د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۰ کابل ۰۴:۳۱

نړۍ

د مصر د نیل سین په دلتا کې ۱۱۰ لرغوني قبرونه کشف شول

د مصر د نیل سین سیمه

د مصر د ګرځندوی او لرغوني میراث وزارت وايي، د دغه هېواد لرغونپېژاندو د نیل سین په دلتا کې ۱۱۰ لرغوني قبرونه کشف کړي دي.

دا قبرونه چې په ځینو کې یې د انسان جسدونه هم شته، له قاهرې ۱۵۰ کیلومتره لیرې په داکاهلیا سیمه کې موندل شوي.

د مصر د لرغونو میراثونو او ګرځندوی وزارت پرون همداراز وویل چې ۶۷ قبرونه بیضوي بڼه لري او له ۳ زره تر ۶ زره میلاد مخکې دورې پورې تړاو لري.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

بلېنکن اوکراین سره د واشنګټن ژمنې بیا تکرار کړې

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د اوکرایین له ولسمشر سره

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن کییف ته د سفر پر مهال د اوکراین د ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ برخه کې د واشنګټن ژمنې بیا تکرار کړې.

دا د ولسمشر جوبایډن د ادارې لومړنی لوړپوړی چارواکی دی چې کییف ته سفر کوي.

بلېنکن نن پنجشنبه (د غويي ۱۶مه) د اوکراین د بهرنیو چارو له وزیر دیمتري کولیبا سره ولیدل.

په داسې حال کې چې د اوکراین او روسیې ترمنځ تاوتریخوالی ډېر شوی، اوکراین ته د بلېنکن دا یو ورځنی سفر له دې هېواده د امریکا د ملاتړ قوي پیغام رسوي.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي بلېنکن ته وویل چې کییف د مسکو پلوه بیلتون غوښتونکو سره په مقابله کې له اوکراین سره د امریکا د مرستو ستاینه کوي.

د اوکراین په ختیځ کې د اوکراین د حکومت او روس پلوه بیلتون پالو ترمنځ جګړو له جنورۍ راهیسي بیا زور اخېستی دی.

بلېنکن به په دې سفر کې د اوکرایین له ولسمشر ولودمیرزلنسکي، د دې هېواد د پارلمان او د مدني ټولنې له یو شمېر غړیو سره وګوري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د اوکراین پلازمېنې کییف ته ورسېد

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د اوکراین پلازمېنې کییف ته ورسېد.

نوموړی به په دغه یوه ورځني سفر کې د دې ترڅنګ چې له ګاونډ روسیې سره په راپورته شوي کړکېچ کې د اوکراین قوي ملاتړ په ډاګه کړي، دغه راز به کییف ته د فساد پر وړاندې د مبارزې په اړه د واشنګټن پیغام هم ورسوي.

بلېنکن پرون چهارشنبې (د غويي ۱۵مه) په یوه ټویټ کې وویل، دغه سفر به یو مهم فرصت وي چې د روسیې د یرغل په اړه خبرې وکړي او هم پر دې مسئلې ټینګار وشي چې اړتیا ده زموږ اوکراینی شریک اصلاحاتو ته دوام ورکړي.

بلېنکن به د اوکراین له ولسمشر ولودمیر زلنسکي، د بهرنیو چارو له وزیرانو د اوکراین د پارلمان او د مدني ټولنې له یو شمېر غړیو سره وګوري.

زلنسکي ویلي، له واشنګټنه غواړي چې په ناټو تړون کې د اوکراین د غړیتوب د هڅو د ملاتړ برخه کې یو قوي پیغام ورکړي.

امریکا 'مینوتمن-۳' توغندی تر تجربې مخکې بېرته راښکته کړ

'مینوتمن-۳' توغندی

د امریکا پوځ وایي، د اوږده واټن بالستیک بې وسلې توغندی یې تر تجربې مخکې بېرته راښکته کړ.

