افغانستان
د جمهوري ریاست د څارنې د ادارې مشرې له دندې استعفا کړې
د افغانستان د جمهوري ریاست د څارنې د ادارې مشرې له خپلې دندې استعفا وکړه.
غزال حارس چې شااوخوا دوه کاله یې دغه دنده پرمخ وړې، نن یکشنبه (د غبرګولي ۲مه)په یوه ټویټ کې ویلي چې خپله دنده وروسته له هغې پریږدي چې دوه ځلي یې استعفا ونه منل شوه.
هغې د خپلې استعفا د علت په اړه څه نه دي ویلي او جمهوري ریاست یې هم د استعفا په اړه تبصره نه ده کړې.
دغه اداره د ۱۳۹۸ کال په زمري میاشت کې له فساد سره د مبارزې او د لوړپوړو چارواکو پر فعالیتونو د څارنې په هدف جوړه شوې ده.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
راشد خان به د هند په وړاندې ټیسټ لوبه کې ګډون ونکړي
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ستوری سپین بالر راشد خان به راتلونکې میاشت له هند سره په یوازینۍ ټېسټ لوبه کې ونه لوبېږي، خو د درې یو ورځنیو لوبو (ODI) لړۍ لپاره په لوبډله کې شامل دی.
۲۷ کلن راشد خان ته سپارښتنه شوې چې د خپل کاري فشار د مدیریت لپاره د اوږدې بڼې (ټېسټ) کرکټ ځکه کم کړي چې د شل اوریزو بېلابېلو سوداګریزو لیګونو کې هم لوبېږي.
مصدوم شوی اوپنر ابراهیم زدران هم ټېسټ لوبه کې ګډون نه شي کولی. دغه ټېسټ لوبه د جون له ۶مې تر ۱۰مې نېټې پورې د هند په نیو چندیګړ کې ترسره کیږي.
حشمت الله شهیدي به د ټېسټ لوبډلې او همدارنګه د درې یو ورځنیو نړیوالو لوبو مشري کوي.
رحمن الله زدران، بلال سمیع او ننګیالی خروټی د لومړي ځل لپاره د ټیست لوبې لپاره غوره شوي دي.
لیګ سپینر قیس احمد هم بیرته لوبډلې ته ستون شوی دی.
افغانستان له ۲۰۱۷ کال راهیسې چې د ټېسټ لوبو رسمي حیثیت ترلاسه کړی، تر اوسه یې یوازې یوه ټېسټ لوبه له هند سره کړې چې هغه په ۲۰۱۸ کال کې وه.
حامد کرزی یوځل بیا د نجونو په مخ د ښونځیو د پرانیستلو هیله څرګندوي
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د لوی اختر په مناسبت خپل پیغام کې یوځل بیا هیله څرګنده کړې چې د شپږم ټولګي څخه د پورته نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې "ژرترژه "پرانیستل شي او میرمنو او روزلو کدرونو ته د کار او چارو کې د شمولیت زمینه برابره شي.
حامد کرزي پر خپله ایکسپاڼه لیکلي پیغام کې د هیواد ابادي ، ترقي او هوساینه، تعلیم او دې پورې تړلې چې "هر هیوادوال خپل وطن کې د خاوندتوب احساس وکړي".
طالبانو د ۲۰۲۱ کال اګست میاشت کې واک ته له ستنیدو وروسته له شپږم ټولګي پورته نجونو او ښځو په مخ د ښونځیو او پوهنتونونو دروازې تړلي دي اوله بهرنیو او کورنیو فشارونو سره سره یې په دغې پالیسۍ کې د بدلون کومه نښه تراوسه نه لیدل کیږي.
ملګري ملتونه وايي افغانستان کې دا مهال ۱.۴ میلیونه نجونې له زده کړو بې برخې دي او که پر زده کړو دا بندیز تر ۲۰۳۰ کال پورې دوام وکړي، له ۴ میلیونو زیاتې نجونې به له زده کړو بې برخې شي.
له لوی اختر سره د کانګو ناروغۍ ته اندیښنې
چهارشنبه په افغانستان کې د لوی اختر لومړۍ ورځ ده. یوشمیر روغتیایي متخصصانو د څارویو د قرباني پرمهال د کانګو تبي د ناروغۍ د احتمالي زیاتیدو خبرداری ورکړی دی.
د کابل په انتاني روغتون کې متخصص ډاکټر فرید عمري ازادي راډیو ته وویل چې د څارویو د قرباني پرمهال باید خلک دستکش ولري، عینکي په سترګو کړي او داسې بوټان په پښو کړي لکه موزې چې د څاروي له ویني سره په تماس کې نه شي. ډاکټر عمري زیاته کړه چې څاروي باید په داسې ځایونو کې حلال شي چې هلته دستي وینه ووینځل شي او د څاروي له ذبح کیدو وروسته غوښه سمه پخه شي چې میکروب یې له منځه ولاړ شي.
د طالبانو د عامه روغتیا وزارت د شمیرو له مخې روان میلادي کال د کانګو تبې پېښې د پروسږکال په پرتله زیاتې شوې دي. تیر میلادي کال په افغانستان کې د کانګو تبې ناروغۍ له امله دوه نوي کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.
طالبانو د افغانستان له زندانونو یوشمیر بندیان خوشي کړل
طالبانو د لوی اختر په مناسبت تر زرو ډیر کسان له زندانونو خوشي کړې دي. د زندانونو د چارو د تنظیم ادارې د سې شنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې د سترې محکمې له تایید او منظورۍ وروسته یو زر یو سل او یو نوي بندیان د افغانستان د مختلفو ولایتونو له بېلابېلو زندانونو خوشي شوې دي.
په دې بیان کې د خوشي شویو کسانو د جرمونو په اړه څه نه دې ویل شوي.
ازبکستان د افغانستان له سیلاب ځپلیو سره مرسته وکړه
ازبکستان په افغانستان کې له سیلاب ځپلیو سره دوه سوه ټنه بشري مرسته وکړه.
افغانۍ سرې میاشتې د سې شنبې په ورځ په ایکسپاڼه کې لیکلي دي چې دا مرسته یې دوی ته سپارلې ده او په دې مرسته کې د وریجو، اووړو، بورې او غوړیو په شمول یوشمیر خوراکي مواد شامل دي چې په بلخ ولایت کې به یې پر سیلاب ځپلیو کورنیو وویشي.
د ملګرو ملتو د کډوالو نړیوال سازمان( ای او ایم) د سې شنبې په ورځ په یوه راپور کې وویل چې د روان میلادي کال له پیله تر اوسه د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې له لس زره ډیرې کورنۍ د سیلابونو له امله اغیزمنې شوې دي.
ایرلنډ له افغانستان سره د مرستې اعلان وکړ
ایرلنډ له افغانستان سره څه باندې درې میلیونه ډالر مرسته وکړه. اوچا یا د ملګرو ملتو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر سه شنبه( د مې ۲۶ مه) پر ایکسپاڼه لیکلي دي چې دا بشري مرسته ده چې دوی ته یې سپارلې ده.
اوچا څرګندوي چې پر دې پیسو به په افغانستان کې د یوشمیر اړمنو لاسنیوی وکړي.
د طالبانو د دفاع وزیر د مسکو په نړیوال امنیتي کنفراس کې د ګډون په موخه مسکو ته تللی
د طالبانو د حکومت د دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد مسکو ته په سفر تللی دی.
د دفاع وزارت نن سه شنبې پر خپلې ایکس پاڼې ویلي،" مجاهد د مسکو په نړیوال امنیتي کنفراس کې د ګډون په موخه روسیې ته سفر کړی".
د مسکو د نړیوال امنیتي کنفراس نن سه شنبې پیلږي او تر جمعې ورځې به دوام وکړي.
د دغه کنفراس اجنډا په سیمه کې پر امنیتي ننګونو او همکاریو خبرې اتري دي.
طالبانو د لوی اختر په مناسبت له زرو زیات زندانیان ازاد کړل
د طالبانو حکومت د لوی اختر په مناسبت له زرو زیات زندانیان راخوشي کړي.
د طالبانو د حکومت د زندانونو چارو د تنظیم ادارې ویاند نسیم لالهاند نن سه شنبې رسنیو ته په غږیز پیغام کې ویلي" د سترې محکمې له منظورۍ وروسته د هېواد له زندانونو ۱۱ سوه ۹۱ تنه زندانیان راخوشي شول".
د دې ادارې په خبره، دغه کسان د یو شفاف بهیر له مخې راخوشي شوي څو وکولی شي د اختر خوشالۍ له خپلو کورنیو سره ولمانځي.
نن سه شنبې په سعودي عربستان کې د عرفې ورځ ده
نن سه شنبې په سعودي عربستان کې د عرفې ورځ ده.
دا ورځ چې د حج د مراسمو یو لوی رکن بلل کیږي حاجیان په کې د عرفات پر غونډۍ او شاوخوا دښتو کې راټولیږي او ټوله ورځ په دعا او عبادتونو تیروي.
پر عرفات دریدل د حج مهم رکن دی او که له چا پاتي شي په دې مانا دی چې د حج یو مهم رکن ترې پاتې شو، نو ځکه حاجیان عرفې ته د رسیدو هڅې کوي.
حاجیان له لمر لویدو وروسته مزدلفې ته روانیږي او سبا چهارشنبې د لوی اختر لومړی ورځ ده.
سږکال د نړۍ له بیلابیلو هېوادونو څه باندې یو نیم میلیون مسلمانان د حج ادا کولو په موخه سعودي عربستان ته تللي دي.
افغانستان کې د زنداني خبریالانو د وضعیت په هکله اندیښنه
د خبریالانو د ملاتړ یو سازمان افغانستان کې د زنداني خبریالانو د وضعیت په هکله اندیښنه څرګندوي.
دافغانستان د رسنیو دملاتړ سازمان (امسو) د دوشنبې ورځې اعلامیه کې وویل چې احمد جاوید نیازی ، منصور نیازی او عمران دانش چې په دې وروستیو کې د طالبانو لخوا نیول شوي له خپلو ترټولو ابتدايي حقوقو څخه هم محروم دي.
امسو د سرچینو په حواله زیاتوي چې دغه خبریالان د مدافع وکیل د استخدام او د خپلو کورنیو له غړو سره د لیدو کتو حق نه لري.
یاد سازمان وايي چې ۵ کسه نور خبریالان او درسنیو فعالان چې لدوی مخکې نیول شوي دي هغو هم د سخت فشار لاندې دي.
د طالبانو حکومت ددغو خبریالانو د نیولو په هکله رسما څه نه دي ویلي خو مخکې یې ویلي چې د اسلامي شریعت او ملي ارزښتونو په چوکاټ کې د بیان ازادۍ ته ژمن دي.
واک ته د طالبانو له ستنیدو وروسته په خبریالانو باندې محدودیت او فشارونه زیات شوي دي او دخبریالانو دنیول کیدو پرله پسې پیښو اندیښنو ته لمن وهلې.