نړۍ
د ایران د سمندري ځواک ستره بېړۍ په عمان خلیج کې ډوبه شوه
د ایران د سمندري ځواک تر ټولو ستره بېړۍ، نن وروسته له دې چې اور په کې بل شو، په عمان خلیج کې ډوبه شوه.
د ایران د دولتي رسنیو د راپور له مخې، د بېړۍ درسته عمله روغه رمټه ایستل شوې ده.
د ایران دولتي ټلوېزیون وايي چې بېړۍ په خارک بندر کې چې د ایران د تېلو د صادراتو اصلي تمځی ګڼل کېږي، اور ولګېد.
فارس خبري اژانس بیا ویلي چې د بېړۍ د ژغورلو لپاره هلې ځلې ناکامې شوې او بېړۍ ډوبه شوه.
تراوسه په دې بېړۍ کې د اور لګېدو دلیل نه دی څرګند شوی.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
اوکراین؛ خرسون کې د روسیې بریدونو ۳ ملکي وګړي وژلي
د اوکراین په جنوبي سیمه خرسون کې د روسیې د توپچي حملو په نتیجه کې ۳ ملکي وګړي وژل شوي دي.
د دې سیمې والي اولیکساندر پروکودین نن وویل چې د دې حملو پرمهال د استوګنې دوه لوړپوړیزې ودانۍ زیانمنې شوې دي.
د دونېڅک سیمې والي وادیم فیلاشکین هم د روسي ځواکونو د توپچي ځواکونو په عملیاتو کې د یو تن د وژل کېدو او د ۵ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.
په عین حال کې د اوکراین سمندري ځواکونو د اودیسا د جنوبي سیمې په فضا کې د روسیې د دوو بې پیلوټه کشفي الوتکو د نسکورولو خبر ورکړی دی.
اروپایي ټولنه د روسیې او بیلاروس د غلو دانو پر وارداتو د یو لړ مالیو لګولو چمتووالی نیسي
اروپايي تولنه چمتووالی نیسي چې د روسیې او بېلاروس د غلو دانو پر وارداتو یو لړ مالیې وضع کړي څو د اروپايي ټولنې ځینې غړي او د دې هېوادونو کروندګر خوشاله کړي.
فایننشل ټایمز ورځپانې چې د دې پلان جزییات یې لیدلي، راپور ورکړی چې تمه ده اروپايي کمېسیون به په راتلونکو څو ورځو کې د روسیې او بېلاروس د غلو دانو د محصولاتو پر هر ټن ۹۵ یورو اضافي مالیه وضع کړي.
راپور زیاتوي چې د بېلاروس او روسیې د تېلو، کرنیزو تخمونو او ځینو نورو محصولاتو پر وارداتو به هم پنځوس سلنه مالیه ولګول شي.
ټام وېسټ روانه اوونۍ د افغانستان په اړه سیمې ته سفر کوي
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام وېسټ وايي په روانه اوونۍ کې سیمې ته سفر کوي.
په تېره فبروري میاشت کې په دوحه کې د افغانستان لپاره د یو شمېر هېوادونو د ځانګړو استازو له غونډې وروسته دا لومړی ځل دی چې ښاغلی ویسټ یوځل بیا سیمې ته سفر کوي.
هغه نن پر ایکس شبکې په یوه لنډ بیان کې لیکلي چې دا اوونۍ هند او متحده عربي اماراتو ته سفر کوي څو له شریکانو سره د افغانانو د ملاتړ لپاره د همکاریو په اړه خبرې وکړي.
ویسټ د خپل سفر دقیق وخت او د خبرو د اجنډا جزییات نه دي روښانه کړي.
ښاغلی ویسټ په داسې حال کې سیمې ته روان شوی چې پر افغانستان د پاکستان له هوايي برید وروسته د دواړو هېوادونو اړیکې ترینګلې دي.
سوریه: د دمشق ښار د شاوخوا پر څو پوځي سیمو اسراییل بریدونه کړي
د سوریې دفاع وزارت وايي، اسراییل نن سهار د دمشق په شاوخوا کې څو پوځي سیمې په توغندو وویشتې چې له کبله یې مالي تاوانونه پېښ شول.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې همداراز ویلي چې د سوریې رادارونو د اسراییلو د یو شمېر توغندو مخه ونیوله خو څو یې وچاودل.
د غزې له جګړې سره هممهاله، پر سوریې د اسراییل بریدونه ډېر شوي دي.
اروپایي شورا له اوکراین سره د مرستو صندوق جوړ کړ
اروپايي شورا له اوکراین سره د مرستو صندوق جوړ او د ۵،۴ میلیاردو ډالرو مرستو ژمنه یې وکړه.
اروپايي شورا داسې وخت د اوکرایین د مرستو صندوق تصویب کړ چې کییف د روسیې یرغلګرو ځواکونو په وړاندې په مبارزې کې له ستونزو سره مخ دی.
د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزیپ بوریل په یوه بیان کې پرون وویل په نویو مرستو سره به د اوکرایین لاسنیوی وکړو چې د روسي ځواکونو د یرغل په وړاندې د ځان دفاع وکړي.
د اروپايي ټولنې نوې مرستې به د اوکراییني ځواکونو لپاره د پوځي تجهیزاتو په پېرلو او روزنو کې وکارول شي.
هند او چین پوتین ته په ولسمشریزو ټاکنو کې د بري مبارکي ورکړه
چین او هند د روسیې د ولسمشر په توګه د ولادمیرپوتین په بیا ټاکل کېدو هغه ته مبارکي ورکړې.
لویدیځو هېوادونو بیا د روسیې ټاکنې غیرقانوني بللي؛ ځکه د دوی په خبره په ځپونکو شرایطو او د یوه معتبر سیال په نشتوالي کې وشوې.
د روسیې د ټاکنو د پایلو په اساس، ۷۱ کلن پوتین د څه باندې ۸۷ فیصده رایو په ګټلو یو وار بیا ددغه هېواد ولسمشرۍ ټاکنې ګټلي.
د هند صدراعظم نرېندرا مودي پوتین ته مبارکي ورکړې او د روسیې او هند د خاصو اړیکو د پراختیا هیله یې ښودلې.
بېجنګ هم ویلي چې د روسانو ملاتړ کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت بیا د روسیې ټاکنو ته په اشارې ویلي چې دا یوه غیر ډيموکراټیکه پروسه وه.
د برېټانیا د بهرنیو چارو وزیر ډېوېډ کامرون ویلي د اوکرایین په اشغالي سیمو کې ټاکنې ناقانونه وې او په ټوله کې دا ټاکنې د پوتین په رژیم کې د ځپونکو اقداماتو عمق ښيي.
اوکراین: د روسیې ۱۷ بریدګرې بې پيلوټه الوتکې مو وویشتې
اوکراین وايي، د هوایي مدافعې ځواک یې د روسیې له هغو ۲۲ ډرونونو څخه چې د دې هېواد بېلابېلې سیمې یې په نښه کړې ؛ ۱۷ ویشتلي او له منځه وړي دي.
د اوکراین پوځ نن پر خپل ټلګرام پاڼه په یوه بیان کې چې دا بې پیلوټه الوتکې د پلازمېنې کییف، پولتاوا، خمیل نیتڅکي، چرکاسي، کیرو ووهراد، دنیپرو پتروفسک او څو نورو سیمو په فضا کې په نښه شوې.
د پوځ په بیان کې راغلي دي چې پر خارکییف او سومي سیمو هم د ۷ توغندیو په وسیله حملې وشوې.
د اوکراین پوځ د دې حملو د تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي، خو د سومي سیمې سیمه ییزو چارواکو ویلي دي چې د سیمې ملکي تاسیسات زیانمن شوي دي.
اردن: سوریې سره د پولې اوږدو کې مو د نا معلومو سرچینو د الوتکو شکمن حرکتونه کشف کړي
د اردن پوځ نن دوشنبه ویلي چې د هوايي مدافع رادار دستګاه یې د سوریې د پولې په اوږدو کې د یوې نامعلومې سرچینې د الوتکو مشکوک تحرکات کشف کړي دي.
د رویټرز خبري اژانس د خبر له مخې، عیني شاهدانو ویلي، هغه جټ الوتکې چې ویل کېږي د اردن به وې د اردن د اربد ښار پر فضا او د سوریې پولې ته څېرمه په هوا کې د ګرځېدو په حال کې لیدل شوي دي.
د اردن پوځ وايي، د هوايي ځواک هغو الوتکو ته کوم خطر متوجه نه و چې د هوايي حریم د خوندیتوب د یقیني کولو لپاره یې الوتنه کړې وه.
اردن نه دي ویلي چې دغه تحرکات د کوم هېواد له خوا وو.
یونیسف: غزه کې د اسراییل د عملیاتو پر مهال تر ۱۳ زرو زیات ماشومان وژل شوي
د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونیسف وايي په غزه کې د اسراییل په عملیاتو کې تر ۱۳۰۰۰ زیات ماشومان وژل شوي دي.
د دې ادارې په وینا، په غزه کې ګڼ ماشومان له خوارځواکۍ کړېږي او حتی د ژړا انرژي هم نه لري.
د یونیسف اجرایه مشرې کاترین رسل (Catherine Russell) د امریکا له CBS نیوز ټلویزیوني شبکې سره په خبرو کې پرون وویل، په زرګونو نور ماشومان یا ژوبل شوي یا هم په دې نه پوهېږي چې چېرې دي، هغوی ښايي تر نړېدلو ودانیو لاندې وي.
د هغې په وینا، دوی د نړۍ په یوه شخړه کې هم د ماشومانو دومره لوی شمېر مړینه نه وه لیدلې.
پر اسراییل په جګړه کې د زیاتې مرګ ژوبلې، په غزه کې د لوږې زیاتېدو او د مرستو د مخنیوي له کبله په نړیواله سطحه انتقادونه شوي دي.
د حماس تر ولکې لاندې د غزې روغتیا وزارت وايي، په دې جګړه کې تر ۳۱زرو ډېر کسان وژل شوي دي، هغه شمېرې چې خپلواکو سرچینو تایید کړي نه دي.
د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه حماس ډله یو ترویستي سازمان ګڼي.
روسیه؛ پوتین د ټاکنیزو پایلو اعلان سره خپله واکمني ۶ کاله نوره هم وغځوله
د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د ولسمشرۍ د درې ورځنیو ټاکنو په ګټلو سره خپله واکمني د شپږو نورو کلونو لپاره وغزوله.
دا په روسیه کې په شدت کنټرول شوې ټاکنې ګڼل شوي چې په لړ کې یې د درغلیو او لاسوهنو راپورونه ورکړل شوي دي.
د څه باندې ۶۰ فیصده شمېرل شویو رایو له مخې، پوتین په دغو ټاکنو کې د ۸۷ فیصده رایو په ګټلو سره د بلې دورې ګټونکی ګڼل شوی دی.
د روسیې د ټاکنو مرکزي کمیسیون وايي د ټاکنو پر شرایطو د برابرو کسانو ۷۰ فیصدو یې د ولسمشرۍ په دغو درې ورځنیو ټاکنو کې خپلې رایې کارولې دي.
۷۱ کلن پوتین له ۲۰۰۰م کال راهیسې یا د روسیې ولسمشر یا هم صدراعظم دی.
په روسیه کې د ټاکنو پر شرایطو د برابرو کسانو شمېر شاوخوا ۱۱۴ ملیونه و.
درې کاندیدان د پوتین په وړاندې درېدلي وو چې ویل کېږي کرملین ته نږدې کسان دي.