د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۸

هشت صبح: ښکېلو لورو سولې ته شا کړې او غواړي قضیه پر جګړې یوې خوا ته کړي


کابل چاپ ورځپاڼې
کابل چاپ ورځپاڼې

کابل چاپ نننیو ورځپاڼو په بېلابېلو موضوعاتو د سولې پر پڅ بهیر، د جګړې پر شدت او مشروعیت او همدا شان د اسامه بن لادن د وژل کېدو د لسم تلین په اړه لیکنې او تبصرې خپرې کړي دي.

هشت صبح

هشت صبح لیکلي، د بهرنیو ځواکونو د وتلو له پیل سره د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ خونړیو جګړو زور اخیستی چې دواړو لورو ته ځاني تلفات اړوي او فکر کېږي چې دواړو لورو سولې ته شا کړې او تصمیم لري چې قضیه د جګړې له لارې یوې خوا ته کړي.

په سرمقاله کې راغلي، په هلمند، غزني، فراه او ځینو نورو ولایتونو کې جګړو وښودله چې طالبان د ولایتونو د نیولو قصد لري، د سولې په بهیر کې دا ډول اقدام ښکاره کوي چې د طالبانو په کړو وړو کې لوی ژور بدلون راغلی.

په سرمقاله کې یادونه شوې، دا چې افغان دولت هم په دفاعي حالت کې دی، خو د طالبانو په ټکولو کې یې لاس پورې کړې، د هلمند له جګړې معلومېږي چې طالبانو ته زیاته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د لیکوال په اند ځکه دواړو لورو جګړې تُندې کړي چې د سولې پر میز کې دوی برلاسي وښیي او د سولې په مذاکراتو کې زیات څه ترلاسه کړي.

لیکوال د جګړو د زیاتېدو د پړې ګوته نړیوالې ټولنې ته نیولی چې ونه شو کړای په افغانستان کې تاوتریخوالي را کم کړي، په ځانګړي توګه د روژې په میاشت کې طالبان اوربند ته وهڅوي.

د سرمقالې په پای کې راغلي، اوس په ظاهراً کې داسې کم لیدل کېږي چې طالبان او دولت دې د سولې خبرو ته سره کېني، د لیکوال په اند که وضعیت همداسې مخ ته ولاړ شي، نو افغانستان به په راتلونکې کې د سیمې په یوه بې ثباته هېواد بدل شي.

  • مسیر

مسیر د ولسمشر محمد اشرف غني له قوله لیکلي، د جګړې د دوام لپاره د طالبانو پلمې ختمې شوي، چې بهرني ځواکونه له افغانستانه وځي او له دې وروسته هېڅ داسې پلمه نه شته چې پر بنسټ یې طالبان د افغانانو پر وړاندې جګړې ته دوام ورکړي.

په سرمقاله کې راغلي په دې کې هېڅ شک نشته چې دا جګړه اوس هېڅ ډول توجیه او مشروعیت نه لري، دا جګړه یوازې د طالبانو له اړخه نه، بلکې د حکومت له اړخه هم هېڅ ډول توجیه او مشروعیت نه لري.

په سرمقاله کې یادونه شوې، هر لوری چې جګړه کوي او یا د جګړې خبرې کوي او یا یې دریځ جګړه‌ییز وي، د افغانستان له خلکو او د دوی له هیلو او غوښتنو سره دښمني کوي، له همدې امله دا جګړه باید ودرېږي او په هېڅ ډول باید دوام ونه کړي.

  • ویسا

ویسا لیکلي، څه موده وړاندې د امریکا ولسمشر بایډن اعلان وکړ چې افغانستان ته په راتګ کې د دوی موخه د اسامه له منځه وړل وو، اوس دوی دې هدف ته رسیدلي او القاعده سازمان هم نور پوره ضعیف شوی، په دې بنا دوی له افغانستانه خپل عسکر وباسي.

په سرمقاله کې یادونه شوې، بالاخره ۲۰۱۱ د مې میاشتې په دوهمه اسامه په ایبټ اباد یعنې د اسلام آباد په خوا کې پیدا او د امریکایانو له خوا د خاصو عملیاتو په ترڅ کې ووژل شو.

د سرمقالې په پای کې راغلي، اسامه بن لادن امریکا او ورسره ځینو هېوادونو د افغانستان د نیولو لپاره تربیه او روزلی و او په دې پلمه یې افغانستان ونیو.

XS
SM
MD
LG