تازه خبر
شنبه ۷ لیندۍ ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۴۳

نړۍ

ابراهیم رییسي د ایران د ولسمشریزو انتخاباتو ته ځان کاندید کړی

د قضا مشر  ابراهیم رییسي
د قضا مشر ابراهیم رییسي

د ایران د ولسمشرۍ په را روانو انتخاباتو کې، د دې هېواد د قضا مشر چې له تُندلارو روحانیونو څخه دی، ځان کاندید کړی.

ابراهیم رییسي چې د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه یي سره نژدې اړیکي لري نن شنبې د احتمالي کاندیدانو د ثبت په وروستۍ ورځ اعلان وکړ چې د جون د اتمې په انتخاباتو کې به ودرېږي.

احتمالي کاندیدان شورای نګهبان تاییدوي او تمه ده چې دا شورا د روانې مې میاشتې په ۲۷مه نېټه د کاندیدانو وروستی فهرست اعلان کړي.

د احتمالي کاندیدانو په فهرست کې د پارلمان پخوانی رییس علي لاریجاني چې له مخکښو محافظه کارانو څخه دی، د پخواني ولسمشر علي اکبر هاشمي رفسنجاني مشر زوی محسن هاشمي رفسنجاني او ځینې نور کسان چې د سپاه پاسداران په انقلابي ځواک کې د کار سابقه لري هم شامل دي.

پخواني ولسمشر محموداحمدي نژاد هم د چهارشنبې په ورځ د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د سیالۍ لپاره خپل نوم ثبت کړ.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

ټرمپ د عراق د صدراعظم د مرکزي حکومت د واک د پراختیا له هڅو ملاتړ وکړ

ارشیف، په سپینه ماڼۍ کې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ سره د عراق د صدراعظم علي الزیدي یوه لیدنه
ارشیف، په سپینه ماڼۍ کې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ سره د عراق د صدراعظم علي الزیدي یوه لیدنه

د امریکا ولسمشر د عراق د صدراعظم د هغو هڅو ملاتړ وکړ چې پر هېواد د مرکزي حکومت د واک پراختیا، د تېلو د قاچاق د مخنیوي او د مرکزي دولت په لاس کې د وسلو د انحصار لپاره‌یې ترسره کوي.

ډونالد ټرمپ د جمعې په ورځ «د لیندۍ په شپږمه» په خپله ټولنیزه شبکه «تروت سوشیال» کې لیکلي: "موږ د عراق د صدراعظم علي الزیدي د هغو هڅو ملاتړ کوو چې په ټول عراق کې د دولت د اقتدار د نافذولو، د تېلو د قاچاق د مخنیوي او د فساد د ختمولو لپاره‌یې ترسره کوي او ټولې وسلې د دولت تر انحصاري کنټرول لاندې راولي."

د ټرمپ دا پیغام څو ساعته وروسته له هغې خپور شو چې د عراق د حکومت ویاند حیدر العبودي وویل، د ۲۰۰۸ او ۲۰۲۵ کلونو ترمنځ د مرکزي حکومت له څارنې پرته د کردستان سیمې د تېلو د صادراتو له امله اوښتي زیانونه له ۱۰۰ میلیارده ډالرو اوښتي دي.

د نوموړي په وینا، د عراق حکومت، د دولتي «سومو» شرکت له مېکانیزم پرته د تېلو هر ډول صادرات، په ځانګړې توګه که عواید یې د دولت خزانې ته ونه‌سپارل شي، قاچاق ګڼي.

د عراق صدراعظم علي الزیدي د سې‌شنبې په ورځ امر وکړ چې د دغه هېواد په څلورو ولایتونو کې د کردي ځواکونو تر کنټرول لاندې د تېلو د ساحو مدیریت او د کردستان سیمې د ټولو سرحدي بندرونو کنټرول دې د مرکزي حکومت ادارو ته وسپارل شي.

د کردستان سیمې لومړي وزیر مسرور بارزاني د دغو پرېکړو مخالفت کړی او د کردستان سیمه‌ییز حکومت هم ویلي چې دا پرېکړې د عراق له اساسي قانون سره په ټکر کې دي.

اردوغان له پاکستان او سعودي عربستان سره ګډ دفاعي تړون توشیح کړ

آرشیف
آرشیف

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان له پاکستان او سعودي عربستان سره ګډ دفاعي تړون په رسمي توګه توشیح کړ.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د ترکیې پارلمان د نومبر په پنځمه دغه تړون تصویب کړی و.

دغو درېیو هېوادونو د اګست په میاشت کې پر ایران د امریکا او اسراییل د جګړې د پراخېدو په اړه د اندېښنو په ترڅ کې په مکه کې دغه تړون لاسلیک کړ. د تړون له مخې، پر یوه غړي هېواد برید پر ټولو غړو هېوادونو برید ګڼل کېږي.

ټاکل شوې چې د دغو درېیو هېوادونو استازي نن جمعه او سبا شنبه په اسلام‌ اباد کې غونډه وکړي.

ترکیه په ناټو کې دوهم لوی پوځ لري، سعودي عربستان د نړۍ د تېلو یو ستر صادرونکی او پاکستان هم یوازینی اسلامي هېواد دی چې اټومي وسلې لري.

ټرمپ له پوتین څخه په اروپا کې د ټولو پوځي تهاجمي اقداماتو د بندولو غوښتنه وکړه

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین څخه غوښتي چې په اروپا کې ټول تهاجمي پوځي اقدامات ودروي، څو د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره د سولې یوې هوکړې ته زمینه برابره شي.

ټرمپ د پنجشنبې په ورځ د لیندۍ په ۵ پر خپله ټروت سوشیل پاڼه لیکلي چې په چین کې یې له پوتین سره په وروستیو خبرو کې دا غوښتنه مطرح کړې ده.

نوموړي د اوکراین جګړه خونړۍ بللې چې هره میاشت په کې زرګونه کسان وژل کېږي.

په همدې حال کې واشنګټن په اروپا کې د خپلو پوځي ځواکونو د حضور په اړه د بیاکتنې د پایلو اعلان ځنډولی دی.

امریکايي چارواکو د ازادې اروپاـ ازادي راډیو ته ویلي چې پنټاګون په دې اړه پنځه بېلابېل انتخابونه نهايي کوي چې ډېر ژر به ولسمشر ټرمپ ته وړاندې شي.

امریکا دا مهال په اروپا کې شاوخوا ۸۰ زره سرتېري لري چې ډېری یې په جرمني، ایټالیا او بریتانیا کې مېشت دي.

بې‌پولې خبریالانو سازمان د فرانسې د «سي‌نیوز» د یوې میاشتې تعلیق غوښتنه وکړه

د بې‌پولې خبریالانو سازمان
د بې‌پولې خبریالانو سازمان

د بې‌پولې خبریالانو سازمان د پنجشنبې په ورځ د فرانسې د رسنیو تنظیم کوونکي ادارې څخه وغوښتل چې د یوې میاشتې لپاره د «سي‌نیوز» خبري شبکې فعالیتونه وځنډوي.

دې سازمان په یوه بیان کې ویلي چې د شبکې پوښښ د افراطي ښي اړخو په ګټه دی او د فرانسې د ولسمشرۍ ټاکنو په نږدې کېدو سره‌یې ولسواکۍ ته ګواښ زیاتېږي.

د بې‌پولې خبریالانو سازمان ویلي چې «سي‌نیوز» په ۲۰۱۷ کال کې د خپل تأسیس راهیسې ۱۲ اخطارونه او ۱۱ جریمې ترلاسه کړي چې ټولټال ۸۳۰ زره یورو ارزښت لري.

د دې سازمان څېړونکو وموندله چې د کډوالۍ، ناامنۍ، پر اسلام‌پالنې او په کیڼ اړخو او عامه رسنیو نیوکو په څېر موضوعات د شبکې د پروګرامونو دوه پر درېیمه برخه جوړوي.

د فرانسې د رسنیو تنظیموونکې ادارې ویلي چې «سي‌نیوز» شبکه کې د سیاسي نظرونو د تنوع په اړه د مقرراتو احتمالي سرغړونې څېړي.

«سي‌نیوز» د محافظه‌کار فرانسوي میلیاردر وینسنټ بولیرا ملکیت دی او تر اوسه‌یې د بې‌پولې خبریالانو سازمان غوښتنې ته ځواب نه‌دی ویلی.

د بې‌پولې خبریالانو سازمان وايي چې غوښتنه‌یې د مطبوعاتو د ازادۍ د دفاع او د خپلواک ژورنالیزم او هغه څه ترمنځ توپیر لپاره ده چې دا ډله‌یې "مغز مینځل" بولي.

"پر کوېټ د ایراني بې‌پیلوټه الوتکو برید"؛ څلور کسان ټپیان شوي

ارشیف، پر کوېټ د ایران یو برید
ارشیف، پر کوېټ د ایران یو برید

د کوېټ د دفاع وزارت د پنجشنبې په ورځ وویل چې لږ تر لږه څلور کسان د ایراني بې‌پیلوټه الوتکو د برید په نتیجه کې ټپیان شوي دي.

د کوېټ د دفاع وزارت په یوه بیان کې وویل چې ټپیان د درملنې لپاره روغتون ته وړل شوي او دې پېښې مادي زیان هم اړولی، خو د زیان د کچې په اړه‌یې جزئیات نه‌دي ورکړي.

کوېت تېره اوونۍ د ایراني بې‌پیلوټه الوتکو د بریدونو د مخنیوي لپاره خپل دافع هوا سیستم فعال کړ چې دا اقدام د پسرلي راهیسې د خپل ډول لومړی و.

ایران هرمز تنګي کې د تېلو په ټانکرونو د برید سربېره، په وروستیو ورځو کې بحرین او کوېټ هم په نښه کړي دي.

په دغو هېوادونو کې د امریکا پوځي تأسیسات او د انرژۍ زېربناوې په نښه شوې دي.

د امریکا پوځ ویلي چې ډېری دغه بریدونه شنډ شوي دي.

هند کې د یوه سیاستوال د لور شانداره واده؛ څلور لکه کسانو ګډون کړی

ارشیف، هند کې د واده مراسم. انځور تزئیني بڼه لري.
ارشیف، هند کې د واده مراسم. انځور تزئیني بڼه لري.

شاوخوا څلور لکه خلکو د بیهار په ایالت کې د یوه هندي سیاستوال د لور د واده په مراسمو کې ګډون وکړ.

د دغه شاندارو مراسمو پر مهال د غونډې ځای ته تلونکي سړکونه بند شوي و.

اننت سېنګ چې د بیهار ایالت یو سیاستوال دی او د قتل تورونو په ګډون د لسګونو قانوني قضیو سره مخ دی، د چهارشنبې په ورځ‌یې د مراسمو کوربه‌توب وکړ.

د فرانسې د خبري اژانس راپور زیاتوي چې د مېلمنو د هرکلي لپاره ۵۰۰ زره دودیز خواږه خواړه برابر شوي وو او ۵۰۰ اشپزانو د خوړو په پخولو کې برخه درلوده.

خپاره شوي انځورونه ښیي چې ګڼه‌ګوڼه دومره ډېره وه چې ځیني کسان د مراسمو د لیدلو لپاره ونو او د برېښنا ستنو ته ختلي و.

ناوې په یوه لوکس «بي‌اېم‌وې» موټر او زوم د شاوخوا ۲۰۰ موټرو په بدرګه مراسمو ته راغلل.

په هند کې ګران او شاندار ودونه کومه نوې خبره نه‌ده.

هندي سوداګرو، هنرمندانو او سیاستوالو پخوا هم شاندار مراسم ترسره کړي چې سلګونه زره خلک ورته بلل شوي وو.

ډونالډ ټرمپ له روسیه غوښتي چې د اوکراین د جګړې د پراخیدو مخه ونیسي

ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ناټو سرمنشي مارک روته
ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ناټو سرمنشي مارک روته

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د ناټو سرمنشي مارک روته په یو ګډ بیان کې له روسیه غوښتي چې د هغو اقداماتو مخه ونیسي چې په اوکراین کې د جګړې د پراخیدو لامل کیږي.

دا بیان پرون چهارشبنې ماښام د امریکا په فلوریدا ایالت کې د ولسمشر ټرمپ او روته ترمنځ له خبرو اترو وروسته خپور شوی دی.

د بیان له مخې د اوکراین او ایران جګړه د خبرو اترو اصلي محور و.

ټرمپ او ورته د امریکا او اروپايي ټولنې د دفاعي بودیجې په لوړیدو هم خبرې کړي دي.

پاپ لیو څوارلسم، تیره اوونۍ ترکیه کې د اقلیمي مذاکراتو ناکامېدل «د اندېښنې وړ» وبلل

د نړۍ د کاتولیکو مسیحیانو مذهبي مشر پاپ لیو څوارلسم ، ارشیف
د نړۍ د کاتولیکو مسیحیانو مذهبي مشر پاپ لیو څوارلسم ، ارشیف

د نړۍ د کاتولیکانو مذهبي مشر پاپ لیو څوارلسم، تیره اوونۍ ترکیه کې د اقلیمي مذاکراتو ناکامېدل «د اندېښنې وړ» وبلل او وویل چې اقلیمي ناورین د میلیونونو خلکو پر ژوند اغېز کوي.

پاپ د چهارشنبې په ورځ (د لیندۍ ۴مه) په واتیکان کې له خپلې اوونیزې غونډې وروسته وویل: «د اقلیمي ناورین سختو چاپېریالي پېښو ته په کتو ، دا د اندېښنې وړ ده چې د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلونونو کنفرانس (کاپ ۳۱) پرته له دې پای ته ورسېد چې نړیواله ټولنه د دغه ناورین د جدي او مسوولانه حل لپاره روښانه ژمنې وکړي.»

د «کاپ ۳۱» په نامه د ملګرو ملتونو د اقلیم نړیوال کنفرانس چې دروانې نومبر میاشتې له ۹مې تر ۲۰مې نېټې پورې د ترکیې په انتالیا ښار کې دایرشو پرته له موافقې پای ته ورسېد.

برېتانیه کې د بریښنا او ګازو بیې لوړیږي

لندن کې دشیل کمپنۍ د پټرولو یو پمپ ، ارشیف
لندن کې دشیل کمپنۍ د پټرولو یو پمپ ، ارشیف

د برېتانیا د انرژۍ د بازار د تنظیم ادارې (Ofgem) د چهارشنبې په ورځ (د لیندۍ ۴مه) اعلان وکړ چې د برېښنا او ګاز بیې به د ۲۰۲۷ کال له جنورۍ میاشتې څخه د میلیونونو کورنیو لپاره ۲۶ سلنه لوړې شي.

د دې ادارې د راپور له مخې، د بیو دغه زیاتوالی به د کورنیو کلني لګښتونه شاوخوا ۴۴۳ پونډه زیات کړي او د یوه کال ټول لګښتونه به ۲۱۶۶ پونډو ته ورسوي.

یاده اداره زیاتوي چې ، د بیو دغه لوړوالی به د دغه هېواد شاوخوا ۲۰ میلیونه کورنۍ اغېزمنې کړي؛ خو هغه کورنۍ چې د انرژۍ د ثابتو بیو قراردادونه لري، د خپلو قراردادونو د اعتبار تر پای پورې به اغیزمنې نه شي.

د امریکا او ایران ترمنځ جګړه او د هرمز تنګي له لارې د تېلو د لېږدوونکو بېړیو د تګ راتګ کموالی، په نړیوال بازار کې د انرژۍ د بیو د لوړېدو له مهمو عواملو څخه بلل شوي دي.

امریکايي رسنۍ : په سې آی اې سایبري برید کې یو لړ غیرمحرم معلومات افشا سوي

امریکا – یو سړی د ویرجینیا ایالت په لانګلي کې د مرکزي استخباراتو ادارې (سي‌آی اې) د مرکزي دفتر په لابي کې د دې ادارې له لوګو څخه تېرېږي.
امریکا – یو سړی د ویرجینیا ایالت په لانګلي کې د مرکزي استخباراتو ادارې (سي‌آی اې) د مرکزي دفتر په لابي کې د دې ادارې له لوګو څخه تېرېږي.

امریکايي رسنۍ د استخباراتو په مرکزي ادارې، (سي آی اې) او د ملي استخباراتو د مدیر په دفتر د سایبري برید خبر ورکوي.

خبرزیاتوي چې د برید په نتیجه کې دغیرمحرم معلوماتو یوه برخه افشا سوې.

نیویارک تایمز راپور ورکوي چې برید د معلوماتو د راټولونې او څیړنې پر سیستم شوی دی.

سی ان ان تلویزني شبکې دبرید دچینايي سرچینې احتمال مطرح کړی خو په برید کې د چین د حکومت ونډه تراوسه نه ده تایید شوې.

دا هم نه دي څرګند چې برید کله او څنګه شوی دی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG