د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۳

وال سټریټ ژورنال: ولې د بګرام اډه له لاسه ورکوو؟


یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
  • وال سټریټ ژورنال

'ولې د بګرام اډه له لاسه ورکوو؟' وال سټريټ ژورنال ورځپاڼې تر دې سرلیک لاندې د خپرې کړې مقالې په پیل کې لیکي، د بایډن د ادارې پرېکړه چې ټول امریکایي ځواکونه له افغانستانه باسي ښایي یو مهم ستراتېژیک ځای، د بګرام هوایي اډه له لاسه ورکړي.

له کلونو راهیسې د هوا له لارې له دې اډې د امریکایانو او افغان پوځیانو ملاتړ کېده.

د بګرام هوایي اډه شااوخوا ۶۴ کیلومتره د کابل ښار شمال ته پرته ده. د وال سټریټ ژورنال په مقاله کې راغلي چې د بګرام هوایي اډه په شااوخوا ۳۰ مایل مربع مساحت کې پرته ده چې د ځغاست کرښه‌یې ۱۲ زره فوټه ده او دا د هر راز پوځي الوتکې لپاره مناسب ځای دی.

ورځپاڼه وړاندې لیکي چې د بګرام موقعیت هم ستراتېژیک دی، له چینه لوېدیځ لور ته شاوخوا په ۴۰۰ مایله کې پرته ده او له ایرانه ختیځ لور ته په شاوخوا ۵۰۰ مایله کې ده.

د دې اډې د پوځي اهمیت ترڅنګ د وال سټریټ ژورنال په خپرې کړې مقاله کې دې ته اشاره شوې ده چې له دې هوایي اډې څخه د استفادې لپاره په افغانستان کې د امریکایي پوځیانو حضور ته اړتیا شته او دا حضور ښایي په ورته وخت کې د دې ډاډ باعث شي چې بیا افغانستان د ترهګرو په پناه‌ځای بدل نه‌شي.

د وال سټریټ ژورنال په مقاله کې بیا راغلي دي چې دغه دلایل له دې سره په ټکر کې دي چې ټول امریکایي ځواکونه له افغانستانه ووځي او ښه به دا وي چې یو شمېر امریکایي پوځیان په افغانستان کې پاتې شي ترڅو بګرام فعاله وساتي او د طالبانو په وړاندې د افغان ځواکونو ملاتړ وکړي.

د بګرام په هوایي ډګر کې په تېرو کلونو کې په زرګونه افغان کارګرانو کار کاوه چې د امریکایي ځواکونو د شمېر له کمېدو سره ډېرو کارګرانو خپل کارونه له لاسه ورکړي دي.

  • واشنګټن ټایمز

بله امریکایۍ ورځپاڼه واشنګټن ټایمز بیا په خپرې کړې مقاله کې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د ایستلو ستراتېژي ستایي او لیکي، د امریکا تاریخ موږ ته دا راښیي چې د جګړې په ډګر کې بریالیتوب له دې سره تړلی دی چې هدف روښانه وي.

ورځپاڼه بیا د مثال لپاره د تېرې پېړۍ په نیمایي کې په نړیواله دوهمه جګړه کې له نازي جرمني څخه د اروپا د دفاع جګړه یادوي.

واشنګټن ټایمز وړاندې لیکي، د ویتنام جګړه ځکه ناکامه شوه چې خلکو د دې جګړې ملاتړ نه‌کاوه او هدف واضح نه‌و.

ورځپاڼه بیا لیکي، په افغانستان کې زموږ حضور له کلونو راهیسې څرګند هدف درلود، خو هلته مو اهداف ترلاسه شوي او پخواني ولسمشر ډونالد ټرمپ له اوسني ولسمشر جو بایډڼ سره وضعیت سم درک کړی دی چې پرېکړه‌یې وکړه چې خپل پوځیان به بېرته له افغانستانه خپل هېواد ته ستانه کړي.

ټاکل شوې ده چې د سپټمبر تر ۱۱مې ټول امریکایي ځواکونه له افغانستانه ووځي.

XS
SM
MD
LG