د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۲

د چک جمهوریت ولسمشر: له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو ایستل لویه تېروتنه ده


یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
  • اتلانتیک کونسل

پنځو پخوانیو لوړپوړو امریکایي ډیپلوماتانو د افغانستان په اړه د اتلانتیک کونسل یا اتلانتیک شورا په خپرونه کې یوه لیکنه خپره کړې ده.

د دغو ډیپلوماتانو په ډله کې په افغانستان کې د امریکا پخواني سفیران، جېمز کننګهام او رونالډ نیومن هم شامل دي.

لیکنه پر دې څرخي چې په څه ډول کېدای شي، په افغانستان کې د غمیزې مخه ونیول شي.

لیکوالانو د څو سمبولیکو، خو مهمو اقداماتو یادونه کړې ده.

د بېلګې په توګه دوی وړاندیز کړی چې هر څومره ژر چې کېدای شي ناټو دې د افغانستان له حکومت سره غونډه جوړه کړي. دغه اقدام له افغان امنیتي ځواکونو سره د مرستې د دوام لپاره مهم بلل شوی دی.

لیکوالانو دغه‌راز وړاندیز کړی چې د نړیوالو بسپنه ورکوونکو او د افغانستان د حکومت په ګډون د نړیوال بانک په مشرۍ په لوړه سطحه د یوې غونډې جوړېدا به هم له افغانستان سره د اقتصادي مرستو د دوام له پلوه مهمه وي.

په دغه لیکنه کې وړاندې لولو چې دغه غونډې کولای شي افغانانو ته یو قوي پیغام ورکړي. د لیکنې په یوه برخه کې دغه‌راز وړاندیز شوی چې افغان ولسمشر دې متحده ایالاتو ته وروبلل شي چې د امریکا له ولسمشر او د کانګرس له غړو سره وګوري.

لیکوالانو ویلي چې دغه اقدام به یو سمبولیک اهمیت ولري. د امریکا ولسمشر جو بایډن اعلان کړی چې ټول امریکایي سرتېري به د سپټمبر تر ۱۱مې له افغانستانه وباسي. د ناټو نورو غړو هم ویلي چې یوځای افغانستان ته تللي او یوځای به ترې ووځي.

د راپورونو له مخې اوس د دوه‌نیم زرو تر درې‌نیم زرو پورې امریکایي سرتېري په افغانستان کې دېره دي.

  • د ناټو د ختیځ بلاک د نهو غړو هېوادونو وېب‌پاڼه

د چک جمهوریت ولسمشر میلوش زیمان وایي، له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو د ایستلو پرېکړه یوه لویه تېروتنه ده او په دې هېواد کې به وضعیت لا خراب شي.

ښاغلي زیمان دا خبره تېره اونۍ په بخارست کې د ناټو د ختیځ بلاک د نهو غړو هېوادونو سرمشریزې ته په وینا کې کړې چې متن‌یې نوی د هغه په وېب‌پاڼه کې خپور شوی دی.

د زیمان په وینا ولسمشر غني ویلي چې د کابل په لوېدیځ کې پر نجونو زده‌کوونکو د حملې مسؤل طالبان دي. هغه زیاته کړې چې دا د درک وړ ځکه ده چې طالبان کاملاً د نجونو له زده‌کړې سره مخالف دي، خو طالبانو د شنبې د ورځې حمله غندلې او ویلي یې دي چې په‌کې لاس نه‌لري.

تر اوسه د دغې حملې چې په ملي او نړیواله کچه غندل شوې، مسؤلیت چا نه‌دی اخیستی.

XS
SM
MD
LG