- واشنګټن اګزمېنر
واشنګټن اګزمېنر ورځپاڼه تر دې سرلیک لاندې لیکنه لري، متحده ایالات په کابل کې له خپل سفارت څخه کارکوونکي باسي او دفاع وزارت د طالبانو د بریدونو د احتمالي زیاتېدو خبرداری ورکوي.
تر دې عنوان لاندې، ورځپاڼه لیکي، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د څلورمې درجې خبرداری ورکړی چې افغانستان ته دې امریکایان سفر نهکوي او په کابل کې یې د امریکا سفارت له اساسي خلکو پرته د نورو د وتلو غوښتنه کړې ده، همداراز یې له هغو امریکایانو چې لاهم په افغانستان کې دي دا غوښتي چې له دغه هېواده ژر تر ژره پر وتلو فکر وکړي.
ورځپاڼې وړاندې د امریکا د دفاع وزارت د ویاند جان کربي خبرې رااخیستې دي چې دا خبر یې تأیید کړ چې (بي-۵۲) الوتکې قطر ته رسېدلې دي، جنګي بېړۍ هم عرب سمندر ته استول شوي، (یو اېس اېس) هایزنهاور جنګي الوتکې هم سیمې ته رسېدلې دي، همداراز اضافي سرتېري په افغانستان کې ځای پر ځای کېږي څو امریکایي ځواکونه د مې له لومړۍ نېټې ورو ورو خوندي له افغانستانه وایستل شي.
واشنګټن اګزمېنر لیکي، د مې لومړۍ نېټه له افغانستانه د ټولو امریکایي ځواکونو د وتلو د ضربالاجل نېټه وه چې طالبانو ټاکلې وه.
خو طالبانو د چهارشنبې په ورځ په خپل وېبسایټ کې له افغانستانه د مې په لومړۍ نېټه د بهرنیو ځواکونو د د وتلو پيل هرکلی کړی دی او لیکلي یې دي چې د جګړې اصلي عامل د بهرنیو ځواکونو موجودیت دی.
واشنګټن اګزمېنر ورځپاڼې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد خبرې هم رااخیستې دي چې د سې شنبې په ورځیې د امریکا د مشرانو جرګې غړو ته د خبرو پر مهال د ډېرو استخباراتي اټکلونو برعکس خبره وکړه او ویېویل چې د امریکا ملاتړی افغان حکومت به دستي سقوط ونهکړي او د دې پر ځای به دغه هېواد یا سیاسي جوړجاړي ته ورسېږي او یا به هم جګړه اوږده شي.
- نشنل انټرسټ
نشنل انټرسټ خپرونې هم له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو مسئله رااخیستې ده او لیکي، په تېرو نږدې ۲۰ کلونو کې تقریباً درې زره امریکایي او ائتلافي ځواکونه په افغانستان کې ووژل شول، په لسګونه زره افغانانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او تر یو تریلیون ډالرو ډېر لګښت وشو چې له طالبانو سره جګړه مخته لاړه شي او د افغانستان له حکومت سره مرسته وشي چې یوه باثباته ټولنه جوړه کړي.
نشنل انټرسټ بیا لیکي، انتقاد کوونکي وایي، داسې هڅې نهشي توجیه کېدای چې ادامه پیدا کړي چې خپل اهداف نهشي ترلاسه کولای او په داسې وخت کې چې ځواکونه له افغانستانه وځي ممکن هلته وضعیت نور پسې خراب شي او لوېدیځ ته په ستر ګواښ بدل شي.
خپرونه بیا لیکي، تر سپټمبر پورې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل لاسته راوړنې له خطر سره مخامخوي، د زرګونه سرتېرو قربانۍ ضایع کوي، نړیوالې مرستې او د افغان ځواکونو هڅې چې د خپل هېواد د رغونې لپارهیې کوي لهمنځه وړي.
ورځپاڼه بیا لیکي د سرتېرو وتل باید وارزول شي، ګواښونو ته پاملرنه وشي څو بل انساني ناورین رامنځته نهشي، افغانستان د ترهګرو په پناهځای بدل نهشي او د طالبانو حکومت بیا راونهګرځي.