نړۍ
برازیل کې د مخدره موادو د قاچاقبرانو پر ضد عملیاتو کې ۲۵ کسان ووژل شول
په برازیل کې د مخدره موادو د قاچاقبرانو پر ضد د دولتي ځواکونو په عملیاتو کې ۲۵ کسان وژل شوي دي. دا عملیات د برازیل په لوی تجارتي مرکز ریو دې جنیرو ښار کې شوي دي.
د قاچاقبرانو او پولیسو ترمنځ دا نښته پرون د مې په لومړۍ نېټه د ریو دې جنیرو په یوه بېوزله سیمه کې وشوه.
د سیمهییزو رسنیو د راپورونو له مخې دا جنایتکاره ډله چې د عملیاتو پر مهالیې پر پولیسو ډزې وکړې د مخدره موادو په قاچاق، شوکو، قتلونو او انسان تښتونو کې لاس لري.
د عملیاتو له جریانه وېډیویي تصاویرو کې ښکاري چې د دې ډلې غړي سیمې ته د پوځي ګاډو له رسېدو سره سم د بامونو له لارو تښتي.
د برازیل پولیس وايي چې په وژل شویو کسانو کې د دې ډلې مشر هم شامل دی او زیاتوي چې پولیسو لږترلږه ۱۰ مشکوک کسان نیولي دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د امریکا کانګرس بالتیک هېوادونو ته د امنیتي مرستو لپاره ۲۰۰ میلیونه ډالر منظور کړل
د امریکا کانګرس د ناټو د ختیځې پولې په اوږدو کې د روسیې د فعالیتونو له زیاتېدو سره سم، د بالتیک هېوادونو ته د ۲۰۰ میلیونه ډالرو امنیتي مرستې منظورې کړې دي.
دا بودجه د روانې اوونۍ په ترڅ کې د امریکا د ۲۰۲۶ مالي کال د دفاعي بودیجې د یوې برخې په توګه تصویب شوې، چې د بالتیک امنیتي نوښت (BSI) له لارې له استونیا، لاتویا او لیتوانیا سره د امریکا دوامداره ملاتړ تضمینوي.
د ۸۳۸،۷ میلیارډ ډالرو دفاعي بودیجه ولسمشرډونالډ ټرمپ د فبرورۍ په درېیمه توشیح کړه. د امریکا مرسته د بالتیک له دغو درېیو هېوادونو سره د امنیتي همکارۍ لپاره تمویل خوندي کوي.
په عین حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د بهرنيو ماموريتونو د بوديجې تر چتر لاندې د بهرنۍ پوځي تمویل پروګرام له لارې استونیا ته اضافي ۱۰ میلیونه ډالره ځانګړې شوې. تالین پخوا له دې مرستو څخه د هایمارس (HIMARS) مهماتو، جاولین توغندیو او د درنو توپچي مرمیو د ترلاسه کولو لپاره ګټه اخیستې ده.
د U-19 د نړیوال جام پایلوبه سبا دهند او انګلستان ترمینځ
تر نولسو کلونو د کشرو لوبغاړو دنړیوال جام پایلوبه سبا د جمعې په ورځ د زمبابوې پلازمینه هرارې کې د هند او انګلستان د ټیمونو ترمینځ ترسره کیږي.
د افغانستان ټیم د چهارشنبې په ورځ نیمه پایلوبه دهند ټیم ته وبایلله.
پیل کې د افغانستان U-19 ټیم بیټنګ وکړ او د ۴ لوبغاړو په سوځیدو یې سیالې ډلې ته ۳۱۱ رنزه هدف وټاکه. دهند ټیم په داسې حال کې چې درې لوبغاړي یې وسوځیدل په ۴۲ ام اور کې یې دغه هدف پوره کړ.
د جام بله نیمه پایلوبه دسه شنبې په ورځ د استرالیا او انګلستان ترمینځ وشوه چې په هغې کې انګلستان بریالی شو او پایلوبې ته ووت.
د لیبیا څارنوالان وايی د سیف الاسلام قذافي د وژل کیدو په اړه یې تحقیقات پیل کړي
د لیبیا څارنوالان وايي ددغه هیواد د پخواني مشر معمرالقذاقی د زوی سیف الاسلام قذافي د وژل کیدو د پیښې په اړه یې تحقیقات پیل کړي دي.
د فرانسې دخبري اژانس د رپوټ سره سم ، د لیبیا څارنوالانو د چهارشنبې په ورځ وویل چې دعدلي طب کارپوهان د لیبیا شمال لویدیځ کې د زنتان ښار ته تللي دي چیرته چې سیف الاسلام قذافی ووژل شو.
د څارنوالانو د دفتر اعلامیې وویل چې قذافي د ډزو د ټپونو له امله سا ورکړې.
بلخوا دلیبیا خبري اژانس رپوټ ورکړ چې د ۵۳ کلن سیف الاسلام قذافي مړینه چی یومهال ګمان کیده چې دخپل پلار ځایناستی به شي د سه شنبې په ورځ د هغه دسیاسي ډلې دمسئول لخوا تایید شوه.
د لیبیا حکومت چې مقر یې په طرابلس ښار کې دی د ملګرو ملتونو لخوا په رسمیت پیژندل شوی دی خو د هیواد په ختیځ کې د خلیفه حفتر ترمشری لاندې یوه اداره هم واکمنه ده.
په غزه کې د اسرائیلي ځواکونو ډزو مرګ ژوبله اړولې
د جرمني dpa خبري اژانس د حماس تر کنټرول لاندې د غزې د روغتیا ادارې په حواله راپور ورکړ چې د چهارشنبې په سهار په غزه کې لږ تر لږه ۱۸ کسان ووژل شول، چې دا پیښه د اسراییلو او فلسطیني وسله والې ډلې حماس ترمنځ د اوربند نازکوالی په ګوته کوي.
حماس ډله د امریکا او اروپايي اتحادیې لخوا یو ترهګر سازمان پیژندل شوی دی.
د اسراییلو پوځ وویل چې دوی په شمالي غزه کې څو بریدونه وروسته له هغه وکړل چې فلسطینیانو په اسراییلي سرتیرو ډزې وکړې او یو یې ټپي کړ.
د حماس تر کنټرول لاندې د ملکي دفاع ادارې وویل چې یو ۱۲ کلن ماشوم په مړو کې شامل دی. د اسراییلو پوځ وویل چې دوی دغه راپورونو څیړي.
د اسراییلو او فلسطیني وسله والې ډلې حماس ترمنځ اوربند د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر له ۱۰مې راهیسې نافذ دی، خو سره له دې هم څو ځلې مرګونې نښتې رامنځته شوې دي، او دواړه خواوې یو بل د اوربند دماتولو تورلګوي.
نن په عربي متحد اماراتو کې د اوکراین په تړاو غونډه کیږي
ټاکل شوې ده چې د اوکراین، روسیې او د امریکا د متحد ایالتونو مرکچي پلاوي نن په ابوظبي کې راټول شي او د اوکراین د څلور کلنې جګړې د پای رسولو پر لارو چارو خبرې وکړي.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي پرون روسیه تورنه کړه چې له هغې موافقې یې سرغړونه کړې ده چې امریکا یې هم ملاتړ کوي او هغه د خبرو پرمهال د اوکراین د انرژي پر سکتور له بریدونو څخه ډډه کول دي.
زیلینسکي د سې شنبې په ورځ وویل چې تیره شپه روسیي ځواکونو په سلګونو ډرون الوتکې او بالستیک توغندي پر اوکراین ویشتلي دي او د اوکراین د انرژي مرکزونه یې زیانمن کړې دي.
د روسیې پلاوی ابوظبي ته رسیدلی دی او د فرانس پریس اژانس د راپور له مخې تر اوسه د اوکرایني او امریکایي پلاوو د رسیدو په اړه له رسنیو سره معلومات نه دې شریک شوي.
امنیت شورا د داعش د ګواښونو په تړاو غونډه کوي
تمه ده چې نن د ملګرو ملتو امنیت شورا د داعش او د دې ډلې د خراسان څانګې د ګواښونو په اړه غونډه وکړي.
دا غونډه به د کابل په وخت د ماښام اووه بجې او دیرش دقیقې په نیویارک کې جوړه شي.
د دې غونډې په تړاو په خپاره شوي بیان کې د ملګرو ملتو د سرمنشي انتونیو ګوتیرش په وینا راغلي دي چې داعش خراسان څانګه د افغانستان په شمال او هغو سیمو کې چې له پاکستان سره پرتې دي فعاله ده. په دې بیان کې په کابل کې د جنوري د نولسمې نیټې برید ته هم اشاره شوې ده چې پکې د یوه چینایي په ګډون شپږ افغانان ووژل شول.
امنیت شورا ویلي دي چې داعش د سولې او نړیوال امنیت پرضد تهدید دی.
د جرمني صدراعظم نن سعودي عربستان ته ځي
د جرمني صدراعظم نن د خلیج بډایه او له ستراتیژیک پلوه مهمې سیمې ته روان دی.
دا خلیج ته د فریدریښ میرڅ لومړی رسمي سفر دی. دی به سعودي عربستان ته ولاړ شي، بیا به قطر او ورپسې متحد عربي اماراتو ته ورشي.
جرمني اژانس د دې سفر په اړه لیکلي دي چې ښاغلی میرڅ غواړي د تیلو او ګازو له دغو بډایه هیوادونو سره اړیکي پراخ کړي او تمه ده چې همکاري به، په ځانګړي ډول د انرژي په برخه کې پياوړې کړي.
د راپور له مخې ښایي د وسلو په تړاو هم خبرې وشي. د جرمني مخکنیو چارواکو له دغو عربي هیوادو سره چې ډیموکراسي پکې نه شته او د بشري حقونو په تړاو تورونه باندې پورې شوې دي د وسلو د صادراتو په برخه کې په ډیر احتیاط ګامونه اخیستل. د جرمني اژانس د راپور له مخې د میرڅ حکومت اوس غواړي چې دا محدودیت لرې کړي.
د بلوچستان په جګړو کې تر ۲۵۰ ډیر کسان وژل شوي
د پاکستان یوه امنیتي چارواکي وویل، له شنبې راهیسې په بلوچستان کې د بیلتون غوښتونکو له همغږه عملیاتو راپه دې خوا تر دوه سوه پنځوس ډير کسان وژل شوې دي او لاهم جګړې روانې دي.
دې لوړ پوړي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط فرانس پریس اژانس ته څرګنده کړه چې د ترهګرو پرضد د دې عملیاتو پرمهال یو سل او اووه نوي ترورستان وژل شوې دي، د ملکي تلفاتو شمیر شپږ دیرشو ته رسیږي او دوه ویشت امنیتي سرتیرو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
بلوچ بیلتون غوښتونکو( بي ایل اې) د اونۍ په پيل کې د بلوچستان په نژدې ټولو مهمو ښارونو هممهاله بریدونه وکړل، بانکونه، زندانونه، د پولیسو مرکزونه او پوځي تاسیسات یې په نښه کړل.
ملګرو ملتو دا حملې وحشیانه بللې دي.
د بلوچستان اعلی وزیر سرفراز بګټي درې ورځې مخکې ویلي و چې هغه ټولې سیمې له ترهګرو پاکې شوې دي چې حملې یې پرې کړې وې.
په ایران کې ۱۳۹ بهرنیان په وروستیو اعتراضونو کې د ګډون په شک نیول شوي دي
د ایران پولیسو اعلان کړی چې په یزد ولایت کې ۱۳۹ تنه بهرني وګړي په وروستیو اعتراضونو کې د ګډون په شک نیول شوي دي.
د ایران تسنیم خبري آژانس پرون (د سلواغې ۱۴مه) دا خبر ورکړ خو په خبر کې د دې وګړو د اړوندو هېوادونو یادونه نه ده شوې.
د ایراني چارواکو په وینا دې کسانو د اعتراضونو په تنظیمولو کې رول درلود.
په عین حال کې په امریکا کې د بشري حقونو د دېره فعالانو خبري آژانس هرانا خبر ورکوي چې ایراني چارواکو د پراخو اعتراضونو د ځپلو په ترڅ کې ۵۰۲۳۵ کسان نیولي دي او دا لړۍ اوس هم روانه ده.
په ایران کې د تېرې ډسمبر میاشتې پراخ اعتراضونه د اقتصادي ستونزو پرضد پیل شول چې حکومت په کلکه وځپل.
سپینه ماڼۍ وايي چې د ایران بې پیلوټه الوتکه یې په عربي سمندرګي کې نسکوره کړې ده
سپینې ماڼۍ تایید کړې چې پوځ د ایران یوه بې پیلوټه الوتکه د امریکا یوې جنګي کشتۍ ته نژدې نسکوره کړې ده.
د سپینې ماڼۍ ویاند کارولین لېویټ پرون له فاکس نیوز سره په خبرو کې په دې اړه د رویټرز خبري آژانس راپور تایید کړ او ویې ویل چې متحدوایالتونو د ایران یوه بې پیلوټه الوتکه ویشتلې او نسکوره کړې ده.
مېرمن لیویټ زیاته کړه چې د روانې اونۍ په پای کې له ایران سره ټاکلي مذاکرات به پرمخ ولاړ شي.
د امریکا پوځ پرون سه شنبې په ورځ د هغې ایرانۍ بې پیلوټه الوتکې د نسکورولو خبر ورکړ چې د امریکايي پوځي چارواکو په وینا د یو-اس ابراهام لینکن الوتکې لېږدوونکې جنګي بېړۍ خوا ته په تهاجمي ډول ورنژدې شوه وه.
د امریکا د پوځ مرکزي قرارګاه ویلي دي چې دا بېړۍ د ایران له سواحلو څخه شاوخوا ۵۰۰ مایله لیرې په عربي سمندرګي کې د تېرېدو په حال کې وه چې د ایران ۱۳۹ شاهد ډوله بې پیلوټه الوتکه ورنژدې شوه.
د امریکايي چارواکو په وینا د امریکا یوې اف ۳۵ ډوله جنګي جټ الوتکې د خپل ځان، جنګي بېړۍ او پوځيانو د خوندي کولو لپاره دا ډرون له منځه یووړ.
امریکايي چارواکو ټینګار کړی چې په دې پېښه کې د دوی ځواکونو او تجهیزاتو ته هېڅ راز زیان نه دی اوښتی.