د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۶ تله ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۸

افغانستان

سعودي عربستان: سبا پنجشنبه به د کوچني اختر لومړۍ ورځ وي

ارشیف، د کابل شاه دوشمېره جومات کې د وړم کال د اختر لمونځ
ارشیف، د کابل شاه دوشمېره جومات کې د وړم کال د اختر لمونځ

سعودي عربستان وايي، سبا پنجشنبه (د غويي ۲۳مه) به د کوچني اختر لومړۍ ورځ وي.

د دغه هېواد رسنیو راپور ورکړی چې شوال میاشت ونه لیدل شوه، نن چهارشنبه به د روژې دېرشمه وي.

سږکال اختر داسې مهال کې راځي چې په لوګر او کابل کې د وروستیو خونړیو پېښو له کبله پرون سې شنبه د ملي ماتم ورځ وه.

طالبانو او افغان حکومت د اختر په درېیو ورځو کې اوربند اعلان کړی دی.

خو د ملي امنیت شورا ویاند رحمت الله اندړ وايي، افغانان دایمي اوربند غواړي: "د افغانستان د معضلې او مشکلاتو حل په دایمي اوربند کې نغښتی دی. په درېیو ورځو کې د افغانانانو نه وژل ستونزه نه حلوي، ځکه خو د دې اوربند تود هرکلی هم ونه وشو. افغان وژنې ته دې د پای ټکې کښېښودل شي. افغانان دایمي اوربند غواړي."

سږکال د روژې میاشت خونړۍ وه چې په لوګر او کابل کې وروستۍ حملې یې خونړۍ پېښې ګڼل شوې دي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

ایراني چارواکو له دې هېواده د دوه میلیون افغان کډوال پر ایستلو ټینګار وکړ

ایران په دې وروستیو کې د افغان کډوالو د ایستلو پروسه چټکه کړې ده.
ایران په دې وروستیو کې د افغان کډوالو د ایستلو پروسه چټکه کړې ده.

د ایران د امنیتي ځواکونو عمومي قوماندان یوځل بیا د خپل هېواد پر دې پرېکړې ټینګار وکړ چې د ۱۴۰۳ کال تر اخره به دوه میلیون افغان کډوال چې په ایران کې د استوګني قانوني اسناد نه لري، له خپلې خاورې وباسي.

احمد رضا رادان پرون له یوه تلوېزیون سره په مرکه دا خبره هم وکړه چې د کال له پیله تراوسه ایران ۵۰۰زره افغانان چې قانوني اسناد یې نه لرل له خپل هېواده ایستلي دي.

رادان زیاته کړه چې په همدې موده کې دوه نیم لکه افغانان په خپله خوښه خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

رادان د خپل هېواد خلکو ته خبرداری ورکړ، که چېرته هغو بهرنیانو ته کار یا د استوګنی ځای ورکوي چې قانوني اسناد نه لري، له قانوني چلند سره به مخامخ شي.

د خوړو نړیوال پروګرام له نږدې څلور میلیونه افغانانو سره نغدي مرسته کړې

ارشیف: د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې د خوړو نړیوال پروګرام د مرستو موټریز کاروان
ارشیف: د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې د خوړو نړیوال پروګرام د مرستو موټریز کاروان

د خوړو نړیوال پروګرام یا "ډبلیوایف‌پي" وایي، د سږ میلادي کال له پیله یې تراوسه په افغانستان کې له نږدې څلور میلیونه کسانو سره نغدي مرسته کړې او له دې ډلې نیمایي مېرمنې دي.

دغه پروګرام پرون په خپله ایکس‌پاڼه یا پخوانی ټویټر کې لیکلي چې دا ډول مرستې ښځو ته دا توان ورکوي چې د خپلې کورنۍ د غړیو اړتیاوې تر یوه بریده پوره کړي.

د خوړو نړیوال پروګرام په داسې وخت کې له نږدې څلور میلیونه افغانانو سره د مرستې خبر ورکوي چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا ویلي چې سږ کال په افغانستان کې د هغو کسانو شمېر څه باندې ۲۳ میلیونو ته رسېدلی چې بشري مرستو ته ضرورت لري.

اخوا د ملګروملتونو د خوړو نړیوال پروګرام د روانې تلې په ۱۳مه ویلي وو، په راروان ژمي کې یوازې د ۶ ميلیونو کسانو لاسنیوی کولی شي، حال دا چې څه باندې ۱۲ ميلیونه کسان به مرستو ته اړ وي.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي، راروان ژمی ښايي په افغانستان کې د ميلیونونو کسانو لپاره سخت وي.

په کابل کې د امام ابوحنیفه په نوم د سوداګرۍ او پانګونې د خونې د نندارتون دوهمه ورځ

په کابل کې د جوړ شوي نندارتون یو انځور
په کابل کې د جوړ شوي نندارتون یو انځور

په کابل کې نن د امام ابوحنیفه په نوم د سوداګرۍ او پانګونې د خونې د نندارتون دوهمه ده.

