د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۲

"د پښتو ورځ " او ددې ژبې د بډاینې لپاره وروستۍ هڅې


پښتو ورځ د تیرو نهو کلونو راهېسې هر کال د مې په ۲۹ مه نېټه لمانځل کیږي
پښتو ورځ د تیرو نهو کلونو راهېسې هر کال د مې په ۲۹ مه نېټه لمانځل کیږي

نن د پښتو ژبې نړیواله ورځ ولمانځل شوه. په افغانستان، پاکستان او نوره نړۍ کې د ټولنیزو رسنیو ګڼو کارونکو د پښتو د نړیوالې ورځې په مناسبت، لیکنې او پیغامونه خپاره کړل او یو بل ته یې ددې ورځې مبارکي وویله. ځینو ددې ورځې په مناسبت د خلکو پام د پښتو ژبې پالنې ته راوړوه او خلک یې وهڅول چې ددې ژبې بډاینې لپاره دې علمي او فرهنګي کار وکړي.

د پښتو ورځ په لومړي ځل د ۲۰۱۲م کال د مې پر ۲۹مه په کابل کې د يوې غونډې پر مهال ولمانځل شوه چې ګڼو ليکوالانو، مخورو او حکومتي چارواکو په کې ګډون کړی و.

دا ورځ له هغې راوروسته هر کال د مې د میاشتې په29 مه نېټه په بېلابیلو بڼو لمانځل کیږي.

په کابل کې مېشت د پښتو ژبې ليکوال او څېړونکی حبيب الله رفيع وايي، پښتو د اريايي ژبو له ډلې څخه ده. د نوموړې په وینا کله چې زرګونه کلونه وړاندې اريايان د بلخ په شاوخوا سيمو کې اباد شول نو د يو بل د پوهولو لپاره دوی په يوه ژبه ګړېدل چې "اريک" بلل کېدل او همدغې ژبې ته د اريايي ژبو مور ويل کېږي. ښاغلي رفیع زیاتوي چې اريک د وخت په تېرېدو سره په بېلا بېلو لهجو کې ووېشل شوه او وروسته هغو لهجو يا ګړدودونو د جلا او خپلواکو ژبو بڼه خپله کړه چې چې یوه یې هم پښتو ده.

د ډېرو تاريخپوهانو په اند کله چې پښتو شاوخوا ۳،۵۰۰ کاله وړاندې له اريک څخه بېله شوه نو د وخت په تېرېدو سره پخپله په يو شمېر ګړدودونو کې ووېشل شوه. په جلال اباد کې مېشت د پښتو ژبې ليکوال او ژبپوه محمد اصف صميم وايي چې پښتو پر ۱۰۴ ګړدودونو وېشل شوې چې تر ټولو پخوانۍ يې وڼېڅي ده.

د ژبپوهنې د بېلا بېلو معتبرو سرچينو د معلوماتو پر اساس دا وخت په نړۍ کې څه باندې ۷۰۰۰ ژبې ويل کېږي.

د ژبو د نړيوالې معتبرې سرچينې "ايتنالاګ" له څېړنې سره سم پښتو په ژونديو او باثباته ژبو کې حسابېږي او د ويونکو د شمېر له پلوه د نړۍ په لومړيو لويو ۴۰ ژبو کې راځي.

د ازادي راډیو خبریال د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو د پوهنځي له استاد اجمل ښکلې سره د پښتو د ورځې د لمانځنې په اړه مرکه کړې او په سر کې یې ترې پوښتلي چې ددې ورځې د لمانځلو هدف څه دی؟

دا مرکه دلته اوریدلی شئ.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:45 0:00

XS
SM
MD
LG