د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۳۲

نړۍ

محمد بن سلمان: له ایران سره د سعودي د اړیکو د ښه کېدو هیله لرو

د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان
د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان

د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان وايي، له ایران سره د سعودي د اړیکو د ښه کېدو هیله لري، خو د ایران منفي چلند ستونزې پېښوي.

سلمان نن (چهارشنبه) په یوه مرکه کې د ریاض او تهران د اړیکو د ټینګېدو د احتمال په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، ایران د سعودي یو ګاونډی هېواد دی او دوی ټول هیله لري چې له ایران سره ښې اړیکې ولري.

د ایران او سعودي اړیکې د یمن او ګڼو نورو مسئلو پر سر ترینګلې دي.

ایران د حوثیانو ملاتړ کوي، خو سعودي عربستان د یمن د هغه دولت ننګه کوي چې ملګرو ملتونو په رسمیت پېژندلی دی.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د ایټالیا صدراعظمه د دریو عربي هیوادو په سفر تللې

د ایټالیا صدراعظمه جورجیا ملوني
د ایټالیا صدراعظمه جورجیا ملوني

د ایټالیا صدراعظمه د جمعې په ورځ سعودي عربستان ته ولاړه.

ایټالیایي رسنیو خبر ورکړ چې د امنیتي دلایلو له امله د دې سفر اعلان وار له مخه نه و شوی.

جورجیا ملوني د لویدیځو هیوادونو لومړۍ مشره ده چې د فبروري له اته ویشتمه راوروسته پر ایران د اسراییل او امریکا له بریدونو وروسته خلیج هیوادونو ته ځي.

د ایټالیا صدراعظمه به متحده عربي امارات او قطر ته هم د خپل دوه ورځني سفر په ترڅ کې ولاړه شي.

تمه ده چې د خبرو د اجنډا یوه مهمه موضوع به د ګازو او تیلو ترلاسه کول وي.

روسیه د اوکراین د یوه پټ برید د شنډیدو ادعا کوي

د روسیې د فدرالي امنیتي خدماتو اداره وايي چې دوی د اوکراین د امنیتي خدماتو لخوا د مسکو په یوه سوداګریز مرکز کې د یوه روسیي چارواکي په وړاندې پلان شوی برید شنډ کړی دی.

د روسیې د فدرالي امنیتي خدماتو ادارې د جمعې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې د اوکراین د امنیتي خدماتو ادارې پلان درلود چې د چاودیدونکو توکو یوه وسیله له لرې واټن څخه هغه مهال وچوي چې دا چارواکی له دې سوداګریز مرکز څخه لیدنه کوي.

روسیې د دې احتمالي برید او د دې چارواکي چې ممکن برید پرې شوی وای نور جزییات نه دې ورکړي.

زیلینسکي: روسیې د خپلو هوایي بریدونو تاکتیک بدل کړی

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي وايي چې روسیه د اوکراین د هوايي دفاع د مخنیوي لپاره تاکتیکونه بدلوي، او روسي ځواکونو خپل بریدونه د عیسویانو د ایسټر اختر په ورځو کې زیات کړې دي.

د رویټرز په وینا، زیلنسکي دا څرګندونې وروسته له هغه وکړې چې روسیي ځواکونو د جمعې په ورځ پر اوکراین بریدونه وکړل چې لږ تر لږ لس تنه پکې ووژل شول.

د اوکراین ولسمشر وړاندیز کړی و چې د ایسټر د رخصیتو په ترڅ کې روسیه له بریدونو لاسو واخلي.

روسیې د دوه زره دوه ویشتم کال د فبروري په څلرویشتمه پر اوکراین حمله وکړه چې دا جګړه لاهم روانه ده.

پاکستان کې د تېلو بیه نژدې پنځوس فیصده لوړه شوې ده

د تیلو ټانک ته ولاړ خلک. انځور د فرانس پریس
د تیلو ټانک ته ولاړ خلک. انځور د فرانس پریس

د منځني ختیځ د شخړې له کبله په پاکستان کې د تیلو بیه بې ساري کچې ته لوړه شوې ده.

فرانس پریس لیکلي چې نړیوالو مارکیټونو ته په پام اوس پاکستان کې یو لیتر پترول ۴۵۸ روپۍ او ډیزل په ۵۲۰ روپیو پلورل کېږي.

پر ایران د اسراییل او امریکا له بریدونو وروسته هغه هېواد د هرموز تنګی وتاړه چې ورسره په ټوله نړۍ په ځانګړې توګه اسیایي بازارونو کې د تیلو بیه لوړه شوه.

