د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۴

بېزنس انسایډر: له هرو ۱۰ افغانانو یو یې د نشه یي توکو په قاچاق بوخت دی


ارشیف، په قاچاق نیول شوی یو تن
ارشیف، په قاچاق نیول شوی یو تن
  • بېزنس انسایډر

د امریکا چاپ بېزنس انسایډر خپرونې په وروستۍ ګڼه کې لیکلي چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره سم دغه هېواد د نشه یي موادو له نوې ستونزې سره مخامخ دی.

د خپرونې په لیکنه کله چې بهرني ځواکونه له افغانستانه وځي، افغان هغو ته یوازې له وسله والو مخالفانو سره مبارزه نه، بلکې له نشه یي توکو سره مبارزه هم پاتې کېږي.

د نشه یې توکو کرکېله او تولید هغه ستونزه بلل شوې چې افغانستان کې یې پراخې ریښې غځولي دي.

په مطلب کې راغلي، افغانستان کې د نشه یي توکو د بدمرغیو په لړ کې ۲۰۱۷ میلادي کال کې په ختیځو ولایتونو کې د داسې یوه وحشي بوټي د راشنه کېدو اوازې خپرې شوي چې د کریسټل نومې نشه یي موادو جوړېدو کې کاریږي.

د مطلب په یوه بله برخه کې د افغان چارواکو په حواله راغلي، دا مهال له هرو لسو افغانانو یو تن یې د نشه یي توکو په قاچاق او کاروبار کې لګیا دی او دا کاروبار په میاشت کې طالبانو او قاچاق وړونکو ته څه باندې ۳۵میلیونه ډالره عاید لري.

  • مېل انلاین

له بریتانیا خپرېدونکې مېل انلاین خپرونې د ادریس په نوم د هغه افغان ځوان کیسه خپره کړې چې افغانستان کې له بریتانوي ځواکونو سره ژباړن پاتې شوی.

دا ځوان اوس بریتانیا کې دی، خو د سخت دریځو له ګواښ سره مخامخ دی.

ادریس مېل انلاین ته ویلي، افغانستان کې له دوزخه تښتيدلی، خو نه پوهېده چې بریتانیا کې هم دښمن د دروازې مخه کې دی.

نوموړي وړاندې ویلي، بریتانیا کې سخت دریځي او په ځانګړي توګه هغه کسان ورسره تُند چلند کوي چې نوی یې اسلام قبول کړی دی.

ادریس د یوه ایرلنډي سړي یادونه کوي چې نوی مسلمان شوی او ده ته یې ویلي چې بېرته باید افغانستان ته ولاړ شي او له طالبانو سره یوځای د کفارو پر ضد وجنګېږي.

ادریس د مشهورو افغان ژباړونکو له ډلې دی چې بریتانوي ځواکونو سره یې کار کړی دی.

ده ویلي، افغانستان کې ډېر ځله د مرګ له خطره بچ شوی دی، خو په خبره یې اوس بریتانیا کې کې دا ګواښ ډېر ورته نژدې دی.

XS
SM
MD
LG