د امریکا هوایي ځواک دا خبره پرون چهارشنبه (د غويي ۱۵مه) په یوه بیان کې وکړه او څرګنده یې کړه چې ټاکل شوې وه 'مینوتمن-۳' توغندی په کالیفورنیا کې له واندینبرګ هوایي اډې وتوغوي او اوس د بېرته دستي راښکته کېدو څېړنه روانه ده.

په بیان کې راغلي دي چې د دې توغندي د بیا ازموینې لپاره به وخت وټاکل شي.

په بیان کې دا هم ویل شوي دي چې د توغندیو د ازموینې لپاره د خوندیتوب په خاطر ډېرو دقیقو شیانو ته اړتیا شته چې باید هرڅه سم وي.

'مینوتمن-۳' توغندی اټمي وسلې لېږدوي.

عراق: ایراني او سعودي چارواکو د شخړو د راکمېدو په هدف ناستې کړي

د عراق ولسمشر برهم صالح

د عراق ولسمشر وایي، هېواد یې څو ځله د ایراني او سعودي عربستان د چارواکو د ګډو غونډو کوربه وو.

برهم صالح د چهارشنبې (د غويي ۱۵مه) په ورځ په یوه انلاین غونډه کې وویل، دا خبرې د دغو دوو سیالو هېوادونو ترمنځ د شخړو د راکمېدو په هدف ترسره شوي دي.

ښاغلي صالح پرته له دې چې دې برخه کې ډېر جزییات ورکړي، وویل چې دا خبرې مهمې او د پام وړ وې.

د عراق ولسمشر په داسې وخت کې دا خبره کړې ده چې په وروستیو کې ایراني او سعودي چارواکي د یوه بل پر وړاندې پسته ژبه کاروي.

کتونکي وایي، داسې ښکاري چې په واشنګټن کې د نوې ادارې له رامنځته کېدو سره ریاض په سیمه کې خپله تګلاره لږه بدله کړې ده.

واشنګټن چې د عربستان له نژدې شریکانو څخه دی، په دغه هېواد کې یې د بشري وضعیت په اړه نیوکې کړي دي، همدا راز یې په سیمه کې د دې هېواد پر تګلارو هم انتقاد کړی دی.

څېړونکو چین کې د ډایناسور پاتې شوني موندلي

ارشیف

څېړونکو د چین په جنوب لویدیځ کې د ډایناسور پاتې شوني موندلي دي.

د دې څاروي له جمجمې او هډوکو ښکاري چې ښایي یو متر او اووه سانتي به اوږد وو.

د رویټرز اژانس د راپور له مخې د چین د ساینس اکاډیمي څیړونکي وایي، ګومان کوي چې دا ډایناسور د مړینې په وخت درې کلن وو.

پوهان په دې باور دي چې دا ډول ډایناسوران شااوخوا ۲۰۰ میلیونه کاله مخکې پر ځمکه اوسېدل او تر ډېره په جنوبي امریکا او چین کې پيدا کېدل.

پاریس کې پر یوې بم چاودنې تورن ایرانی ډيپلومات په ۲۰ کاله بند محکوم شو

ارشیف، د بلجیم پولیس

په بلجیم کې د هغه ایراني ډیپلومات چې د پاریس په یوه څنډه کې د ایران د مخالفانو پر یوه لاریون‌یې بم چاودنه پلان کړې وه، د ۲۰ کلونو بند سزا وروسته له هغې تأیید شوه چې هغه د استېناف له دعوا ډډه وکړه.

د اسدالله اسدي په نوم د ویانا مېشتي دغه ایراني ډیپلومات مدافع وکیلانو نن وویل چې مؤکل‌یې پرون سې شنبه په ۲۰۱۸ کال د پاریس په لمنه کې په تبعید شوې، د ایران د مجاهدین خلق ډلې پر یوه لاریون د بمي حملې د پلانولو پر تور پر ترورېستي هڅې مجرم وپېژندل شو.

درې نورو تورنو ته هم د بند سزاوې ورکړل شوې دي. د حملې دغه پلان د فرانسې، جرمني او بلجیم د امنیتي ادارو د ګډو عملیاتو په نتیجه کې شنډ کړای شو.

جرمني د انصار انټرنېشتل اسلامي ټولنې پر فعالیت بندیز ولګاوه

ارشیف، د جرمني بیرغ

جرمني د انصار انټرنېشنل په نوم د اسلامي ټولنې پر فعالیت بندیز ولګاوه.

جرمني دغه اقدام وروسته له هغې کوي چې د دې هېواد په لسو ښارونو کې چارواکو د دې ټولنې پر دفترونو د عملیاتو په نتیجه کې د دې ټولنې ځینې وسایل ضبط کړل.

د جرمني د کورنیو چارو وزیر هورست زیهوفیر نن (د مې په ۵مه)چهارشنبې وویل، که غواړئ چې له ترورېزم سره مبارزه وکړئ نو باید مالي سرچینې یې وچې کړئ.

دغه ټولنه چې په دوزلدورف کې مېشته ده وایي، هدف یې په نړۍ کې له مسلمانانو سره مرسته کول دي.

د دې ټولنې د مشر په وینا یوازې په ۲۰۱۸ کال دې ټولنې تر لس میلیونه ایرو پورې د بسپنې په توګه راټول کړي دي.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت ویلي، دغه مرستې په حقیقت کې د فلسطینیانو د حماس ډلې او له القاعده سره تړلو الشباب او جبهت النصره ډلو په څېر د بهرنیو ډلو د ملاتړ په هدف را ټولې شوي دي.

د جرمني د کورنیو چارو وزیر ښاغلي زیهوفیر ویلي چې انصار او ورسره همکاره ټولنه یې د بشري مرستو تر چتر لاندې په نړۍ کې د ترورېزم مالي ملاتړ کوي.

د قرغیزستان ولسمشر د اساسي قانون تعدیل توشیح کړ

د قرغیزستان ولسمشر صدر جپاروف

د قرغیزستان ولسمشر صدر جپاروف د اساسي قانون هغه تعدیل توشیح کړ چې تېره میاشت په ټولپوښتنه یا ریفرانډم کې تایید شوی و.

د جپاروف مخالفین تور پورې کوي چې د دغه تعدیل له مخې به د هغه صلاحیتونه خورا زیات شي.

د قرغیزستان وګړو د اپریل په ۱۱مه ټول پوښتنه کې د اساسي قانون د تعدیل په پلوي رایې ورکړې، خو تر اوسه دا نه ده په ډاګه شوې چې په متن کې یې څه لیکل شوي دي.

د نوي تعدیل شوي قانون له مخې د قرغیزستان د پارلمان څوکۍ په سلو کې ۲۵ یعنې نوي څوکیو ته راکمېږي او ولسمشر ته صلاحیت ورکوي چې قاضیان او د قانون د تنفیذ ادارو مشران وټاکي.

دغه راز د دغه قانون له مخې به یوه مشورتي او د چارو د همغږۍ یوه اداره جوړيږي چې د ولسمشر تر کنټرول لاندې به فعالیت کوي.

منتقدین وایي، دغه اداره به ښایي له پارلمان سره موازي چارې مخ ته وړي چې دې توګه به ولسمشر ډېر واک لري.

انتوني بلېنکن له اوکراینه د ملاتړ په خاطر دغه هېواد ته روان شوی

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن له اوکراینه د ملاتړ څرګندونو په خاطر دغه هېواد ته پر لاره دی.

دا سفر تر هغه وروسته کیږي چې روسیې تېره میاشت د اوکراین له سرحدي سیمو او کریمیا څخه خپل ځواکونه په شا کړل.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس ویلي، اوکراین ته د بلېنکن سفر ښيي چې متحده ایالاتونه "د روسیې د روان یرغل" پر وړاندې د اوکراین د خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا کلک ملاتړي دي.

له دې وړاندې د اوکراین پولو ته نژدې د روسي پوځیانو خوځښتونو اندیښنې پارولې وې، خو مسکو د اپریل په ۲۳مه اعلان وکړ چې خپلو دایمي اډو ته یې د پوځیانو ستنېدل پیل شوي دي.

د اوبو د تنظیم اداره: د رېګ ­روان کانال د رغېدو چارې ۹۷سلنه بشپړې شوي

د رېګ ­روان کانال

د افغانستان د اوبو د تنظیم ملي اداره وايي، د رېګ ­روان کانال د سربند د څلورمې برخې د جوړولو چارې په بشپړېدو دي.

د دې ادارې ویاند، نظام الدین خپلواک ازادي راډیو ته وویل، د کانال له بشپړېدو سره به تر شلو زرو زیاتې کورنۍ ترې ګټه اخلي: "رېګ ­روان کانال چې د کاپیسا او پروان ولایتونو ترمنځ ګډه پروژه ده، د اوبو د تنظیم او د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه تطبیقېږي. د دغه کانال د جوړولو مالي لګښت د جاپان جایکا موسسه ورکوي چې اوس مهال یې چارې ۹۷ سلنه بشپړې شوي دي."

دغه پروژه د پروان ولایت په قلعه خواجه او د کاپیسا ولایت په سخي خېل کلیو کې عملي کېږي.

د غزني د عدلیې ریاست د قضايي چارو امر ټپي او ورور یې وژل شوی

آرشیف، د غزني ولایت

په غزني کې د وسله وال برید له کبله د عدلیې ریاست د قضايي چارو امر احمدشاه احمدي ټپي او ورور یې وژل شوی دی.

د غزني د والي ویاند واحدالله جمعه زاده ازادي راډیو ته وویل، پېښه تېر مازیګر شوې ده: "د غزني ولایت د عدلیې ریاست د قضاء دولت امر احمدشاه احمدي ټپي شوی او ورسره ورور یې شهید شوی دی، عاملین یې له سیمې په تېښه بریالي شوي دي، زموږ امنیتي ځواکونه کوښښ کوي، څو یاد عاملین ونیسي او د قانون منګولو ته یې سپاري."

تر اوسه پورې کومې وسله والې ډلې د دغه پېښې پړه پر غاړه نه ده اخېستې.

د جرمني د کورنیو چارو وزیر: ښی اړخی افراطیت جرمني ته لوی ګواښ دی

د جرمني د کورنیو چارو وزیر هورست زیهوفر

د رسمي ارقامو له مخې په ۲۰۲۰میلادي کال کې په جرمني کې د ښي اړخو افراطیانو له خوا د جرمونو اندازه تر ټولو لوړ حد ته رسېدلی دی.

د پولیسو شمېرې ښيي چې په ۲۰۲۰ میلادي کال کې د ښي اړخو د جرمونو شمېر ۲۳زره ۶۰۴ ته رسېدلی وو چې دا له ۲۰۰۱میلادي کال راهیسې تر ټولو لوړ شمېر دی.

د جرمني د کورنیو چارو وزیر هورست زیهوفر د سې شنبې (د غويي ۱۴مه) په ورځ په یوه کنفرانس کې د دغو ارقامو وړاندې کولو پر مهال وویل: ښی اړخی افراطیت زموږ د هېواد لپاره لوی ګواښ دی.

یوه سروې ښيي چې د جرمني د ۱۶ ایالاتونو له ډلې په اتو ایالاتونو کې په ورځ کې له درېیو تر څلورو پورې کسانو باندې د ښي اړخو افراطیانو له خوا حملې شوي.

په دغو حملو کې کډوال، پناه غوښتونکي او د جرمني تورپوستي وګړي په نښه شوي دي.

د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو کارپوهان: ایران دې نوري‌زاد خوشې کړي

د ایران د سیاسي مخالف او فلم جوړوونکي محمد نوري­زاد

د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو شپږو کارپوهانو د ایران د سیاسي مخالف او فلم جوړوونکي محمد نوري­زاد د سملاسي خوشې کېدو غوښتنه کړې.

دوی وايي، نوري­زاد چې په بند کې شپې ورځې سبا کوي سخت ناروغ او ان د مرګ له خطر سره مخامخ دی.

د ملګرو ملتونو دغو خپلواکو کارپوهانو پرون سې شنبه (د غويي ۱۴مه) په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، دا خبره څرګنده ده چې نوري­زاد د خپل نظر د څرګندولو له کبله زنداني شوی دی.

د رژیم منتقد نوري­زاد چې ګڼ فلمونه یې لیکلي او ډایرکټ کړي له ۲۰۱۹م کال راهیسې په زندان کې دی.

د بخښنې نړیوال سازمان په وینا، دی د ایران رهبر ایت اله علي خامنه اي ته د سپکاوي په تور په ۱۷ کلن بند محکوم شوی دی.

ایران کې یوه سویسۍ ډيپلوماته په یوه پېښه کې مړه شوې

ارشیف، د تهران ښار یو امبولانس

د سویس د بهرنیو چارو وزارت وایي یوه ډیپلوماټه‌یې په ایران کې په یوه پېښه کې مړه شوې ده.

د سویس د بهرنیو چارو وزارت په خپله اعلامیه کې ویلي چې د دغې ډیپلوماتې مړینې شاک کړی او سخت پرې خواشینی دی.

دغه وزارت د ډیپلوماټې په اړه جزئیات نه‌دي ورکړي او نه‌یې دا معلومات خپاره کړي چې څنګه مړه شوې.

ایراني چارواکو بیا ویلي چې دا ډیپلوماټه له تهران بهر له یوې لوړې ودانۍ لاندې لوېدلې ده.

مهر خبري اژانس د بېړنیو حالاتو د کمېټې د ویاند مجتبی خالدي په حواله لیکلي چې د دې ډیپلوماتې مړی په کامرانیه سیمه کې د یوې لوړې ودانۍ لاندې پيدا شوی.

دا ډیپلوماته د سویس د سفارت لومړۍ سکرتره وه. د سویس سفارت له ۱۹۷۹ کاله راهیسې په تهران کې د امریکا متحده ایالاتو د ملي ګټو ساتنه کوي.

د اسټرالیا صدراعظم ته د یوې افریقایي ښځې زارۍ د خلکو پام اړولی

د اسټرالیا صدراعظم سکاټ موریسن

په اسټرالیا کې د دغه هېواد صدراعظم ته د یوې افریقايي توکمې ښځې زنګون وهل او د مرستې غوښتنې د ګڼو خلکو پام ور اړولی دی.

په تصویرونو کې ښکاري چې صدراعظم سکاټ موریسن په راک همپتون ښار کې خپله خبري ناسته پای ته ورسوله او په دې وخت یوه افریقايي توکمه ښځه مخامخ زنګون ورته وهي او زارۍ ورته کوي.

دا ښځه وايي چې نیمه کورنۍ یې په کامرون کې له لاسه ورکړې او غواړي چې د اسټرالیا حکومت یې د کورنۍ له پاتې غړو سره مرسته وکړي.

د راپورونو له مخې د اسټرالیا صدراعظم دې ښځې ته ډاډ ورکړی چې د کډوالۍ وزارت به د دې د کورنۍ د غړیو قضیې ته هر اړخیزه رسېدنه وکړي.

د راپورونو له مخې دې افریقايۍ ښځې د صدراعظم له ډاډګېرنې پرته د هغه پښې نه پرېښودې.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG