د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۶

واشنګټن پوسټ: پر کندهار هوايي ډکر له حملې معلومېږي چې ښايي نور ورته بریدونه هم وشي


یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
  • واشنګټن پوسټ

واشنګټن پوسټ په کندهار کې د امریکايي ځواکونو پر اډه د طالبانو وروستي برید ته پام اړولی.

ورځپاڼه وايي، د شنبې د ورځې دا برید د دې سبب شو چې امریکايي ځواکونه هم لاس په کار شي.

دا راکټي برید له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو د رسمي بهیر له پیل سره هم‌مهاله و.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې د هوکړې له مخې باید ټول امریکايي ځواکونه د مې تر لومړۍ نېټې پورې له افغانستان څخه وتلی وی. په دې هوکړه کې طالبانو هم دا تضمین کړی چې د افغانستان له خاورې به امریکا او متحدانو ته‌یې د هېڅ ترهګر برید خطر نه‌پېښېږي.

واشنګټن پوسټ وايي، د شنبې په ورځ کندهار کې له دې راکټي برید معلومېږي چې ښايي راتلونکې میاشتو کې نور ورته بریدونه هم وشي.

طالبانو تر دې مخکې ویلي و چې که چېرې امریکايي ځواکونه د مې تر لومړۍ نېټې له افغانستان څخه ونه‌وځي، د دوحې له تړون د سرغړاوي مسؤلیت به د امریکا پر غاړه وي.

په لیکنه کې وړاندې لولو، د امریکا د دفاع وزارت په څرګنده نه‌دي ویلي چې په کندهار کې د امریکايي ځواکونو پر پوځي اډې د توغندیو برید کې طالبان لاس لري.

خو ورځپاڼې ویلي، طالبانو په وار وار خبرداری ورکړی چې د مې له لومړۍ نېټې وروسته به امریکايي اډې او پرسونل هدف وګرځوي.

  • باسټن هیرالډ

باسټن هیرالډ ورځپاڼې هم د افغانستان په اړه یوه لیکنه خپره کړې ده.

لیکوال له افغانستان څخه د ټولو امریکايي سرتېرو د ایستلو په اړه د جمهور رئیس بایډن پر پالېسۍ نیوکه کړې.

د لیکنې په یوه برخه کې د جو بایډن هغو څرګندونو ته اشاره شوې چې ویلي یې دي، د القاعده ګواښ له‌منځه تللی او افغانستان به هېڅکله بیا د القاعده شبکې په ځاله بدل نه‌شي، خو لیکوال وايي له دې څرګندونو سره موافق نه‌دی.

د لیکنې لیکوال د امریکا د استخباراتي ادارو د راپور په استناد وايي، له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو په وتلو به هم د افغانستان حکومت او امنیتي ځواکونه او هم په دې هېواد کې د امریکا له‌خوا د ځواب ویلو وړتیا کمزورې شي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن تازه اعلان کړی چې ټول امریکايي ځواکونه به د سپټمبر تر ۱۱مې نېټې له افغانستان څخه ووځي.

امریکايي ډیپلوماتان هڅه کوي چې طالبان د خبرو مېز ته راولي. ټاکلې وه چې د اپرېل په میاشت کې د افغانستان د سولې په اړه د ترکیې په استانبول کې یوه غونډه جوړه شي، خو وروسته وویل شول چې ښايي دا غونده له کوچني اختر وروسته وشي.

د افغانستان د سولې د هڅو سربېره، په وروستیو ورځو کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ د دې هېواد په بېلابېلو سیمو کې د جګړو ډګرونه تر پخوا ډېر تاوده شوي دي.

XS
SM
MD
LG