د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۰

هشت صبح: له اوربند وروسته حکومتي او طالب جنګیالي بېرته د جګړې لیکو ته ستانه شوي


یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې
یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې
  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې بیا خپله سرلیکنه کې د سولې خبرو اترو په دوام ټینګار کړی.

وړاندې راغلي چې د اختر له اوربند وروسته حکومتي او طالب جنګیالي بېرته د جګړې لیکو ته ستانه شوي او یو بل ته د تلفاتو اړولو ادعا کوي.

خو لیکوال اندېښنه ښکاره کړې چې دولت او طالبان داسې مهال بېرته جګړه پیلوي چې د خلکو اساسي غوښتنه د اوربند غځېدل او د جګړې پای ده.

ورځپاڼې د جګړې په دواړو لورو غږ کړی چې د خبرو له لارې ستونزه هواره کړي اوجګړه پای ته ورسوي.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې کابل ته د بریتانیا او پاکستان د لوی درستیزانو د تېرې اوونۍ ګډ سفر ته په اشارې لیکنه خپره کړې ده.

د لیکوال په وینا، که څه هم ښکاره دغه سفر د افغان سولې د بهیر د چټک کولو لپاره ترسره شوی، خو په باور یې، حقیقت دا دی چې د لندن په منځګړیتوب د افغانستان او پاکستان پوځونه باید سره تفاهم ته رسول شوي وای چې د ستراتېژیکو همکاریو په پیل کولو سره ان د امنیتي تړون د لاسلیکولو تر سرحده مخ ته ولاړ شي.

ورځپاڼې د ځنیو باوري سرچینو له قوله لیکلي چې جنرال نیکولاس کارتر د خپل هېواد او غربي نړۍ د اوږدمهاله او حیاتي ګټو د خوندي کولو لپاره د دغه کار د ترسره کولو دنده په غاړه اخیستې ده.

خو لیکوال پوښتنه کوي چې افغانان به په دې کې څه ترلاسه کړي؟

د ورځپاڼې په وینا د دې معاملې ښکاره پایله افغانانو ته دا ده چې هم به خپله خاوره او هم به خپل استقلال په‌کې بایلي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې د افغان ولسمشر هغه غوښتنه اخیستې چې پر قومي مخورو یې غږ کړی چې طالبان سولې ته وهڅوي او اړ يې کړي چې په لويه جرګه کې له خلکو سره مخامخ خبرو ته کېني.

وړاندې راغلي، ولسمشر غني وړمه ورځ د ننګرهار، کندهار او پکتيا ولايتونو له قومي مخورو سره ليدلي او ویلي چې حکومت د جګړې ختمولو ته ژمن دی، خو طالبانو تر اوسه سولې ته خپله ژمنتيا نه‌ده ثابته کړې.

خو د لیکوال په وینا،افغان حکومت د ملت له استازو د سولې راوستو په برخه کې دا غوښتنه په داسې حال کې کوي چې طالبانو د اوربند غځولو غوښتنه رد کړې ده.

XS
SM
MD
LG