پاکستان ۲۴۰ میلیونه وګړي لري چې د نړیوال بانک د شمېرو له مخې، ۲۵ میلیونه یې د بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي.

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون وایي، د هرمز تنګي " خلاصول" د ایران په همکارۍ ممکن دي

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون وایي، د هرمز تنګي د " خلاصولو" لپاره پوځي عملیات "غیرواقعي" دي او په دې برخه کې د ایران همکاري اړینه ده.

د فرانسپرس خبري آژانس د راپورله مخې مکرون له جنوبي کوریا څخه د کتنې په مهال وویل: "ځینې کسان شته چې د زور او پوځي عملیاتو له لارې د هرمز تنګي د خلاصولو ملاتړ کوي، هغه دریځ چې کله ناکله د متحده ایالاتو له خوا هم مطرح شوی دی." نوموړي دغه دریځ غیرواقعي وباله او ټینګار یې وکړ چې دا ډول عملیات به ډېر وخت ونیسي او هغه کسان به چې له دې تنګي تېرېږي له "ساحلي ګواښونو" سره مخ کړي، په ځانګړي ډول د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو له لوري چې "د پام وړ امکانات او بالستیک توغندي لري."

د فرانسې ولسمشر زیاته کړه: "دا کار یوازې د ایران په همکارۍ ممکن دی". هغه لومړی د اوربند د ټینګښت او د خبرو اترو د بېرته پیلیدو غوښتنه وکړه.

هرمز تنګی، چې د تیلو د لېږد لپاره یو حیاتي مسیر دی، په وروستیو اونیو کې د امریکا او اسرائیل له خوا د ایران پر ضد د جګړې له پیل وروسته عملاً تړل شوی او د نړۍ په کچه یې د اومه تیلو او اړوندو محصولاتو بیې لوړې کړې دي.

پرایران د امریکا او اسراییل د بریدونو دوام

د ایران د جګړې په اړه د امریکا د ولسمشرډونالډ ټرمپ د وړمې شپې له وینا وروسته د پنجشنبې په ورځ پرایران د هوایي بریدونو لړۍ روانه وه. ولسمشرټرمپ په دې وینا کې بیا ایران ته ګواښ وکړچې په بریدونو سره به دا هیواد د "حجردورې" ته وګرځوي.

د ایران د پارلمان رئیس محمد باقر قالیباف په ټولنیزو رسنیو کې په یوه پیغام کې وویل: "ایرانیان یوازې د خپل هېواد د دفاع خبره نه کوي، موږ د دې لپاره وینه ورکوو."

په همدې حال کې ایراني رسنیو د امریکا او اسراییل په تازه بریدونو کې په کرج ښار کې د یوه لوی نوي پله چې لا نه و فعال شوی، د زیانمنیدو خبرورکړی. د امریکا ولسمشرډونالډ ټرمپ هم تایید کړه چې متحدو ایالتونو پردغه پله په برید کې لاس درلود او یوځل بیا یې غوښتنه وکړه چې تهران دې له واشنګټن سره د جګړې د پای ته رسولو لپاره یوه هوکړه وکړي.

او همدارنګه یې ویلي چې په دغو بریدونو کې د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو یو جګپوړی قومندان جنرال محمد علي فتح‌علی ‌زاده وژل شوی دی.

د اسراییل دفاعي ځواکونو هم پرون اعلان وکړ چې د تبریز په سیمه کې یې د توغندیو د جزوتام اړوند "د بالستیک توغندیو یو زیرمتون" په نښه کړی دی.

اسراییل پر خپله خاوره د ایران د دوو پړاوونو توغندويي بریدونو خبر ورکړ

د اسرائیل پوځ د پنجشنبې په سهار وختي اعلان وکړ چې د دې هېواد هوايي دفاعي سیستمونو د ایران له لوري د توغندیو د دوو پړاوونو بریدونو ته ځواب ویلی دی.

د اسرائیلي رسنیو د راپورونو له مخې، د لومړي برید په ترڅ کې د هېواد په مرکزي سیمو کې څو ځایونه په نښه شول او لږ تر لږه څلور کسان د تل ابیب په سیمه کې برسېرن ټپیان شول.

پولیسو هم ویلي چې په څو ځایونو کې د توغندیو د لګېدو پېښې ثبت شوې دي، او ځینو راپورونو د دغو ځایونو شمېر تر ۹ پورې یاد کړی دی.

اسرائیلي رسنیو دا هم ویلي چې ځینې زیانونه ښايي د خوشه‌يي بمونو (کلستر بمونو) د کارولو له امله وي، هغه موضوع چې تر دې وړاندې هم ایران او اسرائیل یو بل پرې تورن کړي دي.

له دې بریدونو څه کم دوه ساعته وروسته، د اسرائیل پوځ اعلان وکړ چې د توغندیو دوهم پړاو هم توغول شوی، چې له امله یې د اسراییل په شمالي او مرکزي سیمو کې د خطر زنګونه وغږېدل.

خو په دوهم پړاو کې د مرګ ژوبلې یا زیانونو په اړه سمدستي راپور نه دی خپور شوی.

ټرمپ؛ د ناټو له پوځي تړونه پر وتو غور کوو

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي،"د ناټو له پوځي تړونه پر وتو غور کوو".

ولسمشر ټرمپ دا خبره نن چهارشنبې ډیلي ټلګراف ورځپانې سره مرکه کې کړې.

هغه ناټو پوځي تړون یو "کاغذي پرانګ" بللی او زیاته کړې ده چې له اوږدې مودې راهیسې په دې تړون "باور" نه لري.

په عین حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي،"موږ باید دا وڅیړو چې ایا ناټو خپل ماموریت په سمه توګه ترسره کوي یا په یو اړخیز سازمان بدل شوی دی".

د روبیو په ټکو،" امریکا له ناټو سره مرسته کوي، خو کله چې موږ خپلو شریکانو ته اړتیا ولرو، دوی اډې او هوايي حریمونه پر موږ تړي".

ولسمشر ټرمپ له مخکې په ځلونو د ناټو له پوځي تړونه د وتو خبرداری ورکړی و.

پر ایران د امریکا له برید وروسته، د ناټو یو شمیر هېوادونو له هغې ډلې اسپانیايې او ایټالیايي اجازه ورنه کړه چې له هوايي حریمونو يې پر ایران بریدونه وشي.

عباس عراقچي؛ له امریکا سره هیڅ ډول مذاکرات روان نه دي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وايي،" له امریکا سره هیڅ ډول مذاکرات روان نه دي او تهران د جګړې د پایته رسیدو په اړه د واشنګټن ۱۵ماده ییز وړاندیز ته ځواب نه دی ورکړی".

هغه چې نن چهارشنبې الجزیزه تلویزیوني شبکې سره خبرې کولې وویل،"موږ د امریکا له خوا پیغامونه ترلاسه کړي، ځیني يې مستقیم او ځیني يې په سیمه کې د خپلو دوستانو له لارې، هرکله چې اړتیا وه دغو پیغامونو ته به ځواب ورکړو".

د عراقچي په ټکو،"له امریکا سره د مذاکراتو هیڅ چانس نشته".

خو هغه وړاندې وویل،"د منځني ختیځ لپاره د امریکا د ځانګړي استازي سټیو ویتکاف په مرسته له امریکا سره ځیني پیغامونه تبادله شوي دي".

پاکستان تیره اونۍ اعلان کړی و چې د امریکا او ایران ترمنځ د منځګړیتوب لپاره چمتو دی.

هغهمهال دوه پاکستاني چارواکو ویلي و،"اسلام اباد د جګړې د پایته رسیدو په اړه د امریکا ۱۵ماده ییز وړاندیزونه ایران ته سپارلي دي".

خو عراقچي وايي،" پر امریکا باور صفر دی او ایران به اوربند ته غاړه کېنیږدي".

د هغه په ټکو، ایران د جګړې پای او غرامت غواړي.

ایراني رسنۍ؛ په تهران کې د امریکا پخوانی سفارت بمبار شوی

په ۱۹۷۹ کال کې د پوهنتون محصلانو په تهران کې د امریکا پر سفارت برید وکړ
په ۱۹۷۹ کال کې د پوهنتون محصلانو په تهران کې د امریکا پر سفارت برید وکړ

ایراني رسنۍ وايي، په تهران کې د امریکا پخوانی سفارت بمبار شوی.

د ایران مهر خبري اژانس نن چهارشنبې د یو راپور په خپرولو سره د بمبارۍ مسول "اسراییل" ګڼلی دی.

د تهران ټایمز مسول مدیر محمد صرفي د دې راپور په تایید سره ویلي،"په تهران کې د امریکا پر پخواني سفارت د برید پیغام دا دی چې امریکا ایران ته له ستنیدو ناهیلې شوې ده".

په تهران کې د امریکا پخوانی سفارت چې د طالقاني په سیمه کې واقع دی له ۱۳۵۸کال راهیسې د ایران په واک کې دی.

د دغه سفارت ودانۍ د یرغمل شویو امریکايي ډپیلماټانو او د امریکا او ایران ترمنځ د اړیکو له پرې کیدو وروسته په ۱۳۶۰کال کې سپاه پاسدارانو ځواکونو ته وسپارل شوه.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG