د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۶

ویسا: دا کرغېړنه جګړه افغان وژنه ده


ارشیف
ارشیف

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننيو ګنو کې په افغانستان کې د روانې جګړې او د دوام پر مهال‌یې د قربانیانو چې ملکیان دي، په اړه تبصرې او لیکنې کړې دي.

  • ویسا

ويسا ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه کې «دا کرغېړنه جګړه افغان وژنه ده» تر نوم لاندې مقاله خپره کړې.

د مقالې لیکونکی ليکي، د افغانستان د روانې بدمرغې جګړې غیر اسلامي او غیر انساني څېره ورځ تر بلې رابربنډېږي. د لوګر د پُل علم د جمعې ورځې چاودنه چې د ګڼ شمېر ملکي وګړو روژه‌ماتی یې په وینو ولړه او دا د دې ادعا ښه ثبوت دی.

ليکوال وړاندې ليکلي، که ادعا کېږي چې چاودنه پر محلي پولیسو شوې، خو د ملکي خلکو تلفاتو ته په کتو ویلی شو چې دا یوه بدمرغه او غیر انساني جګړه ده چې هره ورځ له افغان ولس څخه‌یې پیاوړي بچیان او د قدر وړ انساني پانګې اخلي او بربادوي یې.

د سرمقالې ليکوال له طالبانو د روانې جګړې د مشروعيت په تړاو څو پوښتنې کړي، له هغې ورځې چې طالبانو له امریکایانو سره سوله وکړه او د خپلو افغان وروڼو او خویندو په وړاندې یې جګړه جاري وساتله، ثابته‌یې کړه چې د افغان وژنې او دې کرغېړنې جګړې یو اړخ همدوی دي. دا څنګه جهاد بلل کېدای شي؟ دا څنګه د ازادۍ جګړه بلل کېدای شي چې د دوی په اصطلاح له کافر سره اوربند وي، مګر خپل مسلمان روژتي ورور او خور په بې‌رحمۍ سره ووژل شي او جګړه‌یې پر وړاندې جاري وساتل شي؟

د دې مطلب په پای کې ليکوال په ټينګار سره ليکلي چې هم دې حکومت او هم دې طالبان پوه شي چې دا جګړه ګټونکی نه‌لري.

  • هېواد

هېواد ورځپاڼې ليکلي چې اوربند او سوله د افغانانو ستره روا غوښتنه ده.

د‌ دې ورځپاڼې په سرمقاله کې لیکل شوي، افغانستان اسلامي هېواد دی، په دې هېواد کې له ۹۹ سلنې ډېر وګړي مسلمانان دي او د اسلامي اصولو پر بنسټ ژوند کوي، اسلامي شريعت د افغانانو د ژوند بنسټ جوړوي او اوس دا ولس د اسلام پر مهم رکن [روژه] بوخت دی، دلته بل هېڅ داسې استدلال نه‌شته چې دا ولس دې په بېلابېلو نومونو ووژل شي.

د مقالي ليکونکی ليکي، د افغان وژنې لپاره دا جګړه د پاکستان له‌خوا پر مخ وړل کېږي او دا جګړه د پاکستاني چارواکو له‌خوا رهبري کېږي، ملګري ملتونه بايد د دې تپل شوې جګړې د بندولو لپاره لاس په کار شي، ځکه دا نوره د زغملو جګړه نه‌ده او افغانان له پاکستان سره په اړيکو کې جدي دي.

ليکوال وړاندې لیکي، د افغانستان د روانې جګړې چې په هغې کې ملکي کسان وژل کېږي ديني عالمان‌يې د مخنيوي په برخه کې مهم رول لري‌.

سرمقاله لیکونکي د علماوو هغه څرګندونو هرکلی کړی چې تېره پنجشنبه له جمهور رئيس غني سره‌يې په ليدنه کې روانه جګړه د دين او شريعت له اړخه ناروا وبلله.

  • ارمان ملي

ارمان ملي ورځپاڼې بيا ليکلي په داسې کې چې د ترويکا ناسته کې د افغان سولې د تاوتريخوالي پر کمېدو او يو تل‌پاتي اوربند ټينګار شوی، خو د جمعې په ماښام د روژه‌ماتي پر مهال د لوګر ولايت په مرکز کې موټر بم بريد ګڼ شمېر بې‌ګناه انسان ووژل‌.

د مقالې ليکوال ليکي، که څه هم طالبانو په دې بريد کې لاس لرل رد کړي، خو افغان چارواکي دا کار د طالبانو بولي.

د سرمقالې د ليکونکي په باور که دا بريد هر چا کړی وي قربانیان‌یې څوک دي؟ ورځپاڼه د دې پوښتنې په ځواب لیکي، افغانان‌.

په مطلب کې وړاندې ليکل شوي چې د افغانستان خلک د افغان سولې په اړه د هرې جوړېدونکي ناستې هرکلی کوي، خو د جګړې له ښکېلو خواوو غواړي چې ملکي کسان دې نور نه‌وژني.

ليکوال په پای کې د افغانستان په قضيه کې له اغېز لرونکو هېوادونو غوښتنه کوي چې د ملکي کسانو د خونديتوب په برخه کې دې طالبانو باندې فشار زياد کړي.

XS
SM
MD
LG