په دې نندارتون کې د افغانستان، منځنۍ او جنوبي اسیا هېوادونو، چین، ایران، ترکیې او جاپان تولیدات په څه باندې ۷۰۰ غرفو کې ایښودل شوي دي.

د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ او صنعت وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د کرنې، د غالیو د صنعت، بانکدارۍ، روغتیا، لاسي صنایعو، ټرانسپورټ، لوژیستیک، ساختماني او زده‌کړو په ګډون بېلابېلو کورنیو او بهرنیو سکتورنو په دې نندارتون کې برخه اخیستې ده.

د نندارتون په لومړۍ ورځ یو شمېر مېرمنو شکایت درلود.

له دې ډلې د بلخ ولایت د شیریني د کارخانې مسوولې فرشتې اکبري ازادي راډیو ته وویل چې د نندارتون په شاتنۍ برخه کې یې مېرمنو ته ځای ورکړی دی.

د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د ورښتونو او سېلابونو د راوتلو اټکل شوی

ارشیف: په لغمان کې وروستیو سېلابونو خلکو ته زیانونه اړولي دي.
ارشیف: په لغمان کې وروستیو سېلابونو خلکو ته زیانونه اړولي دي.

اټکل کېږي چې نن او سبا د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د سختو ورښتونو له امله د اوبو کچه لوړه شي او سېلابونه وبهېږي.

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت د خبرپاڼې له مخه به د دغو ورښتونو له امله د هریرود، هلمند، کابل، شمال او امو سیندونو په حوزو کې سېلابونه وبهېږي.

په دې خبرپاڼه کې د دغو سیندیزو حوزو شاوخوا له استوګنو خلکو غوښتل شوي چې ځانونه خوندي کړي.

د خوړو نړیوال پروګرام پرون ویلي چې افغانستان د نړۍ له هغو شپږو هېوادونو څخه یو دی چې د اقلیم د بحران تر ټولو لوړه کچه لري.

همدا تېره تېره اوونۍ د ننګرهار او کونړ ځینې سیمې سختو سېلابونو وځپلې چې له امله خلکو ته ګڼ مالي زیانونه ورسېدل.

د دغو سېلابونو له امله څلور کسان مړه او تر ۳۰ نور ټپیان شوي دي.

د پاکستان تحریک انصاف د لاریونوالو په منځ کې د ۱۲۰ افغانانو د نیولو ادعا شوې

په پاکستان کې د تحریک انصاف او پاکستانیو ځواکونو ترمنځ د اخ و ډب یوه څنډه
په پاکستان کې د تحریک انصاف او پاکستانیو ځواکونو ترمنځ د اخ و ډب یوه څنډه

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ادعا وکړه چې د شنبې په ورځ په اسلام‌آباد کې د پاکستان د تحریک انصاف (پي‌ټي‌آی) د لاریون کوونکو په منځ کې د خیبر پښتونخوا ۱۱ پولیس او ۱۲۰ افغان اتباع نیول شوي دي.

نقوی پرون په یوه خبري غونډه کې همداراز وویل، د عملیاتو په ترڅ کې ټولټال ۵۶۴ کسان نیول شوي چې په هغو کې د خیبرپښتونخوا ۱۱ پولیس شامل دي چې ادعا کېږي په اعتراضونو کې ښکېل وو.

د ده په وینا، د لاریونوالو له لوري د ډزو له امله د پنجاب ۷۵ پولیس او د اسلام‌آباد ۳۱ پولیس ټپیان شوي چې د یوه حال نازک دی.

نقوي زیاته کړه، که څه هم په ځینو سیمو کې خلک ټپیان شوي، خو څوک وژل شوي نه دي.

فاریاب کې ترافیکي پېښې؛ درې کسان مړه او ۲۷ نور ټپیان شوي

ارشیف: په افغانستان کې د ترافیکي پېښې له کبله یو ویجاړ شوی موټر
ارشیف: په افغانستان کې د ترافیکي پېښې له کبله یو ویجاړ شوی موټر

په فاریاب کې په دوو ترافیکي پېښو کې د درې کسانو د مړینې او ۲۷ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی.

د فاریاب لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس شمس الدین محمدي پرون ځینو کورنیو رسنیو ته ویلي چې د قیصار ولسوالۍ په خان قروغ سیمه کې له سړک څخه د یوه فلانکوچ ډوله موټر د اوښتو له کبله دوه کسان مړه او ۲۰ نور ټپیان شوي دي.

په بله پېښه کې د المار ولسوالۍ مرکز ته نږدې یو فلانکوچ ډوله موټر چپه شوی چې په نتیجه کې یې یو ماشوم مړ او ۷ نور کسان ټپیان شوي دي.

د دغو پېښو د علت په باب څه نه دي ویل شوي.

د سړکونو خرابوالی، د ترافیکي اصولو نه رعایت او د چلوونکو بې احتیاطي په افغانستان کې د زیاتو ترافیکي پېښو اصلي علت ګڼل کېږي.

