیا لیکي، د خطرونو سربېره د امریکا متحده ایالاتو او د ناټو نورو متحدانو په افغانستان کې خپل ډیپلوماتیک مرکزونه نه‌دي بند کړي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG