د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۱ کب ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۴۴

نیویارک ټایمز: ولې ولسمشر جو بایډن له افغانستانه د وتلو په برخه کې پر حق دی؟

یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
  • نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې په یو مطلب کې پوښتنه کوي چې ولې ولسمشر جو بایډن له افغانستانه د وتلو په برخه کې پر حق دی؟

په مطلب کې راغلي، په جنوري میاشت کې چې کله د ښاغلي بایډن د ولسمشرۍ دوره پیلېده، هڅه‌یې کوله چې د پخواني ولسمشر ډونالد ټرمپ له‌خوا د طرح شویو پالېسیو مخه ونیسي، خو په عین حال کې یې هغو بهرنیو پالېسیو ته لاس ورنه‌ووړ چې په اړه‌یې د لوړې کچې اجماع وه.

نیویارک ټایمز د ولسمشر بایډن د لومړیو ۱۰۰ کاري ورځو ۴۲ فرمانونو ته اشاره کوي او لیکي ښاغلي بایډن د ټرمپ د اجنډا پر ضد میتودیکه مبارزه پیل کړه، خو لیکوال زیاتوي چې یوازې افغانستان له دې مستثنی و.

ورځپاڼه وړاندې لیکي، د کانګرس ډیموکراتانو او څو جمهوري‌پالو غړو ټینګار کاوه چې له افغانستانه د سرتېرو د وتلو بهیر باید سوکه شي او د پنټاګون او استخباراتو ځینو چارواکو هم هڅه وکړه چې د بایډن د پلان مخه په دې هیله ونیسي چې هغه به له خپلې پرېکړې په شا شي.

نیویارک ټایمز د بایډن د هغې وینا یادونه کوي چې ویې‌ویل که څه هم دی له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو په برخه کې د ټرمپ له مهالوېش سره موافق نه‌دی، خو ټینګار یې وکړ چې له دې پلان سره به پر مخ ولاړ شي.

  • ټلګراف

ټلګراف ورځپاڼې د کابل په دشت برچي سیمه کې د نجونو پر یوه ښوونځي په برید کې د درې‌ګونو خویندو دردوونکې کیسه رااخیستې ده.

کیسه د دې نجونو د مور مریم صفري په خبرو پیلېږي چې وايي، د لومړي ځل لپاره‌یې په خپل رحم کې د خپلو درېیو لوڼو د زړه درزا د کابل په یوه کلینیک کې احساس کړه. ورځپاڼه لیکي هغه مهال د دې مور تر ټولو لویه وېره دا وه چې که‌یې لوڼې روغې نه‌وي او که وړې وزېږي، نو دا به څه کوي.

خو ورځپاڼه لیکي چې د دې لوڼې له نورو هغو نجونو سره لویېدې چې درسونه‌یې ویل او هیله‌یې لرله چې یوه ورځ به افغانستان ته خدمت وکړي.

ټلګراف د مطلب په دوام لیکي چې دا درې‌ګونې خویندې به تل یوځای وې او د هغوی د مور وېره ورو ورو په یوه ویاړ بدلېدله، خو ناڅاپه د مې په ۱۵مه دا نجونې له ښوونځي کور ته روانې وې چې د یوه موټر بم په ګډون درې چاودنې وشوې.

دې چاودنې له ۸۰ زیات کسان چې ډېری د دشت برچي د سیدالشهدا ښوونځي هزاره زده‌کوونکې نجونې وې، ووژل.

ټلګراف لیکي چې په دې چاودنه کې له دې درې‌ګونو خویندو څخه د یوې زړه د تل لپاره له درزېدا پاتې شو.

دا نجلۍ د حبیبې او حکیمې درېیمه خور ریحانه وه.

XS
SM
MD
LG