- نیویارک پوسټ
نیویارک پوسټ ورځپاڼه د کابل په دشت برچي سیمه کې د نجونو پر یوه ښوونځي د خونړي برید په اړه لیکي، افغان ولسمشر اشرف غني د دغه برید ملامتي پر وسلهوالو طالبانو چې د ورځپاڼې په وینا د ښځو او نجونو له زدهکړې سره مخالف دي، واچوله خو دې ډلې دغه برید وغانده او ویېویل چې پهکې لاس نهلري.
د دغه برید چې تر ۵۰ ډېر کسان پهکې ووژل شول او له ۱۰۰ هم زیات ټپیان شول، مسؤلیت تر اوسه کومې ډلې نهدی اخیستی، خو له دې مخکې د اسلامي دولت ډلې یا داعش چې په دې سیمه کې پر شیعهګانو ډېری حملې کړي، مسؤلیت اخیستی دی.
نیویارک پوسټ لیکي، د تاوتریخوالي دغه خونړۍ پېښه داسې مهال کېږي چې امریکایي او د ناټو ځواکونو له افغانستانه د وتلو بهیر پیل کړی دی.
د ورځپاڼې په لیکنه د امریکا ولسمشر جو بایډن ژمنه کړې چې د روان کال د سپټمبر تر ۱۱مې به چې پر امریکا د سپټمبر د ۱۱مې ترورېستي بریدونو له ۲۰مې کلیزې سره برابره ده، له دې هېواده د ټولو امریکایي سرتېرو د ایستلو بهیر بشپړ شي.
خو د امریکا د بهرنیو چارو د پخوانۍ وزیرې هېلري کلېنټن په ګډون یو شمېر کسانو خبرداری ورکړی چې له دې هېواده د ځواکونو ایستل به واک ته د طالبانو د رسېدو په ګډون ډېرې ناوړې پایلې ولري.
له طالبانو سره په دوحه کې د امریکا د تېر کال د فبرورۍ د ۲۹مې تړون له مخې باید ټول امریکایي ځواکونه د می تر لومړۍ نېټې له افغانستانه وتلي وی. نیویارک پوسټ وړاندې لیکي، طالبانو تېره اوونۍ د دغه تړون له مخې په ټاکلي وخت د ځواکونو د نهوتلو په وړاندې د حملو د بیا پیلېدو خبرداری ورکړ.
- نیو ډېلي
له استرالیا خپرېدونکې د نیو ډېلي ورځپاڼه لیکي، په افغانستان کې د اروپایي ټولنې استازولۍ د کابل په دشت برچي سیمه کې دغه خونړی برید چې اکثره قربانیانې یې د ښوونځي زدهکونکې دي، وغانده او هغهیې د ترورېزم یو کرغېړن عمل وباله.
دغې استازولۍ په یوه ټویټ کې ویلي چې د منځني ښوونځي پر نجونو زدهکوونکو برید د افغانستان پر راتلونکي برید دی.
د نیو ډېلي په لیکنه، په کابل کې د امریکا سفارت سرپرست او شارژدافیر راس وېلسن هم ورته خبره کړې او د دغه برید د غندنې ترڅنګیې ویلي چې پر ماشومانو دغه نهبخښونکی او د نهزغملو برید د افغانستان پر راتلونکي برید دی.
په افغانستان کې د ماشومانو د ملاتړ ادارې یونېسف هم دغه برید په کلکه غندلی. هغهیې نه بخښونکی عمل بللی او ټینګار یې کړی چې ښوونځي باید یو داسې خوندي ځای وي چې ماشومان پهکې بشپړ امنیت ولري.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه مأموریت یا یوناما هم دغه برید یو بېرحمانه عمل بللی دی.