افغانستان
غزني چارواکي: قومي مشر 'محمد عظیم مسلم جار' ووژل شو
د غزني سیمه ییز چارواکي وايي، په غزني کي قومي مشر او د دغه ولایت د اوبو رسولو پخوانی رییس محمد عظیم مسلم جار په وسله وال برید کې وژل شوی دی.
د غزني ولایت د والي ویاند واحدالله جمعه زاده نن سې شنبه (غبرګولي ۱۱مه) رسنیو ته په لیږلي پیغام کې ویلي: "تېره ورځ ناوخته مازدېګر مهال د غزني ولایت مرکز اړوند د دویمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د دین او ولس دښمنانو یو قومي مشر او د اوبو رسولو پخواني رییس محمداعظیم مسلم جار د خپل کور مخې ته په شهادت رسولی دی."
تر اوسه پورې کومې ډلې د دغه قومي مشر د وژلو پړه پر غاړه نه ده اخېستې.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
تمه ده د افغانستان د فوټبال د ۱۷کلنو کم عمره ملي لوبډله ازبکستان ته لاړه شي
تمه ده د افغانستان د فوټبال د ۱۷کلنو کم عمره ملي لوبډله ازبکستان ته لاړه شي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون د معلومات له مخې تمه ده دغه لوبډله د ازبکستان په پلازمینه تاشکند کې له ۱۷کلونو د کم عمره د ۲۰۲۶کال د کافا په لوبو کې ګډون وکړي.
دغه لوبې د دوشنبې په ورځ د حمل په ۱۷مه پیلیږي.
د افغانستان په ګډون په دې لوبو کې پنځو لوبډلو ګډون کړی دی.
د افغانستان د مدني ټولنو بنسټونه؛ م.م دې د افغانستان او پاکستان د شخړې په حل کې مرسته وکړي
د افغانستان د مدني ټولنو یو شمیر بنسټونو له ملګرو ملتونو غوښتي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روانې شخړې په حل کې مرسته وکړي.
دغو بنسټونو د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په یو لیک ویلي،" په افغانستان کې د پاکستان او د طالبانو د حکومت کړنو ملکي کسانو او د هېواد ځمکنۍ بشپړتیا ته تاوان رسولی چې د دې سازمان د منشور نقض او نړیوالې سولې ته لوی ګواښ دی".
دغو بنسټونو له ملګروملتونو غوښتي چې د نړیوالو بشري حقونو له مخې د ملکیانو د ساتنې لپاره لازم اقدامات وکړي.
په لیک کې راغلي،"دا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دنده ده چې د افغانانو د حقونو د ترلاسه کولو لپاره هڅې وکړي".
نژدې شپږ اونۍ کیږي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ جګړه روانه ده.
د چین د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ په اورمچي ښار کې د طالبانو او پاکستاني پلاوي ترمنځ د سولې په مذاکراتو کې د پرمختګ خبر ورکړی و، خو په اړه ډیر جزیات خپاره کړې نه وو.
د چین په ارومچي ښار کې د پنجشنبې په ورځ د طالبانو او پاکستاني پلاوي ترمنځ د سولې خبرې پیل شوې وې.
په افغانستان کې د ورښتونو او سیلونو تلفات ۷۷ ته ورسید
له پېښو سره د مبارزې د چمتوالي ملي اداره وایي، د وري میاشتې له شپږمې تر دې مهاله په افغانستان کې د ورښتونو له امله اووه اویا کسان وژل شوي او یوسل او اووه دیرش نور ټپيان شوې دي.
له پېښو سره د مبارزې د چمتوالي د ادارې ویاند حافظ محمد یوسف حماد نن وویل چې د دې مرګ ژوبلې ترڅنګ ورښتونو او سیلونو دوه زره شپږ سوه درې اویا کورونه په بشپړ ډول ویجاړ کړې دي او څه باندې یولس زره جریبه مځکه یې تخریب کړې ده.
په افغانستان کې د شنبې د شپې زلزلې ۱۲ تنه ووژل
د طالبانو چارواکو او سرې میاشتې خبر ورکړ چې د جمعې شپې د زلزلې له امله په افغانستان کې دولس تنه وژل شوي او څلور تنه نور ټپيان شوې دي.
په وژل شویو کې اته تنه د یوې کورنۍ غړي دي چې د کابل په بګرامي کې کور پرې نړیدلی دی .
د امریکا د جیولوجي سروې ادارې په وینا دا زلزله د ریښتر پنځه اعشاریه اته درجې وه او مرکز یې په بدخشان کې و.
د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمد اله فطرت وایي چې پنځه کورونه یو مخ نړیدلي، درې دیرش کورونه لږ تخریب شوي او له لویه سره څلویښت کورنۍ د دې زلزلې له امله اغیزمنې شوې دي.
په افغانستان کې د وروستیو ورښتونو تلفات تر ۶۰ واوښتل
د طالبانو حکومت د مارچ له شپږویشتمې راهیسې د ورښتونو له امله د یو شپیته کسانو د وژل کیدو خبر ورکړ.
د طالبانو ویاند ذبیح اله مجاهد په ایکسپاڼه کې نن لیکلي دي چې د ورښتونو او سیلونو له امله یوسل او شپاړس تنه نور ټپيان شوې دي.
مجاهد زیاتوي چې دوه زره څلور سوه اته څلویښت کورونه هم زیانمن شوي او نژدې اووه ویشت زره جریبه مځکه تخریب شوې ده.
د څه باندې یوې اونۍ په ترڅ کې د ورښتونو او سیلونو له امله په افغانستان کې د یوزر او پنځه څلویښت څارویو د مړینې راپورونه هم خپاره شوې دي.
له دبۍ څخه کابل ته په سلګونو ټنه دارو درمل واستول شول
د روغتیا نړیوال سازمان نن کابل ته د اته اویا اعشاریه پنځه ټنه ژوند ژغورونکو طبي تجهیزاتو د رسیدو خبر ورکړ.
دغه سازمان په خبرپاڼه کې ویلي دي چې دا درمل د متحد عربي اماراتو له دوبۍ څخه کابل ته انتقال شول او په دې کې د درملو ترڅنګ په سخته خوارځواکۍ د اخته ماشومانو لپاره تغذیوي مواد او د جراحي وسایل هم شامل دي.
په کابل کې زلزلې د یوې کورنۍ غړي وژلي
په افغانستان کې د طالبانو چارواکي وایي، د جمعې په شپه په کابل کې د زلزلې له امله اته تنه وژل شوې دي.
د کابل د والي ویاند حافظ بشارت په یوه بیان کې وویل چې زلزلې د بګرامي ولسوالي په ګوسفند دره کې یو کور نړولی او د همدې کور غړي پکې وژل شوې دي.
د بیان له مخې د دې کورنۍ پلار، مور، څلور لوڼه او دوه زامن یو ځای وژل شوې دي.
په بیان کې راغلي چې د دې زلزلې شدت پنځه اعشاریه اته درجې د ریښتر وې چې د افغانستان په یوشمیر نورو ولایتونو کې هم احساس شوې ده.
په افغانستان کې د سیلونو د قربانیانو شمیر تر پنځوسو واوښت
د تیرو څلرویشت ساعتونو په ترڅ کې په ننګرهار، کندهار، رزګان، هرات او هلمند کې د سیلونو له امله اووه تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. له دې سره د تیرې یوې اونۍ په ترڅ کې په افغانستان کې د ورښتونو له کبله د تلفاتو شمیر تر پنځوسو واوښت.
د هرات چارواکو بیا د جمعې په ورځ د یوه سرویس د چپه کیدو خبر ورکړ چې له هراته د فراه او نیمروز په لور روان و . په دې بس کې اته پنځوس تنه سپاره وو، چې اووه ویشت یې ټپيان شوې دي. د راپور له مخې د لس تنو ټپيانو روغتیایي وضعیت نازک دی.
د هوا پيژندنې د ادارو د اټکل له مخې د شنبې په ورځ هم د افغانستان په ډیرو ولایتونو کې د ورښتونو وړاندوینه شوې ده.
د ناروې د کډوالو شورا: له جګړو بیځایه شوي افغانان بیړنیو مرستو ته ضرورت لري
د ناروې د کډوالو شورا د هغو افغانانو لپاره د بیړنیو مرستو غوښتنه کړې ده چې د ډیورنډ کرښې ته څیرمه یې د پاکستاني ځواکونو د بریدونو له امله خپل کورونه پرې ایښې دي.
د افغانستان لپاره د ناروې د کډوالو د شورا مشر جاکوپو کاریدي د جمعې په ورځ وویل چې د دې جګړې له کبله په زرګونو کورنۍ مجبوره شوې دي چې نورو سیمو ته کډه وکړي او دا کورنۍ په ډیر بد حال کې ژوند کوي چې د ژوند له لومړنیو اسانتیاوو بې برخې شوې دي.
د پاکستان او افغانستان ترمنځ د پروسږکال اکتوبر میاشتې راهیسې اړیکي کړکیچن شوي او لارې بندې شوې دي، خو له څه باندې یوې میاشتې راهیسې دا جګړې سخته شوې دي او تر اوسه په سلګونو کسانو د دې جګړو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
له افغانستانه تر روسیې د یوه نوي تجارتي دهیلز د پرانیستو هڅې روانې دي
ټاکل شوې ده چې د روسیې، ترکمنستان او افغانستان تر منځ د یوه ترانسپورتي دهلیز د پرانیستو تړون لاسلیک شي.
روسي رسنیو خبر ورکړ چې د دغه مسیر طرحه په ایران کې د جګړو له امله د بدیلي لارې پر بنسټ وړاندې شوه او تایید شوه.
د روسیې د تجارتي مرکز رییس رستم حبیبولین د جمعې په ورځ وویل چې له دې لارې به د روسیې او افغانستان ترمنځ د مالونو لیږد رالیږد اسانه شي او اروپایي او اسیایي شرکتونه هم کولی شي چې له دې لارې استفاده وکړي.
د راپورونو له مخې د دې تجارتي دهلیز تړون به د « کازان فورم» د غونډې ترڅنګ لاسلیک شي.
ټاکل شوې ده چې د تاتارستان په پلازمینه کازان کې راتلونکې میاشت د سیمې پر اقتصادي-سیاسي-کلتوري موضوعاتو بحث وشي. په دوه زره پنځه ویشتم کال کې د « کازان فورم» په غونډه کې د شپږ نوي هیوادونو استازیو برخه اخیستې وه.