د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۰

افغانستان ورځپاڼه: طالبان ولې له سولې ویره لري؟


ارشیف، پکتیا کې وسله وال طالبان
ارشیف، پکتیا کې وسله وال طالبان

د کابل د نن ورځې ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې په دې وروستیو کې په پاکستان کې د امریکايي هډو جوړېدل او دا چې ولې طالبان له سولې وېره لري په اړه لیکنې او سرلیکنې خپرې کړي دي.

  • افغانستان

افغانستان ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي'طالبان ولې له سولې ویره لري؟' په نوم مقاله خپره کړې.

په سرمقاله کې وړاندې راغلي، طالبان نه غواړي د ترکیې ناسته هم د بُن د ناستې په څېر وي.

د سرمقاله لیکونکي لیکي، که طالبان د استانبول په ناسته کې ګډون وکړي او هلته د یوې توافقي سولې پرسر سلا شي نو دغه ډله بیا خپل ځان په قدرت کې نه شي لیدلی، د دې لپاره چې طالبانو له امریکا سره په شااوخوا ۲ کلنو خبرو کې خپل ټولې غوښتنې په امریکا منلي.

لیکوال لیکي:

سره له دې چې طالبان د یو دمي سولې څخه وېره لري، د دې ډلې ملاتړي هېوادونو لکه پاکستان هم دا ویره لري چې که په افغانستان کې هر څه ژر سوله راشي د دوی ګټې چې په جګړه کې خوندي دي هغه به له زیان سره مخ شي او پاکستان به دا احساس وکړي چې نړېواله ټولنې پاکستان له پامه وغورځاوه.

  • هېواد

هېواد ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي، د ملتونو ترمنځ یا د هېوادونو په منځ کې تلپاتې دښمنۍ او دوستی نه پاتې کېږی، خو یو څه چې تلپاتې دښمنۍ په دوستۍ بدلولی شي، هغه د دوو هېوادونو او دوو ملتونو ترمنځ ګډې او تلپاتې ګټې دي.

لیکوال لیکي، له بده مرغه چې د پاکستان په شان یو شمېر مغرض او دښمن هېوادونه بیا په دې هڅو کې دی چې خپلې ګټې په جګړه کې لټوي او د خپلو ناروا ګټو لپاره خپله ناوړه پالیسي پر مخ وړي.

د لیکوال په حواله د افغانستان په اړه هم د پاکستان پالیسي تلپاتې جګړه ده، د ده په خبره دا پالیسۍ که هرڅومره ناولې ده، بیا هم پاکستان غوره کړې او د افغانستان پر وړاندې یې پرمخ وړې.

د مقالې په پای کې راغلي، په وروستیو کې د افغان حکومت لوړپوړو چارواکو یو ځل بیا د پاکستان د دې پالیسۍ پر وړاندې غږ پورته کړی او شکایت یې کړی چې پاکستان د افغانستان په چارو کې لاسوهنه کوي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان ورځپاڼې بیا په پاکستان کې د امریکايي اډو د جوړولو د راپورونو په اړه لیکلي دي.

له افغانستانه د امریکا ځواکونو وتل او د راپورونو پر بنسټ په پاکستان کې دغه ځواکونو ته د اډو ورکول د دې معنی لري چې پاکستان له ډېر وخت راهیسې د دې فرصت په تمه و.

لیکوال له طالبانو د پاکستان ملاتړ ته په اشارې سره لیکلي، دا چې طالبانو ولې د دې هډو جوړولو ته غبرګون وښود دا یوه ډرامه ده او ډېر ژر به دوی هم له دې مخالفته واوړي.

دا په داسې حال کې ده چې مخکې تر دې امریکايي چارواکو او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د پاکستان په خاوره کې د امریکايي اډو د جوړولو راپورونه رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG