د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۶

ډيپلومات: له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل ممکن نوي امنیتي ګواښونه وزېږوي


یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې

د استرالیا له لوري په کابل کې په موقتي ډول د خپل سفارت د بندولو پر اعلان ګڼو لوېدیځو ورځپاڼو او رسنیو لیکنې خپرې کړې دي.

  • ګارډین

د بریتانیا ګارډین ورځپاڼې بیا د دې خبر د خپرولو ترڅنګ لیکلي چې د استرالیا له اعلانه سمدستي وروسته د دې سفارت امنیت ته ګومارل شویو افغان ساتونکو د مرستې غوښتنه کړې ده.

ګارډین لیکلي، هغه افغان امنیتي کارکوونکي چې په کابل کې د استرالیا سفارت امنیت ساتي، وايي چې د سفارت د بندولو په اړه د استرالیا ناڅاپي اعلان دوی په میدان پرېښي دي.

استرالیا د سې شنبې په ورځ وویل چې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو د وتلو له کبله به د جمعې په ورځ په کابل کې د خپل سفارت ودانۍ بنده کړي.

د استرالیا صدراعظم سکاټ مورېسن وویل، په راتلونکو څو میاشتو کې له افغانستانه د نړیوالو او استرالیايي ځواکونو له وتلو سره به امنیتي حالات غیر یقیني شي.

ګارډین ورځپاڼه وايي، په کابل کې د استرالیا د سفارت ۴ افغان امنیتي کارکوونکو د نورو په استازیتوب د دوشنبې په ورځ د استرالیا له سفیر سره ولیدل، خو سفیر په دې اړه ورته څه ونه‌ویل چې د سفارت د بندولو اراده لري.

د ورځپاڼې په باور طالبان عموماً هغه کسان په نښه کوي چې له بهرنیانو سره‌یې کار کړی وي.

خو په همدې حال کې د طالبانو د قطر د دفتر ویاند محمد نعیم پرون (سې شنبه) فرانس پرس خبري اژانس ته وویل چې دوی له بهرنیو ډیپلوماتانو سره کار نه‌لري او ضرر به ورونه‌رسوي.

نعیم دغه‌راز ویلي چې نه‌یوازې ډیپلوماتان، بلکې د بشري مرستو مؤسسې به هم خوندي وي.

  • ډیپلومات

د افغانستان په اړه د ډیپلومات خپرونې د یوې لیکنې سرلیک داسې دی: له افغانستانه د امریکايي پوځیانو وتل د منځنۍ اسیا لپاره څه معنی لري؟

تر دې سرلیک لاندې لولو، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل ممکن نوي امنیتي ګواښونه وزېږوي، خو ورسره جوخت به اقتصادي پایلې هم ولري.

له کله چې د امریکا ولسمشر جو بایډن اعلان کړی چې خپل ځواکونه له افغانستانه باسي، د منځنۍ اسیا هېوادونو، چین او یو شمېر نورو ته اندېښنه پیدا شوې چې د افغانستان حالات به خراب شي او دا هېواد به بیا د ترورېزم پر ځالې بدل شي.

ډیپلومات خپرونې هم دې موضوع ته اشاره کړې او لیکلي یې دي چې دا مسئله په سیمه کې د ژورې اندېښنې سبب ده.

د ډیپلومات په باور په افغانستان کې د بېلابېلو سیمه‌ییزو قدرتونو ترمنځ د ګټو پر سر سیالي او د افغانستان په حکومت کې د بېلابېلو اړخونو ترمنځ اختلاف او له دې سره په یو وخت د طالبانو پیاوړتیا هغه انډول ته بالقوه خطر پېښوي چې د امریکايي پوځیانو حضور رامنځته کړی و او دا به بهرنیو لوبغاړو ته فرصت برابر کړي چې د خپلو جیوپولیټیک یا اقتصادي ګټو په خاطر د خلا د ډکولو هڅه وکړي.

خو له افغانستانه د امریکايي پوځیانو وتل د منځنۍ اسیا هېوادونو پر وضعیت ډېر اغېز لرلی شي ځکه چې دا هېوادونه افغانستان ته ډېر نږدې پراته دي.

XS
SM
MD
LG