طالبانو د پانګونې په تړاو د هند د کان کیندنې له یوه شرکت سره خبرې کړي

ارشیف: د افغانستان د کان کیندنې د یوه کان څنډه
ارشیف: د افغانستان د کان کیندنې د یوه کان څنډه

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت خبر ورکوي چې د هند د کان کیندنې له یوه شرکت سره یې په افغانستان کې د پانګونې په تړاو خبرې کړي دي.

دغه وزارت پرون په خپله ایکس‌پاڼه یا پخواني ټویټرکې لیکلي چې د هندي شرکت مشر سرینواش اکاپیډي په افغانستان کې د فلزي کانونو، قیمتي ډبرو، نفت او ګازو په برخو کې پانګونې ته لېوالتیا ښکاره کړې ده.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر هدایت‌الله بدري ډاډ ورکړی چې په افغانستان کې د دغه هندي شرکت د پانګونې لپاره زمینه مساعده ده.

دا ډاډ په داسې حال کې ورکول کېږي چې په افغانستان کې د کانونو د تړونونو په برخه کې د شفافیت نه موجودیت ته اندېښنې شته.

پر ایران د اسراییل د احتمالي حملې وېره؛ د افغانستان پر فضا نړیوالې الوتنې زیاتې شوي

ارشیف: د کابل د هوايي ډګر یوه څنډه
ارشیف: د کابل د هوايي ډګر یوه څنډه

پر ایران د اسراییل د احتمالي حملې د وېرې له امله د افغانستان پر فضا نړیوالې الوتنې زیاتې شوي دي.

د اینډپنډنټ ورځپاڼې د پروني راپورونو له مخې، د پنجشنبې په ورځ د افغانستان له فضا ۱۹۱ الوتکې تېرې شوي چې دا د تېرو څه باندې درې کلونو په ترڅ کې چې طالبانو کابل نیولی، بېسارې الوتنې دي.

کله چې د یوه هېواد له فضا د یوه هوایي چلند الوتکه تېرېږي، هغه هېواد ته ۷۰۰ ډالر ورکوي.

د سپټمبر په میاشت کې د افغانستان پر فضا له ۱۹ تر ۳۰ الوتکې تېرېدې.

متقي: افغانستان کې د کوکنارو د کښت کچه صفر ته راټيټه شوې

ارشیف: په کندهار کې وسله‌وال طالبان د کوکنارو کروندو د له منځه وړلو پر مهال
ارشیف: په کندهار کې وسله‌وال طالبان د کوکنارو کروندو د له منځه وړلو پر مهال

که څه هم نړیوالو سازمانونو په افغانستان کې د کوکنارو د کښت د زیاتېدو خبر ورکړی، د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي ویلي، چې په افغانستان کې د کوکنارو کښت صفر ته راکم شوی دی.

متقي د جمعې په ورځ په روسیه کې د مسکو فارمټ له غونډې وروسته په یوه خبري کنفرانس کې وویل، د دوی حکومت په افغانستان کې د کوکنارو کښت صفر ته راکم کړی دی.

دا په‌داسې حال کېده، چې د السیس په نوم بنسټ په خپل تازه راپور کې په افغانستان کې د سټلایټ په مرسته د اخیستل شویو تصاویرو په استناد ویلي، چې سږکال په افغانستان کې پر ۷زره او ۳۸۲ هکټاره ځمکه کوکنار کرل شوي دي.

تر دې مخکې د مخدره موادو او جرمونو په وړاندې د مبارزې لپاره د ملګروملتونو ادارې ویلي وو، چې سږکال په افغانستان کې د تېر کال پر تله د کوکنارو کښت زیات شوی دی.

طالبان: د شېرخان بندر له لارې د بهرنيو سېلانيانو تګ راتګ زيات شوی

ويل شوي بهرني سېلانيان تر ډېره له بند امير ليدنه کوي
ويل شوي بهرني سېلانيان تر ډېره له بند امير ليدنه کوي

د کندوز ولایت لپاره طالب چارواکو د شېرخان بندر له لارې افغانستان ته د بهرنیو سېلانیانو د ورتګ د زیاتېدو خبر ورکړی دی.

په کندوز کې د طالبانو د بهرنیو چارو ریاست د قونسلي چارو مسوول حافظ عبید‌الله کورنیو رسنیو ته نن ویلي، چې د روان لمریز کال له پیله د شېرخان بندر له لارې ۶۵۰ بهرني سېلانیان چې د بېلابېلو هېوادونو وګړي دي، تر اوسه افغانستان ته تللي او بېلابېلې سیمې یې کتلي دي.

ویل شوي زیاتو سېلانیانو بدخشان او بامیان ولایتونه د خپلو اصلي مقاصدو په توګه یاد کړي دي.

په تېرو درېیو کلونو کې چې طالبانو بیا پر افغانستان ولکه ټینګه کړې امنیتي پېښې کمې شوي او دغه هېواد ته د خلکو تګ زیات شوی، خو لا هم ګڼ کسان په ځانګړي هغه افغانان چې په تېرو حکومتونو کې یې کار کړی په ډاډه زړه افغانستان د تګ اراده نه‌شي کولی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG