افغانستان
کابل کې امنیتي ګواښونه؛ امریکا سفارت د خپلو کارکوونکو شمېر کموي
په کابل کې د امریکا سفارت د امنیتي ګواښونو له کبله د خپلو کارکوونکو شمېر کموي.
د دغه سفارت شارژدافیر راس وېلسن نن پر ټویټر ولیکل چې په کابل کې د تاوتریخوالي او ګواښونو راپورونو د ډېرېدو سره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت منلې چې په کابل کې د امریکا د سفارت یو شمېر کارکوونکي له دې هېواده ووځي.
راس وېلسن زیاتوي هغه کسان چې کولای شي همدا دندې له بل ځایه ترسره کړي، له دې ځایه ایستل کېږي، خو هغه پرسونل چې د امریکایي سرتېرو د وتلو بهیر سره تړلو موضوعاتو او هم د افغانستان د خلکو د ملاتړ لپاره مهم کارونه ترسره کوي، په دې سفارت کې پاتېږي.
د امریکا د سفارت شارژدافیر ټویټ زیاتوي چې له دې اقدام سره سره به د افغانستان لپاره د امریکا ملاتړ او ډیپلوماسي دوامداره، پر ځای او اغېزمنه وي.
په همدې حال کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم پرون د سنا جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې ته په وینا کې ویلي وو چې امریکا به د یو شمېر کارونو او همکاریو لپاره په کابل کې سفارت ولري.
ښاغلی خلیلزاد زیاتوي: "موږ په پام کې لرو خپل سفارت وساتو او د پرمختیا، د اقتصادي پانګونې د پیاوړتیا او د اقلیتونو د لاسته راوړنو، په ځانګړي ډول (د سولې) په روانو خبرو کې د ښځو د معنی لرونکي مشارکت او په ټولنه کې د هغوی د ښې استازولۍ د خوندیتوب پلوۍ ته دوام ورکوو."
اسوشیټډ پرس خبري اژانس د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په حواله راپور ورکړی چې وایي پرته له هغو کسانو چې دندې یې ایجابوي په افغانستان کې فزیکي حضور ولري، نور ټول پرسونل ته سپارښتنه کړې چې له دې ځایه ووځي.
د دغو کارکوونکو د شمېر په اړه په راپور کې څه نهدي ویل شوي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
یوناما: افغانستان د اقلیمي بدلون په لومړۍ کرښه کې دی
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) وایي، دغه هېواد د نړیوال اقلیمي بدون په لومړۍ کرښه کې دی.
یوناما نن دوشنبه ( د حمل ۳۱مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې افغانستان له دې کبله د نړۍ د ډیرو زیانګالو هېوادونو په داسې ډله کې دی چې د مبارزې لپاره یې کم چمتوالی لري.
دوی دا څرګندونې هغه انلاین سیمینار ته کړي چې لړۍ یې په همدې تړاو له یوه خپلواک څیړنیز مرکز سره په ګډه ۲۰۲۵ کال کې پيل شوې ده.
یوناما وایي چې دوی په دغو سیمینارونو کې ،چې شپږ پړاوه لري، متخصصان، موسسې او نور اړخونه سره کینوي چې له وضعیته د وتلو لارې چارې ولټوي.
د اقلیمي بدلونونو په لړ کې د همدې حمل میاشتې په دویمه او دریمه اونۍ کې په نژدې ټول افغانستان کې سیلابونه راووتل چې خلکو ته یې د سر او مال زیان واړوه.
راشدخان ویلي چې هند او اسټرالیا د تابعیت وړاندیزونه ورته کړي وو خو ده رد کړل
د افغانستان پيژندل شوي کرکټر راشدخان ویلي هند او اسټرالیا د تابعیت وړاندیزونه ورته کړي وو خو ده رد کړل ځکه دی غواړي د افغانستان لپاره ولوبیږي.
ګڼو هندي رسنیو دا خبر یکشنبه خپور کړی.
د راپورونو له مخې راشدخان د هند او اسټرالیا له خوا د تابعیت د وړاندیز خبره په یوه کتاب کې کړې چې د ده په ورزشي ژوند او کارنامو باندې لیکوال او خبریال محمد جعفر هاند لیکلی دی.
تمه ده دا کتاب همدا خپور شي.
په کتاب کې د خان په حواله راغلي: «ما د [تابعیت او د لوبېدو] وړاندیزونه هم له اسټرالیا او هم له هند ترلاسه کړل. خو ورته ومې ویل چې که زه خپل هېواد ته ونه لوبیږم بل هېڅ هېواد ته نه لوبېږم.»
د هند له خوا راشدخان ته د تابعیت د ورکړې په تړاو یو وار په ۲۰۱۸ کال کې هم هندي رسنیو او د هغه یو شمېر مینه والو کمپاینونه کړي وو.
ان تر دې چې د افغانستان پخواني ولسمشر اشرف غني د دغو هڅو او کمپاینونو په ځواب کې ویلي وو چې راشدخان د افغانستان ویاړلی کرکټر دی او بل هېواد ته نه ورکول کېږي.
پرون شنبې له پاکستان او ایرانه نژدې زر افغانې کورنۍ افغانستان ته راستنې شوي
پرون شنبې له پاکستان او ایرانه نژدې زر افغانې کورنۍ بیرته افغانستان ته راستنې شوي دي.
د طالبانو په واک کې باختر خبري اژانس نن یکشنبې پر ایکس پاڼه لیکلي،"۸۲۰ کورنۍ د تورخم، ۱۱۷کورنۍ د کندهار د سپین بولدک له لارې له پاکستانه او ۷ نورې کورنۍ د نیمرزو او هرات ولایتونو له لارې له ایرانه بیرته افغانستان ته راستنې شوي دي".
پاکستان په دې هېواد کې د بې اسناد افغان کډوالو اخراج له ۲۰۲۳کال راهیسې پیل کړی.
د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ د شمیرو له مخې، په تیرو څلورو کلونو کې څه باندې دوه میلیونه افغانان له ایران او پاکستانه بیرته افغانستان ته راستانه شوي دي.
طالبانو په کندهار ولایت کې د نورو هېوادونو د بیرغونو پر چاپ بندیز ولګوه
طالب چارواکو په کندهار ولایت کې د نورو هېوادونو د بیرغونو پر چاپ، پیر او پلور بندیز لګولی.
د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس انعام الله سمنګاني نن یکشنبې پر خپلې ایکس پاڼې لیکي،" ټولو کتابتونونو، مطبعو، قرطاسیو او د ډیکوریشن مرکزونو او پلورنځیو ته خبرورکول چې د "اسلامي امارت" له بیرغ پرته د نورو هېوادونو د بیرغونو له چاپ، پیر او پلور څخه جدي ډډه وکړي".
سمنګاني د افغانستان د ملي درې رنګه بیرغ پر چاپ د بندیز په اړه څه ویلي نه دي.
خو د ټولو دولتي ادارو په ګډون له هر ځایه د افغانستان ملي درې رنګه بیرغ(تور سور، زرغون) لیرې کړای شوی او په وروستیو کلونو کې د طالبانو او عامو افغانانو ترمنځ د دغه بیرغ پر سر شخړې هم راپورته شوي دي.
د کرکټ بورډ مشر وايي شاپور ځدراڼ په ښه کېدو دی
د افغانستان د کرکټ بورډ مشر وايي د شاپور ځدراڼ روغتیايي حالت د ډاډ وړ دی او ورځ تر بلې ښه کېږي.
میرویس اشرف شنبه ناوخته په خپله فیسبوک پاڼه له شاپور ځدراڼ سره ګډ عکس هم خپور کړی دی.
شاپور ځدراڼ د افغانستان له چټکو بالرانو وو چې په ګڼو نړیوالو لوبو کې یې د افغانستان لپاره لاسته راوړنې کړې دي.
ځدراڼ له څه وخته د ورپېښې ناروغۍ په سبب په هند کې تر درملنې لاندې دی.
مخکې له دې په خواله رسنیو د کرکټ بورډ په چارواکو کلکې نیوکې شوي چې د شاپور ځدراڼ د درملنې لپاره ناغېړي کوي او لکه څنګه چې په کار ده له هغه سره یې همکاري نه ده کړې.
د طالبانو حکومت تېره اوونۍ څه باندې ۴۰ تورن کسان په دُرو وهلي
د طالبانو حکومت د افغانستان په څو ولایتونو کې د دوو ښځو په ګډون ۴۲ کسان په دُرو وهلي دي.
د طالبانو سترې محکمې د شنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې دا سزاوې په جوزجان کې په ۲۷ کسانو او په فراه کې په ۱۴ کسانو پلې شوي.
د محکمې د بیان په اساس دا خلک د الکولي مشروباتو د تولید، څښلو، پېر او پلور، روژې خوړلو، د والدینو د ځورولو او زنا په جرمونو په عام محضر کې له ۲۹ تر ۳۹ دُرو وهل شوي.
د طالبانو لخوا د بدني سزا تطبیق د بشري حقونو ډلو، په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو کلکې نیوکې پارولي.
په همدې حال کې د افغانستان لپاره د برتانیا ځانګړي استازي ریچارډ لینډسي د طالبانو جزايي اصولنامه ظالمانه بللې او د ملګرو ملتونو د متخصصینو د هغې غوښتنې ملاتړ یې ښوولی چې د دغه قانون د لغوه کولو غوښتنه یې کړې ده.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کارپوهانو د پنجشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې د طالبانو "د جزا اصولنامه" د افغانانو اساسي حقونه نور هم زیانمنوي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بینټ په مشرۍ په د ملګرو ملتونو د متخصصینو ډلې له طالبانو غوښتي چې دا اصولنامه لغوه کړي.
د افغانستان په یوشمیر ولایتونو کې د ورښتونو وړاندوینه شوې
د طالبانو د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت د یکشنبه په ورځ د افغانستان په یولس ولایتونو کې د بارانونو او ناڅاپي سیلونو د بهیدو اټکل کړی دی.
د دغه ریاست د وړاندوینې له مخې به یکشنبه په نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، کاپیسا، پنجشیر، پروان، بغلان، سمنګان، کندز او بدخشان کې بارانونه ووریږي.
د وړاندوینې له مخې د باران کچه په دغو ولایتونو کې له لسو تر شل ملي مترو پورې اټکل شوې ده چې د سیلونو د بهیدو سبب به شي.
له افغانستانه د حج په مراسمو کې د ګډون لپاره الوتنې پيل شوې
د حج په مراسمو کې د ګډون لپاره د افغانانو لومړۍ ډله نن سعودي عربستان ته ورسیده.
د طالبانو د ارشاد، حج او اوقاف وزارت د بیان له مخې دیرش زره افغانان به سږکال د حج لپاره له افغانستانه سعودي عربستان ته د اریانا او کام اییر الوتکو له لارې په شپږ نوي الوتنو کې انتقال شي.
بیان زیاتوي چې پنځلس زره به مدینې منورې ته او پنځلس زره نور به جدې ته ولېږدي.
د حج مراسم سږکال د مې په وروستۍ اونۍ کې پیلیږي.
په افغانستان کې نن سهار دوه ځله زلزله وشوه
د افغانستان په شمال ختیځ کې نن سهار زلزله وشوه. د امریکا د جیولوجي سروې د راپور له مخې د پنځه اعشاریه درې ریښتر په کچه د دې زلزلې مرکز د بخشان د جرم ولسوالي د جنوب په اووه ویشت کیلومترۍ کې و.
تر دې زلزلې وروسته نن سهار د څلور اعشاریه پنځه ریښتر درجې په کچه بله زلزله هم وشوه چې د دې مرکز هم د جرم په ولسوالي کې و.
لومړۍ زلزله په کابل ، اسلام اباد او د افغانستان او پاکستان په یوشمیر نورو سیمو کې هم احساس شوې ده.
تر اوسه د دې زلزلو له امله د سر او مال د زیانونو راپور نه دی ورکړل شوی.
ملګرو ملتونه: د افغانستان سیل ځپلي بیړنیو مرستو ته ضرورت لري
د ملګرو ملتو په وینا، د افغانستان په یو دیرش ولایتونو کې وروستیو سیلونو له درې اویا زره ډیر کسان اغیزمن کړې دي.
د ملګرو ملتو د وګړو صندوق په یوه بیان کې ویلي دي چې په تیرو دولس ورځو کې د ورښتونو او سیلونو له امله په افغانستان کې درې نوي کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او یوسل او یو اتیا نور ټپیان شوې دي.
د ملګرو ملتو په وینا د ورښتونو له کبله بیځایه شوې کورنۍ روغتیایي خدماتو ته لاس رسی نه لري او بیړنیو مرستو ته ضرورت لري.